0

د “تنقید عقل محض ” پیژندګلو (دويمه برخه)

1_ Of the difference between pure and empirical knowledge

کانټ د انټروډکشن په اولنۍ حصه کښې د پیور/سوچه او تجرباتی علم تر مینځه فرق رامخې ته کوې او تجربه/ ایکسپیرینس ته یوه لاره جوړوی
کانټ وایی ” په دې کښې شک نشته چې زمونږ د ټولو علمونو ابتدا د تجربې نه کیږی خو ددې خبرې به دا مطلب نه وې چې زمونږ د ټولو علمونو ماخذ هم تجربه ده ځکه چې زمونږ تجرباتی علم مرکب هم کیدے شی د احساساتو او د ادراکی قوت د اضافې ۔۔۔ او ددې دواړو تر مینځه په فرق کولو سره مونږ د علم اصل ماده پیژندلے شو
غرض دا مسٸله چې یو داسې علم هم کیدے شی چې په هغې کښې د تجربې بلکی د هیڅ یو حسی ادراک ګډون نه وې ؟ دا قسم علم به بدیهی/ apriori علم وی او د کوم علم ماخذ چې تجربه وې هغه به تجرباتې / aposteriori وې هغه apriori علم په کوم کښې چې د تجربې دخل وې هغه به impure apriori وې
دلته د بدیهی / apriori د پوره پیژندنې د پاره د نور وضاحت ضرورت دے مونږ به یې د مثال سره واضح کړو
” د مربع/square څلور اړخونه وې “
دلته مربع پیور apriori کنسیپټ دے ځکه چې دا مونږ د تجربې نه بغیر پیژندلے شو چې د څلورو یو شان اړخونو جیومیټریک شکل به مربع وې
” دلته “څلور اړخونه ” هم pure apriori کنسیپټ دے ځکه چې مونږ د حسابې تجربې څخه لاندې دا بغیر تجربی نه پیژنو
نو “مربع” او “څلور اړخونه” دوه جلا جلا pure apriori دې
خو دا خبره چې د ” مربع څلور اړخونه دې ” کله هم pure apriori علم نه دے بلکی دا impure apriori علم دے ځکه چې دا کامله تجرباتی خبره ده ( د بدیهی او تجرباتی علم تعریف یاد ساتۍ ) ځکه دلته مونږ خپل جیومیټریکل انډرسټینډنګ مادې نړۍ ته ایپلایی کړو
د نور وضاحت د پاره وس د impure apriori په اړه د کانټ مثال له راځو
کانټ وایې چې خلک اکثر هغه علم چې د تجربی نه یی اخذ کړے وی بدیهی علم ګڼې لکه مثال په توګه که یو سړے د خپل کور بنیادونه را اوکنې نو خلک وایې چې دا خبره ده ته بدیهی طور معلومه وه چې دده کور را غورځیدلو یعنی ده ته د خپل کور د راغورځیدلو د انتظار ضرورت نه وو چې خپل کور واقعې په زمکه پروت وینې خو که لګ غور وکړو دې سړې ته دا خبره په بدیهی/ apriori توګه بلکل نه وه معلومه ۔۔ چی د سپورټ د لرې کولو نه پس به کور راغورځیږی نو دا ده په تجرباتی توګه پیژندله
له دې وجې نه مونږ به خالص بدیهی/apriori علم هغې ته وایو چې د یوې مخصوصې تجربې څخه نه بلکی د مطلق تجربی نه ازاد وې چی د هیڅ قسم تجربی دخل پکښې نه وې او ددې پر ضد تجرباتی/aposteriori علم دے چی د تجربې په ذریعه یې مونږ حاصلولے شو
په apriori علم کښې هغه علم چې د تجربې پکښې بیخی دخل نه وی هغه به pure apriori وې د نور وضاحت د پاره د کانټ خپل مثال راخلو
دا قضیه چې ” every change has a cause ” کله هم pure apriori علم نه دے ځکه چې change هغه تصور دے چې مونږ د تجربی نه اخذ کړے وې

جاری ۔۔۔۔۔۔۔۔

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ