0

د محال او مُستبعد تدلیس

د “خلافِ عقل” اصطلاح د نوې تعلیم یافته لبرل، دهریه او د ملحدینو په ژبه ډېره عامه شوې ده چې د شریعت د ګڼو موضوعاتو په رد کښې ئې ښۀ په جرأت سره کاروي. دوئ د دې په حقیقت او مفهوم نۀ پوهېږي او نۀ ئې د استعمال په موقعیّت پوهېږي. کله چې د فرښتو او د پېریانو په حقله خبرې کېږي، نو دوئ سمدستي وائي چې دا خلافِ عقل خبرې دي.

په پخوانیو زمانو کښې تعلیم نۀ وۀ، خلک ساده او ناخبره وو، دوئ د خپلې کم علمۍ اظهار به هم کوو نو دوئ به د هر پوهه سړي خبره په اسانه منله ، مګر اوس په دې دور کښې علم د زمکې سر له راغلے دے چې د هر حقیقت په حقله پوښتنې کېږي نو اوس دقیانوسي خبرې نشي کېدے مګر ستونزه دا ده چې دغه دهریه خلک د ضد او انا له وجې حقیقت تسلیمولو ته تیار نۀ وي. د خلافِ عقل اؤ خلافِ عادت تر مينځ د زمکې آسمان فرق دے، مونږ د دې توضیح وړاندې کوو چې “محال” او “مُستبعد” دوۀ بیل کلمات دي. “محال” هغه څۀ ته وائي چې عقل ئې وجود نۀ مني، یعنې انسان ته دا غير منطقي یا خلافِ عقل ښکاري. “مُستبعد” هغه څۀ ته وائي چې عقل ئې واقعیت مني، مګر په سترګو لېدلې شوے نۀ وي، نو دا خلافِ عادت وي.

“محال” هیڅکله واقع کېدے نۀ شي ، مګر “مُستبعد” واقع کېدے شي. دا دهریه خلک د “تدلیس” ښکار شي چې کله دوئ خلافِ عادت ته خلافِ عقل وائي مثلاً که څوک ووائي چې مونږ په دې ځائ کښې ورځ او شپه دواړه په یو وخت کښې لېدلې ده نو د دوو ضدّينو (دوۀ مخالف شیان) یو ځائ کېدل په عقلي توګه ناممکن دي، نو باید دا خبره فورًا رد شي. دغسې په عمومي توګه د انسان قد و قامت تقریبًا شپږ یا اووۀ فُټه وي که چرې څوک دا اووائي چې آدم علیه السلام شپېتۀ ګزه وۀ نو دا به په فطري توګه د حیرت اؤ تعجب خبره خو وي مګر دا خلافِ عقل خبره نۀ ده. دغسې په محال څیزونو کښې د تجربو ضرورت وي مګر مُستبعد څيزونه د ذاتي مشاهدې غوښتنې کوي.

تدلیس د ابلیس نه ماخوذ
خیام یوسفزے

#تدليس_د_ابلیس

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ