Da mashomano Taral 0

د ماشومانو تړل

پۀ اورڼي او سېزنۍ کښې ماشومان تړل د پښتنو يوه روايتي طريقه ده – د دې عمل د ماشوم وجود ته فايده شته او نقصان ئې نشته – چونکه ماشوم پۀ وېخه لاس او پښې وهي او بې ارامه وي نو پۀ شپۀ ورځ کښې شپږ اتۀ ګنټې تړل ماشوم له سکون ورکوي – تاريخ وائي چې دا د مصريانو ايجاد دے – خو بيا پۀ هره منطقه کښې پکښې خپل بدلونونه شوي دي – دا طريقه د انګرېزانو نوې نسل هم خپله کړې ده – خو دوي ماشومان صرف پۀ نري کمبل کښې کلک را ونغاړي – او چينيانو داسې نرۍ کمبلې جوړې کړي دي – چې پۀ کر بنديږي –
زمونږ پۀ روايتي طريقه کښې د ماشومانو له پاره ميندې د نري تاريز ټوکي اوړني ګوري – د دې خپلې فائدې وي – بيا د تړلو چې کومه طريقه ده – لاسونه ئې نېغ وي – د سينې پۀ نيمه سيزني کلکه وي – پۀ خېټه او بره پتنانو سسته وي – او د پتنانو نه لاندې تر پښو کلکه وي – دا پۀ طبي لحاظ بالکل ټيک ده –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ