کلتور چې انګريزۍ کښې کلچر فرنچ او جرمن کښې کلټور او لاتينۍ کښې کلټورا دی چې د لاتينۍ د کولر نه جوړ دی او لغوي معنا يې ده کرل او د کر نه پس د زرغون شوي فصل تراشل او سمول- دغسې کلتور په اصطلاحي معنو کښې د يوې ټولنې د وګړو د ژوند تيرولو هغو رويو د ژوند تيرولو انداز او روش ته وييلی شي چې د اولس په مجموعي ټولنيز دانش او پوهه اډاڼه وي او تراشل او سمول يې شوي وي– دا دغه متعلقه ټولنې پورې ځانګرتيا ولري— د دغه ټولنې د رويو او روش پيژندګلو ترې وشي او سينه په سينه راروانو نسلونو ته هم ورسي— لکه د پښتنو پښتونولي–ميلمستيا—لوظ پوره کول— پنا ورکول—او نور ډير توکي—- چې په نورو اولسونو کښې به هم پکښې ځنې شتون ولري خو پيژندګلو د پښتون اولس ده – دغه هر څه غير مادي دي– د دغه کلتور يو شکل نيم مادي او يو يې مادي هم دی—- دغه مادي شکل نه وړاندې او نوره پرمخ تللې مرحله يې بيا ټهذیب بللی شي— لکه د مجموعي دانش او پوهې په بنياد ښايسته کورونه او ودانۍ — لارې او سړکونه—باغونه چمنونه— او د ترقۍ نورې مادي لارې د تهذيب برخه ده—-کلتور ته عربۍ کښې ثقافت وايي چې جرړه يې لفظ—ثقفه– دی— يو بل توری وراثت دی چې جرړه يې—ورثه –دی—څنګه چې ورثه د وينې او خاندان وګړو کښې يو نسل نه بل ته رسي— دغسې –ثقفه– بغير د خاندان او وينې د رشتې نه يو نسل نه بل نسل ته د مجموعي دانش پوهې او دودونو رسمونو په شکل رسي—ګويا ثقافت هم دغسې نسلونو کښې سفر کوي-
بل خوا تهذيب د عربۍ توری دی چې د ذهب نه جوړ دی– د ذهب معنا ده لاره- دغسې تهذيب لارې اختيارولو ته وايي يعنې د ترقۍ پرمختګ او ژوند کښې د اسانۍ لارې چارې لټول— دغه د لارې لټون چې د ژوند د اسانۍ په غرض مادي شکل واخلي نو تهذيب شي— ګويا په کلتور کښې بنيادي څيز ټولنيز فکرودانش دی او تهذيب د همدغه فکرودانش مادي څرګندونه ده- د اباديو او ودانيو په شکل–
تمدن د عربۍ يو بل توری دی چې شهري او ترقي يافته ژوند د پاره راوړلی شي– مدينه په عربۍ کښې ښار يا شهر ته وايي له دغې مدينه نه مدن جوړ دی او له دغه مدن نه مدنيت جوړ دی يعنې ښارونو کښې د اسانۍ او ترقۍ ژوند— دغسې مدنيت د تهذيب نور ترقي يافته شکل دی- ګويا تهذيب په کلو بانډو کښې هم ليدلی کيدی شي خو مدنيت بيا يواځي شهري ژوند پورې خاص وي–
0