da-bazi-shayerano-tadless 0

د بعضې شاعرانو تدلیس

ډېر ادیبان او شاعران که د ابلیس د ظاهري فریبونو څخه بچ وي نو په داسې شاعرانو بیا ابلیس پټ او مخفي وارونه کوي. کوم ادیبان او شاعران چې د مزاحمت په نوم په دیني شعائرو وار کوي نو دوي د نورو خلکو د داد په تدلیسونو قناعت وکړي او د ځان خوښۍ له امله هلاک شي.

د امام کرخيؒ شاګرد سري سقطيؒ وئیلې دي: که چرې یو کَس داسې باغ ته ور داخل شي چې په کښې د الله تعالی لخوا پیدا شوي هره وُنه موجود وي او بیا په دغه وُنو کښې د هر نوع مارغان وي چې الله تعالی پیدا کړی دي او دا سړے د هر مارغۀ په ژبه پوهېږي او ورسره خبرې کولې شي او دغه مارغان دغې سړي ته ووائي چې: “اے د الله ولي! په تا دې سلامتيا وي”، او له دې سره دا سړے په دې خبره په خپل زړۀ کښې قانع او مطمئن شي نو دې هلاک شو او د دغې مارغانو په ولقه کښې مقيّد شو .

اوسني شاعران دومره بې لګامه شوي دي چې د مزاحمت په نوم د ربّ کائنات، خالقِ ارض و سمٰوٰت په ذات هم اعتراضونه کوي. زۀ د مبتدي شاعرانو نه تر دې دمه د ټولو شاعرانو د شعرونو د تحلیل استعداد لرم چې دا ثابت کړم چې څنګه ئې کفریه اشعار د مزاحمت په نوم لیکلي دي او بیا د دې دور کذابو نقادانو/شارحینو ورله د تدلیس په نوم څنګه تعبیرات راویستي دي. ابلیس بعضې شاعرانو ته دا باور ورکوي چې دوي د ادب اهل دي او دوي ته د ذکاوت او فطانت له مخې داسې ځانګړے مقام ورکړلې شوے دے چې نورو ته نۀ نصیب کېږي. بیا دوي ته دا یقین هم ورکوي چې هغه ذات چې دوي ته ئې دا ځانګړتیا ورکړې ده، د دوي دغه لغزشونه به معاف کړي. دوي په دیني شعائرو، بهتانونو او د اعتراضاتو په رېکزارونو کښې سرګردانه ګرځي. دغسې چې کله زمونږ نقاد د دوي د فن تحلیل او ستائینه کوي، نو د هغه د هجو یا مخالفه بیانیې نه د وېرې په اساس د دوي د کلامونو داسې تعبیرات راوباسي چې د شرابو نه شربت جوړ کړي . اوس اوس یو عالم مولانا یوسف بونیري صاحب د غني خان بابا د یو نظم د حدیث سره موازنه کوله او د زجر او وعید په حقله ئې د کراهت اظهار کوو.

لکه څنګه چې د الله تعالیٰ د رحمت او نعمت هیڅ حد نشته، دغسې د الله تعالیٰ غضب او قهر هم هیڅ حد نۀ لري. زجر او وعید هم د قهار او جبار د جلال او قهر مظاهر دي. په عقیده او عقیدت کښې باید تفاوت وشي .

فرق په عقیده او عقیدت کښې شته
ورانې بې ادبو هديرې کړلې

(ډاکټر علي خيل دریاب)

‎‎د مبالغې او مغالطو نه پاکې خبرې یوازې په تصور کښې راتللې شي. عقل د انسان په حق کښې د هغه د خوښۍ د پاره جوازونه لټوي. هغه معتدل خبرې چې قرآن ورته “قول سَدید” وائي، د دې عملي تطبیق د منطق نه ماسواء ممکن نۀ وي. منطق د یوې خبرې د صداقت د ارزونې لپاره معیارونه وړاندې کوي. په مباحثو کښې قولِ سدید د خبرې نتیجې ته په رسیدلو کښې معاونت کوي. بحث یوازې هغه وخت رامینځته کېږي کله چې د یوې مفکورې په اړه دوۀ متضاد یا مختلف نظریات وړاندې کېږي. زمونږ په مفکورو کښې زمونږ مثبت/منفي احساسات هم کله کله، په دلائلو کښې شامل شي او دغسې د بحث قضیې لا نورې ستونزمنې شي. په دې وجه ارسطو به وئیل چې منطق یوه داسې وسیله ده چې قضیات ارزوي او په دې کښې موجوده ګمراه تفکر ات ردوي. لکه په نني دور کښې په اسلام باندې حملې ابیوسیو سټیټمنټ وي چې د مُلیانو په ردّ عمل کښې د مزاحمت په نوم شاعران کوي لکه د مثال په توګه : “عمران مونځ نۀ کوي خو د الله تعالیٰ د وجود په حقله قوي استدلال لري او په دغه موضوعاتو د ملحدینو ردّ کوي؟” په دې بیانیه کښې د عمران جمات ته نۀ تلل جدا عمل دے او د الله تعالیٰ د وجود په حقله د عمران ټینګار جدا عمل دے. د دې دواړو قضیو تر مينځ اړیکه جوړول او د اولُ الذکر قضيې په اساس په دويمې قضيې نیوکې کول په منطقي توګه مغالطه وي. دغسې نتائج پیش کوونکي ملعون ګڼلې کېږي. په بحث کښې فریقین چې کله د شخصي کیفیاتو په اغیز کښې نتائج اخذ کوي نو عمومًا د بحث هدف هير کړي.

منم شوخي د شعر ښکلا ده خو بس دومره ده چې
څۀ دې پښتو ته څۀ اسلام ته سړے فکر وکړي

(صاحب شاه مومند)

که د دې کليې په اساس څوک زما د دې لیک رد هم کوي نو دا به غېر منطقي رد وي ځکه چې دین او دیني شعائر په خپل ذات کښې کامل مسلّمات لري او په دې مسلّماتو باندې په شعرونو کښې جزئي نیوکې هم مضموم وي.

خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ