0

د مندرسې مونځ

د مندرسې ژوند هم ېوه بله نړۍ وي د ټولې نړۍ ژوند په ېو ډګر خو د مندرسې ژوند خپل ېو کتاب وي که مندرسه اصلاحات د عصری حقيقتونو په رڼا کښې اوشي د مندرسې نه د سیاسي او رياستي ګټو په ځائې په سهي مانا کښی علمي او د ټولنيز خېر ښېګړې کار واغيستل شي نو ممکن ده چې دغه مندرسې د ټولنې په جوړولو کښی ډېر رول اولري مندرسه د قام د حافظې ويستل لوېه الميه ده په مندرسه کښی هم ددې قام بچي وي خو ستونزه رياستي طبقاتي نظام تعليم او د ریاست سيکيورټي ساخت جوړه کړې د ټولې اسلامي نړۍ دننه مندرسې ېو ډېر مثبت کردار لري ځکه چې هلته رياست خپل د خپل قام سره مخلص وي او خپل کار پېژني .
ډاکټر سميع الدين ارمان صاب چې ديني زدکړې د کراچۍ جامعة الرشيد او عصري زده کړې د امریکا کړي پخپل کتاب ، مندرسه او امريکا ، کښې ليکي ! په مندرسه کښی په ګران کارونو کښی ېو د سبائي مانځه ته په وخت پاڅېدل وو خو ددې نه ګران کار به مانځه ته د پاڅولو طريقه وه مانځه ته په پاڅولو په مونږ باندې د ېو قاري صاب ذمه واري وه. ( زمونږ د چترال ېو استاذ وو مولانا عبد الله صاب ډېر ګپ شپي انسان وو هغه به کله په ګپ کښی وائل مولان قاريان د بېلمانځتوب په ارمان وي چې کله به داسې وخت وي چې د مونځ غږ راپسې نه وي )
ډاکټر ارمان صاب وائي!
سبائي د وخته به قاري صاب په دروازه راباندې کړه د دروازی خلاصولو سره سمدستي به ئې د کوټۍ باتۍ اولږوله د چارسدې ېو مرګري ورته څو ځل اووئل چې قاري صاب دا ور ډبول پوره دي دا باتۍ سمدستي مه لږوه! زمونږ حيا مه اخله خو قاري صاب پدی خبرو نه پوهېدو.
مونږ د مندرسې په دوېم منزل اوسېدو ېو ورځ چې قاري صاب په ور بېا راباندې کړه باتۍ بلوله د چارسدې هغه مرګري پې ورمنډه کړه او د چنغړک نه ئې کلک اونيوو وائل ددې چهت نه دې لاندې ګوزارم ته خو هډول په خبره نه پوهېږې.
لانجه جوړه شوه قاري صاب وائل ستاسې داخله به ختمومه جرګی پکښی اوشوې د مندرسې منتظم اعلی زمونږ په اړخ به اودرېدو دلته ئې هم زمونږ پلوي اوکړه د قاري صاب ډيوټي بدل شوه دغه د سبائي پاڅولو کار د کرک د لاچۍ او د مومندو ېو مرګری ته اوسپارل شو هغو ته لانجه مار مرګري مالوم وو ډېر په حکمت به ئې جګول.
د مروتو ېو مرګرې وو هغه چې کله دا حدیث اولوستو چې اې سفيانه! کم وخت چې دې سترګې اوغړېدې نو مونځ درباندې فرض شو مروت دغه حديث ېاد کړو او مجلس کښی به ئې وائلو چې زه د مونځ راويښېدو په نيت اوده کېږم چې څه وخت مې خدائې راويښ کړي هغه وخت به مونځ کوم تاسې د مېنځه ووځئ !
مولانا خانزېب…

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ