په مشــــرقي شــــاعرۍ کښــــې څــــلور مــــکتبونه ډېــــر مشــــهور دي او د څلــــورو واړو تخصــــیص پــــه فــــارسي شــــاعرۍ کښــــې شــــوے دے او لــــه فارســــي وروستــــه پــــه نــــوره مشرقي شاعري کښې دا مکتبونه خوارۀ شوي دي.
۱:په فارسي کښې تر ټولو پخوانۍ مکتب عربي مکتب دی،کله چې په ایران د عربو سياسي اثرات وشول نو په فارسي شاعرۍ هم تر ډېره عربي اثرات وشول چې زيات يې ژبني اثرات وو — د عربو توري فارسۍ ته ورغلل. د عــــربۍ د تــــورو او پــــېژندګلــــوۍ لــــه وجــــې یــــې عربــــي مــــکتب بــــولــــي. د فارسۍ رودکي او د هغه همعصرو دغه مکتب کښې شاعري کوله— پښتو کښې د دغه سبک پيروي نه ده شوې-
۲:له عربي مکتب وروسته دوهم مشهور مکتب خراساني مکتب دی،په دې مکتب کښې زیاته پاملرنه ساده ژبې ته شي، د دې په خاطر چې د موضوع او محتوا ابلاغ موثر وشي.
ټیــــنګار پــــه ابــــلاغ وو نــــو ځــــکه ســــاده ژبې تــــه ضــــرورت وو. دغه سبــــک او بيــــا مکــــتب هــــم د فارســــي غــــزل له ابتدائي دور سره تعلــــق لــــري. رودکي نه وروسته ځینو نورو شاعرانو یې پیروي کوله. پښتو کښې دغه سبک ته نزدې شاعري د اکبر زمينداوري په غزل او ترې وروسته شاعرۍ کښې ليدی شي–
۳: له خراساني وروسته عراقي سبک يا مکتب رامنځته شو، په دې مکتب کښې زیاته پاملرنه د موضوع او مفهوم پر ځای تکنیک ته وشوه، چې په غزل کښې باید تخــــیل،اســــتعارې،سمبــــولونه،تشبیــــهــــات،موسیــــقي او تغــــزل راشــــي او هدف یې د شاعر ممتاز ښکاره کیدل ؤ.
جــــامي،ســــعدي او حــــافظ غــــوندې لــــویو شاعــــرانو ئــې فارســــۍ کښــــې پــــیروي کــــړي ده.
حافظ د ښــــو موضــــوعــــاتو لــــکه اخــــلاقیات،انســــان دوستــــي او تصــــوف د راوړلــــو ترڅنــــګ د غــــزل تکنیــــک عــــروج ته رســــولی او دا سبــــک یې د تــــقلید قابــــل کــــړی. پښتو کښې دې سبک يا مکتب ته نزدې شاعري د رحمان بابا عبدالقادر خان خټک او څو نورو همعصرو ده–
تر دې وروسته هندي مکتب رامنځته شو چې زمونږ د بحث اصلي موضوع ده نو هغه باندې هسې هم تفیصلي خبره راځي.
د ګران طارق وزير سره زما مرکه—لږې تصحيح سره-
0