د انا جنګ 0

د انا جنګ

د ناول معنيٰ نوے عجيبه او حېرانونکے څيز دے چې د اطالوۍ ژبې د ناويلا نه اخستے شوے دے کوم چې د مختلفو پړاؤنو نۀ راتېر شوے دے د شپاړسمې پېړۍ نه تر اتلسمه پېړۍ پورې د هسپانوۍ،او فراسيسۍ ژبو ناوېلا  هم په دغه معنو کښې استعمال  شوي ده،چې مطلب ئې د لنډو لنډو قيصو په توګه کارول کېده ـ چونکې ناويلا تورے د نوي والي،حيرانونکي او عجيبه په معنو کښې د قيصې په حواله استعمال شوے دے ځکه چې  قيصه چې د کومو ارتقائي مرحلو نه راتېره شوه او په يو داسې موړ ودريده چې نوي ،عجيبه او حيرانونکي ښکاره شوه  نو خلقو ورته ځکه  ناويلا ووئيله ـ

په وړومبي ځل دغه عجيبه،نوے او حېرانونکے انداز په ديارلسمه پېړۍ کښې  د بکاسيو(baccaccio) په ډيکاميرن (decomern) کښې په نظر راغلو کومې چې هغه د اټلي د لسو کسانو د سفر په دوران کښې  په يو مرکزي خيال کښې وئيلې شوؤ قيصو له تر تيب ورکړے وو بيا وروسته د شپاړسمي پېړۍ په دريمه لسيزه کښې د مارګوريتي (marguerite) په هيفتوميرن (heptameron)کښې او د شپاړسمي پېړۍ په اخره کښي د جارج پيټي (George pettie)، په پيټي پېلس (a petite palace of pettie his pleasure ) کښې او د اوولسمي پېړۍ په دوېمه لسيزه کښې د سروټس (cervates) په  ناولس ايجمپلرس (novelas ejemplares) کښې دغه خصوصيات په نظر راځي ـ

په اتلسمه پېړۍ کښې په دغه نوي عجيبه او حيرانوکي انداز کښې د ژوند داسې تفسير او تفصيل په يو خاص تړون او ترتيب کښې وړاندې کړے شو چې د خيالي ،فرضي او مافوقوق الفطرت موضوعاتو په ځائے پکښې د حقيقي ژوند د ناوي د مخ نه داسې نقاب پورته شو چې هر اړخيزه ښائيستونه او بد رنګۍ ئې بې د څه ابهامه ښکاره کړې ـ  د ژوند دغه حقيقي ترجمانۍ او عکاسۍ ته د ناول نوم ورکړے شو چې په قيصه ايز ادب کښې ئې قبوليت او مقبوليت تر لاسه کړو ـ 

ناول  په  فراخه فني  چوکاټ کښې  په  يو ځانګړي او خاص ترتيب کښې د وګړو د کشالو او معاملاتو يوه داسې اوږده نثري د تجسس نه ډکه جوړه کړې شوي قيصه وي چې ناول نګار د خپلې ژورې مشاهدې او تخليقي صلاحيت په زور جوړه کړي وي چې که يو خوا خپل خوند او رنګ لري نو بل خوا د ژوند د کندو کړمو د اصلاح په شعوري توګه په غير محسوس انداز کښې هڅه هم شوې وي ـ

ژبه  ئې زړۀ راښکونکي او د هنري جوړښت په ذريعه د انساني ژوند په پشپړه توګه د اظهار  يوه داسې هنداره وي کومه چې د حالاتو او ضرورت تر مخه په وجود کښې راغلې ده  يو کردار د پېدائش نه واخله تر مرګه پورې او نور خواؤ شا حالات او چاپېرچل او وګړي  پکښې په هر اړخيزه توګه ښکاري خو ولې د مافوق الفطرت مخلوق د ليدو کتو ګنجائيش پکښې نۀ وي ـ 

 داسې برېښي چې ناول د غير فطري واقعاتو او کردارونو نه په شعوري توګه بغاوت کړے دے[i] ـ او د حقيقي ژوند لمن ئې نيولې ده د دغه حقيقي ژوند مطلب هر ګز دغه نه وي چې ګنې په ناول کښې شوې قيصه،کردارونه او چاپېرچل دي هو بهو په ژوند کښې شوي وي بلکې مطلب ئې دا دے چې ژوند ته دې نزدې او منطقي وي ـ

د ناول  ميدان ډېر ارت وي هم د دغې ارتوالې په وجه په دې کښې د مختلفو ادبي صنفونو کړه وړه په نظر راځي  که يو خوا قصه ده نو بل خوا د  کردارونو او مکالمو په وجه د ډرامې رنګ هم لري او په نثر کښې ئې د شاعرانه احساساتو اظهار هم وي  چې د ژبې او د ذهن د ارتقاء سبب ګرځي ځکه نو زيات لوستونکي پيدا کوي

په بنيادي توګه ناول  د ژوند يوه حقيقي قيصه وي چې په  منطقي ترتيب سره د کردارونو په ذريعه په يو خاص ماحول او چاپېرچل کښې  د    توازن او  سسپنس  سره د عروج او زوال په پوړو راتېره شوي وي  چې ليکونکي پکښې خپل غرض او مقصد په زړه راښکونکي انداز وړاندې کړي وي ـ

 په قيصه ايز ادب کښې ناول د يو نوي ،حيرانونکي او عجيبه څيز په توګه متعرف شوے دے چې د انګرېزۍ نه د اردو په لار پښتو ته را رسېدلے دے او دا څه نوي خبره نۀ ده هره ژبه د بلې ژبې نه مختلف علمونه ترجمه کوي او  خپله علمي پنګه پرې درنوي ـ ناول يو افاقي صنف  دے ځکه نو هرې ژبې ته ارو مرو د بلي ژبې نه د ترجمې په ذريعه رسېدلے دے د ترجمې د اهميت نه انکار نشي کېدے ځکه چې هم د دې په سوب ډېر علمونه او صنفونه وده مومي  او  که مونږ په پښتو کښې د ناول د ودې او ارتقاء ذکر کوؤ نو په وړومبي ځل د ناول راتګ پښتو ته هم  د اردو نه د ترجمې په شکل کښې شوے دے  کله چې په کال اتلس سوه يو کم اويا (۱۸۶۹)  او په کال اتلس سوه اووه اويا کښې (۱۸۷۷) کښې ډپټي نذير احمد بلترتيب مراته العروس او توبته النسوح وليکل او چاپ کړل نو هم دغه دواړه ناولونه معراته العروس د نقش نګين په نامه په کال (۱۸۷۶ء) کښې ميا حسيب ګل کاکاخېل ترجمه کړو او بيا په کال ( ۱۹۵۷ء) کښې  چاپ شو، توبته النصوح  ميا محمد يوسف کاکا خېل په پښتو کښې ترجمه کړو او په  (۱۹۰۵ء) کښې چاپ هم شو ـ

د پښتو طبعزاد ناول پېل راحت ذاخيلي د نتيجه عشق يا ماه روخي په نوم ۱۹۱۲ء کښې وکړو چې تقريباً درې لسيزې پس نورمجمد ترکۍ د بې تربيته زوي په نوم په پښتو کښې د ناول په ذخېره کښې اضافه وکړه ـ  بيا ۱۹۵۰ء کښې صاحبزاده ادريس د پېغله په نوم په فني حواله داسې يو معياري ناول رامېدان ته کړو چې اوس ئې هم د پښتو د ناولونو په لړ کښې سيال پېدا نۀ شو ـ په پښتو کښې د ناولونو پنګه بده نۀ ده مختلف ليکوال په مختلفو ځايونو کښې پېدا شوې دي ـ  متاسفانه ملاکنډ ايجنسي په دغه حواله د نورو سيمو نه وروسته ده ـ بايد چې دې اړخ ته په شعوري توګه پام ووشي او د پښتو ناول په حواله په دغه زغل کښې خپله برخه شامله کړي ـ

له  ښه مرغه محترم عبدالناصر شېخکوري په دغه ميدان کښې قدم ايښے دے او دا دے د

“د اناجنګ” په نوم ئې يو ناول منظر عام ته راغلے دے،کوم چې به زما په خيال د پنځوستو زرو لفظونو نه زيات وي هم دغه تعداد د ناول د ضخامت په حواله پوسټر ياد کړے دے ـ د ظاهري رغوڼې په حواله  ښه دے ـ د ناول د فني عناصرو په بنياد قيصه د ناول ضروري جز وي د دې ناول قيصه څه په دې ډول ده ـ

قيصه:  د انا په جنګ کښې قيصه داسې وي چې دوه هلکان امجد او اکبر ډاکټري وکړي ډاکټر امجد د شمې اداکارې سره د پلار جمال شاه او مور پري جان د مخالفت باوجود واده وکړي او بيا شمع د فلمي دنيا له وجې پرېږدي او د تره د لور سره واده وکړي او ډاکټر اکبر د  جمال شاه دهقان زوے وي ـ  هغه له د ملک شاه زمان د لور تپوس وکړي خو هغوي ئې ور نۀ کړي او ملک شاه زمان خپله لور زرغونه خپل وراره جاويد خان له ورکړي ـ ډاکټر اکبر د خپل ملګري ډاکټر امجد د پرېښود ښځې شمعې د  زوي جميل د هغې د مرګ نه پس هم د هغې د خواهش مطابق د هغه تربيت ته ملا وتړي او تقريباً پنځه وېشت کاله چاته دا پته نۀ وي چې جميل د ډاکټر امجد زوے دے ـ نديم د ډاکټر امجد د دوېمې ښځې زوے وي ـ جميل او نديم خپلو کښې دوستان شي او مېډيکل وکړي ـ نديم ادا کار شي او د حسينه  اداکاري سره ئې تين تار جوړ شي او د ډاکټر جميل خپله کلاس فېلو صائمه خوښه وي خو د ملک شاه زمان نمسۍ وي ځکه نو ډاکټر اکبر د دې راز نه پرده پورته کړي چې ډاکټر جميل د هغه نه بلکې د ډاکټر امجد زوے دے په دې خبره ډاکټر جميل د خپل پلار امجد نه انتقام اخلي او د ډاکټر نديم واده  چې پلار ئې پرې رضا نۀ وي په خپل کور کښې راجوړوي خو بيا د ډېر منت زارو نه پس پلار معاف کوي او هم په دغه وخت کښې جاوېد خان د صائمه پلار راځي او د جميل د واده په حواله ښا کوي خو شرط دا ږدي چې جميل او صائيمه به د ډاکټر اکبر سره پاتي کېږي ـ

دا خو  په ساده لفظونو کښې د غې ګنجلکې قيصې خلاصه يا نچوړ وو اوس دا قيصه د پلاټ په هنداره کښې د کتلو نه وړانډې د پلاټ د تعريف په حواله مختصر مونږ داسې وئيلے شو/

پلاټ د انګرېزۍ ژبې لفظ دے چې مطلب ترې د يو داسې ترتيب او جوړښت وي چې ليکوال پکښې قيصه رانغاړي د قيصې دغه ربط او جوړښت چې کله په داسې انداز وي چې د يوې واقعې او بلې واقعې يا خبرې ترمنځه يو منطقي وجه او سبب په داسې انداز وړاندې شي چې عقل ئې ومني ـ  دغې ربط او ترتيب ته پلاټ وئيلے شي چونکې پلاټ د يو ليکوال ذهني ترتيب وي او دا په هغه منحصره وي چي هغه د قيصې اغاز،لاندے برے  او تکميل څه رنګ کوي او خپل نقطه نظر څنګه وړاندې کوي، که هغه په دغه مقصد کښې په سمه توګه کاميابېږي نو د دې مطلب به دا وي چې ليکوال قيصې له غوره تر تيب ورکړے دے ـ زما په خيال پلاټ د قيصې سنګار شوے شکل وي ـ 

او که مونږ د اناجنګ  په دغه حواله ګورو نو دا ناول څو واقعات لري دغه واقعات په ډېر هنر او منطقي ترتيب سره يو ځائے شوي دي چې د ډېر زيات سسپنس او تجسوس سره سره يو ګونجلک پلاټ ترې ساز شوے دے خو د واقعياتو د ډېر والي او د راؤنډ يعني متحرک کردارونو د ډېر والي په وجه د دې ناول په پلاټ کښې ځائے په ځائے جول او بې توکي راغلې ده ـ په يو ناول کښې دومره ګڼ  متحرک کردارونه نۀ وي پکار ځکه چې نۀ خو د هر کردار پوره ژوند بيانېدے شي او نۀ لېکوال هر يو په سمه توګه سرته رسولے شي ـ او کۀ مونږ د ناول د قيصې پلاټ ته پام کوؤ څو کمزرۍ داسې دي چې زۀ ورته دلته اشاره کوؤم ـ

  • چې کله امجد د شمعې سره ملاقات کوي نو امجد د مېډيکل د اخرني کال طالبعلم وي شمع ورته وائي يعني ته ډاکټر صېب ئې نو  امجد ورته وائې ” جي انشاءالله د مستقبل ډاکټر يم”

په دې پسې سمدست پس ښاغلے ناولنګار وائي ـ

“او د مستقبل ډاکټر نن په رښتيا ډاکټر وو په دې مېنځ کښې پنځه کله تېر شوې وو امجد په سرجرۍ کښې سپېشلائزېشن کړے وو” ـ  

خو په دوېم پيرګراف کښې  ښاغلے ناولنګار بيا په شا ځي او وائي  ” پوره پنځه کاله په کالج کښې تېر شول هغه ورځ هم راغله چې امجد او اکبر د يو بل نه جدا کېدل د هغوي فائنل امتحان ووشو”  په تېر پېرګراف کښې امجد د انګلېنډ نه سپېشلائزېشن هم کړے وي  نو واپس مېډيکل کالج ته او طالبعلمۍ دور  په تلو ناولنګار هيڅ منطق سبب او وجه نۀ ده وړاندې کړي ـ پکار وه چې واپس نۀ وے تلے او کۀ تلو نو څه وجه خو ئې وړاندې کړې وې ـ

  • جمال شاه اول د ملک شاه زمان د لور تپوس له د وېري نۀ ځي او بيا دومره زړۀ ور شي چې د حجرې په ځائے ئې په کور ننوځي نو ملک شاه زمان خپلې مزدورې ته وائي

“څۀ مطلب اوس به د ملک شاه زمان کورته پردي سړي راننوځي ورشه او جمالي ته ووايه چې تۀ حجرې ته ځه او ښځه ئې دلته راوله”  بل ملک شاه زمان ښځونک وي پکار وه چې ښځې ئې خبرې کولې خو بې وجې کورناست وي بايد چې ناولنګار ملک له د حجرې په ځائے په کور کښې پريوتو له د اخون نساء رګ وهلو يا بلې څۀ بيمارۍ بهانه کتلې وې ـ

  • په مخ ۳۰ يوځل بيا ناولنګار هغه خبره کوي چې” پنځه کاله تېر شول امجد سپېشلائزشن کړے وو او په مېډېکل کالج کښې اسسټنټ پروفېسر وو” دلته يو ځل بيا د پنځوؤ کالو تېرېدو ضرورت نۀ محض داسې به هم پوره وو چې هغه او په مېډيکل کالج کښې اسسټنټ پروفيسر وو ـ
  • په اخبارونو کښې د امجد او د شمعې د مينې قيصې چې خورې شي نو د امجد پلار سرګند خان غصه او مور ئې خفه وي ـ  دا خبره هم ذهن ته سمه نۀ پرېوځې چې امجد خو عام نوم دے او په دې نوم بلها ډاکټران کېدے شي بايد چې دې له هم ناولنګار مناسب سبب لټولے وې ځکه چې دلته د مخې سره سور ږيرے شاه ګل دے ـ
  • شمع د واده نه پس د نورو فلمونو معاهدې نۀ کوي په ناول کښې خو داسې ذکر نشته چې دا فلمونه د کومې ژبې وو البته ماحول پښتنې دے نو کۀ دا فلمونه د پښتو وي نو د پښتو فلمونه خو د يو اختر نه بل اختر ته وختي تيار شوي وي ـ  البته دا د دوي د کور ورانېدو د پاره  يو ښه سبب دے ـ
  • په مخ ۴۷ د ډاکټر امجد په حقله ناولنګار وائې “اوس ورته مور پلار يادېدل او يوه ورځ د هغه زړۀ صبر نۀ شو او نېغ کلي ته لاړو، سرګند خان او ګل مينه د امجد غم خوړلي وو دا يو کال څنګه تېر شو د دې نه يا خدائے خبر وو يا هغوي دواړه” ـ د دې خبرو نه داسې معلومېږي چې امجد کورته ورسېدو خو بيا په بل پيرګراف کښې ښاغلے ناولنګار د سرګند خان په حواله وائي ـ  ” په کال کښې هغې بې غېرته زمونږ هډو خبر وا نۀ خستو مونږ ورته هډو ياد نۀ شو”
  • شمعې ته ښۀ د مخکښې نه پته وي چې فلمي دنيا واله د دې کور ورانوي او هسې ټال مټول کوي خو د دې سره بيا هم د معاهدو او د هغوي د کروړونو روپو د خرچو غم وي بايد چې دا داسې وې چې شمعې ته دا پته نه وې چې ګنې دوي قصداً عمداً زما کور ورانوي او چې هغه د فلمي دنيا اباد ساتلو دومره غم  کوي نو بيا خو ډاکټر امجد ګرم نۀ دے چې هغه ئې پرېښوده او بيا د هغه د پرېښودو نه پس يو دم په يوه مياشت کښې ټول فلمونه سرته رسي ـ  دا خبري هم ذهن ته سمې نۀ پرېوځي ـ
  • د شمعې او ډاکټر امجد هر خبر د اخبار شا سرخي وي خو د واده ئې پوره کال ووشي او خبار واله ئې د بچو مچو په حواله هيڅ تپوس نۀ کوي پکار خو وه چې د شمعې په هسپتال د ټسټونو رزلټ اول صحافيانو له ورغلے وې او په سبا له د ښځو په ژبه کښې غټه سرخې وې  چې شمع ښۀ شوې ده  خو په دغه حواله مېډيا خاموش ده ـ
  • د ډاکټر اکبر يوه رشته پاتي کېدل خو عقل مني خو دا نورې رشتې ئې نه کېدل د عقل نه لري دي ځکه چې بنګله او عهده لري او د دې باوجود ئې ټول عمر خپل نغرے وران وي او د نورو نغرو ته سپېږمې لګوي ـ د دۀ کردار داسې بې واده پاتي کول يو منطق غوښتو چې ښاغلے ناولنګار په دغه حواله ناکامه پاتي شوے دے ـ
  • شمع د مرګ نه مخکښې يو خط ډاکټر اکبر ته ليکي په هغې کښې هغه ته وائي چې زما اولاد کۀ هلک وو او کۀ جينۍ وه پالنه ئې ستا په غاړه ده خو چې وروسته ئې زوے نديم خط پرانېزي نو داسې ښکاري چې شمع پکښې زوي ته مخاطب وي د ناولنګار نه بيا هېر وي چې مور ته ئې پته نشته چې دا به  هلک وي کۀ جينۍ ـ
  • فلمساز څنګه نېغ د ډاکټر نديم پسې راځي او په ډرامه کښې ئې د مرکزي کردار په توګه اخلي بايد چې ناولنګار خو ورله د ټک ټاک يا بل څه وېډيو وائرل کېدو بهانه جوړه کړې وې ـ
  • ډاکټر اکبر، جاويد خان له کلونه مخکښې وينه ورکړي وي او په رګونو کښې ئې اوس هم چلن کوي د طبي اصولو مطابق ۱۲۰ ورځي پس وينه بدله شوې وي د چلن په ځائے د هغه نيکي ياده ساتل پکار وو ـ
  • پينځه وېشت کاله ډاکټر امجد او ډاکټر جميل د يو بل نه ناخبره وو چې ګنې مونږ پلار او زوے يو دا خبره څنګ اخبارونو نۀ وه راخستې چې د جميل په پېدائش کښې د هغه مور شمع مړه وه د هغې د زوي دا خبره مغلوبه ساتل هم څۀ خاص سبب نۀ لري ـ ځکه چې د شمعې په حواله به د هرې خبرې نۀ اخبارونه ډک وو، او بيا د هغه د زوي په حواله هيڅ ذکر نۀ کېدل هم سواليه نخښه ده بل دا چې په دې دومره وخت کښې دۀ ته چا دومره هم نۀ وې چې ډاکټر اکبر واده نۀ دے کړے نو تۀ د کوم ځائے نه راغلے او مور دې څوک ده او څۀ شوه ـ
  • شپږ وېشت کاله پس ډاکټر امجد په کټ کښې اوړي را اوړي او چې ايله سترګې ئې پټېږي نو شمع ورته نېغه ودرېږي دا قسمه خبري هم عقل ته نۀ پرېوځي ـ

 خو بيا هم د دې مذکوره خاميو او خوبيو باوجود د دې ناول قيصې له په ډېرو ځايونو کښې ډېر منطقي ترتيب ورکړے شوے دے او داسې ګنجلک پلاټ د هر ناول نګار د وس کار نۀ وي د پروف او املاء د غلطو او خاموباوجود دا يو ښۀ ناول دے ـ

[i]  اعظم ،محمد اعظم ،ډاکټر، پښتو ادب کښې کردارناګري، پښتو اکېدمي پېښور يونيورسټي ۱۹۹۳، مخ، ۳۶ ـ

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ