cultural-narcissism-is-also-a-problem 0

تهذيبي نرګسيت هم ستونزه ده.

د ښځې په اړه اصل ستونزه ددې نيمګړې انسان ګنړل دي د بدن فطرتي جوړښ د انسان د نيمګړتيا لامل نه وي ځکه دغه وجود فطرتي وي د نرتوب په زېږون کښی د هيچا کم شخصي کمال نۀ وي ، اصل کمال د انسان په ټولنيز ژوند کښی غوره جوړښ وي دغه جوړښ که غوره نشي نو نرتوب هيڅ د کمال صفت نه وي بلکې د نړۍ زياتره بربادي نرانو روستې ښځو همېش انسانان زېږولي جوړ کړي .
په پښتنه ټولنه کښې ډېرې خبرې د ، تهذيبي نرګسيت ، د وجود نه جوړې دي ډېر خويونه سم هم دي خو د ناسمو دودونو اړخ سمول هم لازم وي ،د هيله مندې خبره داده چې پښتنه ټولنه ټولنيزه اصلاح قبلوي او د اعتدال په لور روانه ده چې دا د ژوندو ټولنو نښه ده ، د اولسي ادب اته اتيا سلنه برخه ښځو وائلې چې دا په پښتنه ټولنه کښې په تاريخي شاليد کښې د ځائې ورکولو ژوندې ميثال دې…
په ټولنیز ژوند کښې زمونږ مور ، مېرمن ، خور او لور ده په مشرقي ټولنه کښې د کورنۍ نظام حسن په ښځه پسې تړل شوې که ښځه ددغه رواېت نه ويستل شي بېا به هيڅ پاتي نشي ، د ښځو د سړو نه جلا ډوډې خوړل په کور کښې د ښځې ملکيت او کوربه توب په ډاګه کوي بائد چې ښه اقدار مونږ ښه ېاد کړو ، ښځه د ټولنې نیمه برخه د توکمونو روزونکي او پالونکي ده، پکار ده چی د ټولنې او انسان جوړونې دا مبارکه هستي دې په علم منوره او سمباله شي ، د دیوبند ستر عالم قاری محمد طیب پخپل خطبات کښی ليکي ! د مور د غېږ نه چې د کم نسل پالنه سمه نشي هغه نسل د نړۍ ېو فلسفه نشي سمولې قاری صېب زياتوي د حقوقو په باب کښې اسلام ښځه په سړي بره کړې ده .
د زمانو د شريک ژوند او اقتصادي ستونزو له کبله د پښتنو د کورنو ژوند ډېر ګډ وي نن سبا هر ځائې کورنۍ په وړو وړو خبرو د ذاتي جګړو اختلافونو ښکار وي دې کښې لوئي کردار د ښځو هم وي چې د بده مرغه د علم او ښه پالنې د کموت په نتيجه کښې په هر کور کښې شخړه جوړوي که ښځه باشعوره شوه کورنۍ جګړې به هم کمې شي او د خاندانو ترمېنځ به سماجي اړيکې هم کلکې شي.
بد مرغي داده چې ډېر ټولنيز ناسم اقدار هم اسلام ګرځول شوې اسلام که په ېو جزيره کښې د بندولو هڅه کول شي نو بېا د اسلام د رورولې د عالګيريت د سترې فلسفې سره په ډغره ده. ښځه باندې د ډېرو کارونو بندېز هم د ناسمو ټولنيزو اقدارو په نتيجه کښې وي.
اسلام د حقوقو په تقسيم کښې د مساوات په توګه د ګټې وټې ډېره ذمه واري په سړي او د کور ساتنې ماشومانو د پالنې ډېره ذمه واري په ښځه اچولې خو د ذمه وارې د کم والي ډېر والي مطلب چرې هم دا نه دې چې سړې د خپل خاندان او ماشومانو ذمه وار نه دې ېا کور او ماشومانو د پالنې د ذمه وارې دا مقصد نه دې چې ښځه د ژوند هيڅ کم حرکت او ژوند نشي کولې ، سورت نساء کښې ډېر واضح وائل شوي ! لِلرِّجَالِ نَصِيْبٌ مِّمَّا اكْتَـسَبُوْا۝۰ۭ وَلِلنِّسَاۗءِ نَصِيْبٌ مِّمَّا اكْتَـسَبْنَ۔ (النساء: ۳۲) ژباړه ، د سړو د خپلې ګټې او ښځو له د خپلې ګټې برخه ده.
د اسلام په تاريخ کښې داسې په لوئي شمېر ښځې شته چې تجارت ، کرونده ،او د علم ،د اړخ سره ئې لوئي نسبت ېاد شوې. خديجه رضی الله عنها به خپلې تجارتي قافلې شام ته لېږلې ، د عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کښې اسماء بنت عکرمه لوېه سوداګره وه ديمن نه به ورله رور عبدالله ابن ربيع د عطرو جوپه رالېږله هغې به د مدينې په بازار کښې دغه عطر پلورل ، عبدالله ابن مسعود د ښځې د جولا ګرې هنر ايزده وو د خپل ټول کور خرڅه به ئې د خپل هنر په لاس کوله ، امام بخاري د ېو ښڅې قيسه کوي چې خاوند طلاق ورکړل عدت ئې هم نه وو ختم رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د خپل باغ د کجورو شوکولو او په بازار کښې د خرڅولو اجازت ورکړو وائل ځان او بچي هم ساته او صدقه پکښې هم ورکوه !
علامه ابن قیم پخپل کتاب، اعلام الموقعين، کښې د نبوت د زمانې د هغه ښځو ذکر کړې چې د هغوئي په علمي رائې باندې د هغه وخت قانوني پرېکړې کړل شوي او د هغه وخت (Jurists) فقيهې ګنړل شوې
چې په هغې کښې دغه نمونه هغه ېاد کړي۔ مثلاً حضرت عائشه ،حضرت ام سلمہه، حضرت حفصہؓ ، حضرت صفیہؓ ، اُم عطیہ ، اُم صبیہ ، لائلہ بنت قائم ، اسماء بنت ابوبکر،ام شریک ۔ خوله، بنت ام درداء، عتیقه بنت زید ، سہله بنت سہیل، جویریه ، میمونه، فاطمہ بنت قیس، ام ایمن ، ام یوسف، او عاصریه ، د طبقات ابن سعد ترمخه ،ربعي ابن معوذ د عبدالله ابن عباس او عبدالله ابن عمر استاذه وه فاطمه بنت قيس د عروه ابن زبېر او امام شعبی استاذه وه ، د سعد ابن ابی وقاص لور عائشه ستره عالمه وه امام مالک ئې شاګرد وو ، حضرت خنساء ،سودہؓ ، صفیه،عاتکہؓ ، مریدیه، ام ایمنؓ د خپل وخت سترې شاعرې وې ، رفاضہ اسلمیہؓ ، ام مطاع ؓ ، ام کبغه ، صمنه بنت حجشؓ ،ام عطه ؓ اورام سلیمؓ د خپل وخت د علم طب پوهانې وې. امام بخاري وائي رسول الله صلی الله عليه وسلم له به کله د ښځو ډلې راتلې رسول الله ص به ورسره ايمان په تفصيلاتو پھ ژبه بیعت کولو ښځو د خپلې پوهې لپاره د مجلس خواست اوکړو رسول الله ورله ېو ورځ ځان له اوټاکله.
د رسول الله نه پس بي بي عائشه ستره عالمه ګنړل شوه د وخت چې کم مروج علم وو د هغې بل مثال نه وو اصحابو به د بي بي عايشه نه علم ايزده کوو هم د رسول الله ص په وخت کښې ښځې جومات ته هم تلل شوې .
په اسلام کښې د خپل پښتني کلتور مطابق د زنانه په علم بندیز نشته هر پښتون د خپل ټبر د ناجوړتيا په وخت غواړي ښځې ډاکټرې ته لاړ شم چې ښځه د وخت مروج ايزده کړې اونه کړي نو بيا به څه کوو ؟ آيا زمونږ غيرت دا مني چې د ماشوم زېږېدنې په وخت دې زنانه له نارينه ډاکټر درملنه اوکړي ؟ پښتانه خو څه اوس مسلمانان کول نشي دا خو د څورلس سوه کاله نه اسلام مني بائد چې د افغانستان واکمن د اولس د جذباتو احساساتو خيال اوساتي د افغانانو خوېندې مېندې ښه په پښتنه حجاب کښې خپل ښونځي ته
ځي که کم کمې وي نو داد انجونو نه بلکې د وخت د واکمن ذمه واري وي چې غوره چاپېريال ورته جوړ کړي ړومبی فرصت کښې تر هرڅه وړاندې سکول ته تګ کول لازم دي ځکه دا مسله د مذهبي نه زياته سیاسي ده .

مولانا خانزيب

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ