تخليق يو داسې عمل دے چې په نتيجه کښې يې غېر عدم تر عدميت مرحلې پورې رسي. غېر موجود تر موجوديت پورې رسي ، نۀ شتون په شتون بدلوي ، نیست په هست اړوي. يعني يو خيال ، يو تصور ، يو څيز ، يو مظهر ، يو وجود چې هډو شتون نۀ لري ، هغه شتۀ کوي. نو دغه تخليقي عمل په روايتي لارو تګ بالکل هم نۀ شي ترسره کولے ، د دې د پاره به تجربه کول وي او تجربه د روايت ضد عمل ته وايي.
روايت باندې تګ د نارمل ذهنونو کار وي . نارمل ذهن د ټولنې د روايتونو سره جوړ وي ، د قاعدو او ضابطو سره بلد وي او هغې ته پامته دار هم وي. کله هم يو نارمل انسان د مروجه لارو چارو او اصولو برخلاف نۀ خبره کولے شي او نۀ قدم پورته کولے شي.
ابنارمل ذهن ځان د تجربې عمل ته نيسي ، اېډوېنچرازم ته ځان مخکښې کوي . په هغو لارو تګ مزه او خوند ورکوي چې وړاندې ورباندې هيچا تګ نۀ وي کړے. داسې ذهن جستجو خوښے وي. مهم جو وي او سرکش وي ، د غرۀ سره د تندي وهل وي. باغي وي ، د معاشرې نه ، د علمي رواج نه او په روايتي څيزونو د شخوند وهلو نه بېزاري محسوسوي.
دغه ابنارمل ذهن په يو نوي څه راوړلو کښې کامياب شي ، يوه نوې لاره پېدا کړي ، يو نوے خيال راوړي ، يو نوے شے تخليق کړي . کوم چې په شروع شروع کښې د ټولنې روايتي علم ، اصولو ، قاعدو او اولسونو ته قابل قبول هم نۀ وي ، خو يا خو د ټولنې ورته ضرورت پېدا شي او يا يې ورسره غوږونه او سترګې عادت شي نو دغه ابنارملټي په نارملټي کښې بدله شي او نوې زمانه بيا ځان ته يو بل ابنارمل ذهن پېدا کوي.
تخليق تل د ابنارمل ذهنونو کار وي . کائنات تل غېر مانوسه ذهنونو ډسکور کړے دے، متلاشي ذهنونه نوي څيزونه مخې ته راوړي او نارمل ذهنونه تش د ابنارمل ذهنونو په کړنو شخوند وهي.