0

د قلم ياران ويښ دي

د تذکره نګارۍ تاريخ چې مونږ لړۍ کوؤ نو کۀ  په کره او پوره ډول تذکرې مونږ ته ډېرې کمې په نظر راځي خو بيا هم  د داسې تذکرو اثار ډېر د پخوا نه په نظر راځي چې مونږ ئې د تذکره نګارۍ په ارتقائي عمل کښې بنياد ګڼلے شو، چې پکښې د سليمان ماکو(” تذکره الاولياء” ۶۱۲ه) د محمد هوتک (“پټه خزانه”۱۱۴۱ه) د پروفېسر برنارډ ډورن  (A chrestomathy of the pushto or afghan language   د پښتو منتخبات۱۸۴۷)  د مېجر راورټي (“ګلشن روه” ۱۸۶۰ء) او  (selection from the poetry of the afghan  ” د افغانانو د شاعرۍ نه انتخاب” ۱۸۶۲ء ) د پادري تهامس پيټرک هيوز  (” کليد افغاني” ۱۸۷۲ء ) او د جيمز ډار ميسټېټر (” د پښتونخوا د شعر هار بهار” ۱۸۸۸ء) د يادونې وړ دي ـ

د تذکرو د دغه تاريخي شاليد نه پس دغه لړۍ ډېره اوږده ده ـ  تقريباً په هره سيمه کښې  يوه تذکره نيمه په نظر راځي چې يا خو چا په ذاتي توګه چاپ کړي وي او يا يو ادبي تنظيم په ګډه چاپ کړې وي ـ د تذکرو په حواله چې مونږ ذکر کوؤ نو د اله ډنډ ډهېرۍ ذکر به ارومرو کوؤ ځکه چې دا سيمه هم د ادبي تذکرو سره سره په نورو  ډېرو حوالو هم  شتمنه ده ـ

اله ډنډ ډهېرۍ د پښتنو په هغه سيمو کښې شمار ده د کومې چې په تاريخي حواله له ارزښت نه انکار نۀ شي کېدے ـ  د ځايونو په لحاظ ئې د باغ درې شهيدان په کوم کښې چې د محمود غزنوي د دور د جومات کتبه هم پېدا شوې ده  ـ دغسې د هاتي درې تخت  (کوم چې د هندوانو د عبادت يو ځائے ياواچ ټاور دے)  د ذکر وړ دے ـ  دغسې يو شمېر د اثار قديمه په حواله د زړې زمانې ابادۍ او ودانۍ هم موجود دي چې د لرغونوالي بېلګې دي ـ د دې نه علاوه د شخصياتو په حواله دا سيمه د يوسفزو د جد امجد ملک احمد خان بابا او چشتي اله داد استوګن ځائے او اخري آرام ځائے هم دے ـ

دا سيمه کۀ هر څو د تاريخ او سياست  په حواله روښانه ماضي او حال لري نو د ادب په حواله هم د سيالۍ وړ ده، ځکه چې دا سيمه د ادب په اسمان کښې څو داسې ستوري هم لري چې په لره بره پښتونخوا کښې پېژندلے شي او يو شمېر داسې شاعران اديبان شته چې په راروان وخت کښې به د پښتو په ادب کښې ځانله ځانګړي مقامونه پېدا کړي ـ

د نړۍ په کچ ادب هم لکه د ژوند د نورو مېدانونو په څير د تنظيمونو،ډلو پرو محتاجه وي ـ په پښتو ژبه او ادب کښې هم په مختلفو وختونو کښې ادبي تنظيمونه جوړ شوي دي چې کردار ئې د پښتو ژبې او ادب په وده کښې ډېر مهيم دے ـ ځکه چې دغې ادبي تنظيمونو په مختلفو وختونو کښې د ستائينې وړ غونډې،اجلاسونه او کانفرنسونه کړي دي او دغه سلسله جاري ده ـ ياران قلم پښتو ادبي ټولنه هم د پښتو په ادبي تنظيمونو کښې يو داسې تنظيم دے چې په لسيزو ئې د پښتو ژبې او ادب د خدمت په لړ کښې خپل د قدر وړ کردار لوبولے دے ـ په عمومي توګه په ادبي تنظيمونو اکثر بحراني کيفيتونه راځي چې په نتيجه کښې ئې د تنظيم ختمېدل وي ـ ياران قلم هم په مختلفو وختونو کښې د دغسې حالاتو نه تېر شوے دے، د خپل منځي اختلافاتو له وجې نور ادبي ټولنې او تنظيمونه په وجود کښې راغلي او ختم شوي دي يا غلي شوي دي خو د ياران قلم خوشبختي دا ده چې دا ادبي ټولنه بر قرار پاتي شوې ده ـ بايد چې په ادبي تنظيمونو کښې اختلاف رائے په اختلافاتو کښې بدل نۀ شي د هر چا د رائے احترام دې ووشي او کۀ په کشرانو کښې د مخکښې تګ توان وي نو پکار ده چې نۀ يواځي ورته لاره پرېښودې شي بلکې لاره دې ورته برابره هم شي ،ځکه چې په موجوده دور کښې نۀ خو څوک د چا لارې بندولې شي او نۀ څوک د چا مخه نيوې شي دا د ټيکنالوجۍ دور دے ـ  بغېر ډلې پرې يو کس کولے شي چې په ځانله سر تګ وکړي خو په اتفاق کښې برکت وي ـ

 زما په خيال د ياران قلم د مشرانو په دغه حواله رويه مثبت ځکه ده چې په ګڼ تعداد کښې کشران شاعران لري ـ  وخت په وخت ادبي پروګرامونه کوي ، کتابونه چاپ کوي او بيا ئې مخ کتنې هم کوي ـ  دغه شان د تذکرو په اهميت هم پوهېږي ځکه چې تذکره کښې د ګڼو شاعرانو معلومات،حالات او د شاعرۍ نمونې ځائے شوي وي او بله دا چې د کومو شاعرانو کتابونه  چاپ شوي نۀ وي نو هغوي د تذکرې د چاپ کولو په صورت کښې خوندي شي او د ادبي تاريخ په جولۍ کښې ځائے هم شي ـ

            دا د ياران قلم پښتو ادبي ټولنې دوېمه تذکره ده  چې تقريباً د دېرشو ښاغلو معلومات،د ژوند حالات او د شاعرانو د کلام نمونې هم درج دي ـ په وړومبۍ تذکره کښې چې ترې کومې کوتاهۍ او کمۍ شوې وې تر ډېره حده کوشش شوے دے چې هغه يو ځل بيا تکرار نۀ شي ځکه خو محترم محمد اقبال قبال دا ځل د دې تذکرې واګې په خپل سر اخستې دي او غوا ئې په ګڼو قصابانو کښې د مردارېدو نه بچ کړې ده ـ ما د تېرې تذکرې ذکر ځکه وکړو چې هغه تذکره څو داسې خامۍ لري چې د څېړنې په اصولو پوره نۀ خېژي  ـ

            د ياران قلم په دې موجوده تذکره کښې د يو شاعر اديب په مختصر، ولې کوټلې توګه د ژوند حالات خوندي شوي دي چې تر ډېره حده د ليکوال د ژوند او فن احاطه کوي او يو لوستونکے په لنډو ټکو کښې خبرېدے شي چې د يو ليکوال څومره ادبي کار او زيار دے ـ د نزدې علاقو خلکو ته خو هسې هم اندازه شته چې کوم شاعر اديب څوک دے څۀ کار کوي ادبي قد قامت ئې څومره دے خو پښتانۀ ډېر خواره واره پراته دي، هغوي له کۀ په لاس دا يو کتاب هم ورشي نو اندازه به ورته ووشي چې د اله ډنډ ډهېرۍ او بيا په خصوصي توګه د ياران قلم سره د تړلو شاعرانو ژوند او فن څنګه دے ـ  بل په عمومي ډول تذکرې د څېړنې په مېدان کښې يو څېړنکار ته په څېړنه کښې پوره لاس ورکوي نو د ياران قلم دا تذکره هم په دغه حواله د ستائنې جوګه ده ـ

            هر څو کۀ د دې تذکرې د شاعرانو د فن په حواله تبصره کول د محترم اقبال صيب د پاره ګرانه وه نو زما د پاره هم ګرانه ده ځکه چې په دې تذکره کښې د استاذانو شاعرانو نه واخله تر شاګردانو شاعرانو پورې  شامل دي ـ  د ډېرو ښاغلو کتابونه هم چاپ دي ـ  بله دا چې په عمومي ډول  په تذکره کښې انتخاب کلامونه وي او په يو څو انتخاب کلامونو رائے قائمول زما په خيال کله کله د حقيقت نه لرې هم کېدے شي خو بيا هم  په دې مجموعه کښې د يو کس نيم نه علاوه نور ټول شاعران دي  ـ  د يو لوئے رياضت نه راتېر شوي دي ـ د شاعرۍ نه علاوه په نثري بڼه هم خدمات لري  ـ  هسې  هم د اله ډنډ ډهېرۍ خاوره زرخېزه ده، ډېر تخليقي توان لري ـ  خپل جدا رنګ او اهنګ لري چې دغه مشتمل کلامونه ئې بېلګې  او د فن هندارې دي ـ

            لکه څنګه چې ما وړاندې ذکر وکړو چې د څو کلامونو په بنياد د چا په فن تبصره کول اسانه نۀ ده خو بيا هم داسې پرې راتېرېدل ګرانه هم ده ځکه نو زۀ هڅه کوؤم چې د دغه شاعرانو په شاعرۍ ځغلنده نظر واچوؤم ـ

 د ياران قلم په ملګرو کښې چې د اول ورځ نه تر ننه پورې کوم شاعر ته ډېر د احترام په نظرکتلے شي هغه محمد سعيد غمګين دے چې د ياران قلم په سرخېلانو کښې شامل دے ـ هر څو کۀ په دې تذکره کښې د هغۀ حمد او نعت شامل دے او د غزلونو نمونې نۀ لري خو چې څومره غزلې ئې منظر عام ته راغلي دي د فصاحت او بلاغت اعلیٰ نمونې دي ـ  فن او هنر پکښې د لوړ تخيل په زور په داسې انداز وړاندې شوے دے چې ځان ئې امر کړے دے خو له بده مرغه چې د کله نه محترم غمګين مجازي مينې او قلبي وارداتو ته شا کړي ده نو د فن کافره ښاپېرۍ ترې داسې خفه شوې ده چې بيا ئې ورسره د خدائے او د هغه د رسول په مينه کښې هم هيڅ مرسته نۀ ده کړي ـ

 بختيار صوبيدار په داسې عمر کښې شاعرۍ ته رادنګلې دي او د قلم د يارانو په قافله کښې شامل شوے دے چې په عام اولس کښې د خان ماما په نوم مشهور شوے وو ځکه نو د ماما کار هم  خدائے يادول او  پند و نصيحت او کوه او مۀ کوه وي ـ

د محمد سعيد غمګين او بختيار صوبېدار نه پس چې کوم نومونه راځي هغه برهان الدين برهان،محمد اقبال اقبال،خدائے بخښلے روئيدارحسرت، عبدالناصر شېخکورے او محمداقبال نسيم دي، څوک چې تر دې دمه د ياران قلم پښتو ادبي ټولنې په رارسولو کښې مهيم کردار لري ـ د ښاغلي برهان په  غزل کښې کۀ د درد د پاسه درد او د سوز د پاسه سوز نغمه ژن  دے  خو نۀ ترې پخپله خوند واخستو او نۀ ئې د فن دغه خواږۀ په لوستونکو پېرزو کړل بلکې د شاعرۍ لويه زخيره ئې چاپ ته په انتظار پرته ده ـ

 د اقبال په غزل کښې روايت او جدت څنګ په څنګ دے ـ د جانان او دوران دواړه غمونه پکښې په هنرکارۍ خوندي شوي دي ـ کتابونه ئې منظر عام ته راغلي ځکه نو زما تبصرې ته اړتيا نۀ لري ـ

 روئيدار حسرت  په شاعرۍ کښې د پختګۍ او ماهرۍ هڅې کړې دي ـ کتاب ئې د څال په نوم چاپ دے چې د فکر او فن  زور ئې ښکاره دے ـ  عبدالناصر شيخکورے  کۀ هر څو دلته د يو شاعر په حېث متعرف کېږي  خو زياته توجو ئې نثر طرف ته ده ـ د نثر له خاطره  ئې شاعرۍ ته په مخه ښۀ نۀ دي وئيلي په دغه حواله کۀ ئې پوره منظر عام ته نۀ ده راغلي خو په تول پوره ده ـ

دغه شان اقبال نسيم  زياتره د خپلو جذباتو او احساساتوڅرګندونه په غزل کښې کړي ده او د غزل په ناوي ئې خپله شوخي او مستي په خٰلاص مټ  شندلې ده ـ

  سيد فضل مولا خيال زما په خيال خپل علميت او لوسته د ځان سره ګور ته وړل غواړي او د سنجيده شاعرۍ سره سره د طنزو مزاح د شاعرۍ په حواله په خپله مرۍ غلے شوے دے بايد چې متحرک شي او پښتو ژبې ادب او د ياران قلم د نوو ملګرو په روزنه او ډاډګېرنه کښې مرسته وکړي ـ

 محمد حسېن اختر کۀ د ياران قلم په قافله کښې اوس اوس شامل شوے دے خو د چاربېتې په مېدان کښې قدم ايښودل ئې نېک شګون دے ـ ښاغلے جاوېد اسلام اسلامي هم د ياران قلم مستقل غړے دے چې شاعري ئې د خپل تخلص نه چاپېره نۀ چورلي بلکې په دغه جامه کښې د ښکلو نه چاپېره چورلي ـ  شاه حسېن شاه هم خپله ځواني لګيا دے په ياران قلم کښې زړوي ـ  شاعري ئې د شخصيت په شان سوچه او شېرينه ده ـ

 رحمت جان رحمت د ياران قلم په دې تذکره کښې يو داسې شاعر دے چې دوي ئې په هر ځائے کښې تذکره کوي او بايد چې  وياړ پرې هم ووشي زما په خيال په دې سيمه د ادب په حواله  رحمت جان رحمت لوئے رحمت دے هر څو کۀ په خپله ئې ژوند په زحمت دے ځکه خو ئې شاعري د يو مرکزې خيال او تهيم نه چاپېره چورلي او افاقي موضوعاتو ته ئې نۀ پرېږدي چې زۀ ئې لويه بد مرغي ګڼم ـ د حبيب الحسن سائل  شاعري هم د دې تذکرې برخه ده چې کلاسيکي طرز  ته نزدې او د جدت نه لرې ده ـ 

د راحت علي طوفان په شاعرۍ کښې کۀ يو خوا د دوران په حواله مزاحمت دے نو بل خوا پکښې د جانان غمونه هم سينګار شوي دي ـ د اصغر يوسفزي شاعري خوږه پسته روانه اسانه او مترنمه ده ـ دغه فنکاري کۀ يو خوا د ټولنې د نا هموارو عکاسي کوي نو د زړۀ اواز ئې پکښې ځائے کړے دے ـ دغه شان د رحيم الله لحاظ په شاعرۍ هم د خپل چاپېرچل عکسونه او رنګونه خواره دي چې په روايتي انداز ئې د فن په تار کښې بڼلي دي ـ عزير عاجز هم د خپلو احساساتو او جذباتو عکاسي په لنډ بحر کښې په بې ساختګۍ سره کوي ـ د نسيم الله ساګر په شاعرۍ کښې هم د خپل اپېرچل رنګونه او عکسونه راڼۀ او پاخه دي ـ

 د ياران قلم خوشبختي دا ده چې  نوے کل ئې د عصري علمونو په حواله لوستے دے چې په خصوصي توګه پکښې امير زېب عامر، ياسير الهام، وجدان يوسفزے،علي خېل ګلاب او عرفان الله طغيانے سر فهرست دي ـ دوي فراخه ادبي لوسته لري ځکه خو د عصري غوښتنو مطابق خپل ادبي غونډورے رغړوي ـ امير زېب عامر کوټلي تللي او پخه شاعري کوي ـ اکثر د فني تجربو په خاطر شنډي قافيې ډېر په هنر کارۍ لوشي چې بريالے پکښې په نظر راځي ـ  دغه شان ياسر الهام هم د فن په بارکيو پوهه زلمے شاعر دے چې په لنډ بحر کښې کۀ هر څو روايتي غزل ليکل اسان کار دے خو ښه غزل ليکل پکښې ګران کار دے خو ياسير الهام کۀ په دغه حواله کامياب دے د ادبي قد قامت نه علاوه ئې د ياران قلم ټولنې په روانې ساتلو کښې ئې کار او زيار د ستائيلو دے ـ وجدان يوسفزے هم د دغه قافلې ملګرے دے د مطالعې د فراختيا او کل وقتي ادبي بحثونو په ځائے  بې عمله روان ښکاري ـ  په شاعرۍ کښې ئې ناقراري، فرار، فلسفه جوته په نظر راځي ـ  عرفان الله طغيانے چابک، متحرک او لوستے ځوان دے کۀ ادبي لوسته ئې جاري وساتله نو په شاعرۍ کښې ئې خواږۀ برېښي او د غزل جولۍ ته ترې د ډېرو خوږو پېرزو کولوطمع کېدے شي ـ دغه حال د علي خېل ګلاب هم دے ولې چې د دوي ادبي تجربه او لوسته کمه ده خوتعليم يافته دے ځان به ډېر زر د ادب په اسمان وځلوي ـ د صدام ساده،ذيشان حېران او اصف احساس نېک مرغي هم دغه ده چې په وخت په يوه داسې ادبي ټولنه کښې شامل دي چې پکښې د هر عمر، هر سوچ او هر ادبي مېدان شاه سواران موجود دي د هغوي د تجربو نه به ګټې پورته کړي ـ

د ګرانو لوستونکو په خدمت کښې په دې تذکره کښې د شاملو شاعرانو په خدمت کښې يو يو شعر شعر عرض کول غواړم ـ

ستا صفت نۀ پوره کېږي عظيم ربه
تل ګواه په دې خبره قرآن ستا دے
غمګين

په قيامت کښې به دوزخ ته ورګزار شي
پردے حق په زور خوړل دا ښۀ کار نۀ دے
بختيار

زما په غم ما سره ژاړي کلک مئين دے په ما
خو چې لاس کله بر کېږي ما اول وژني
برهان

منزل ته رسېدل د همت ناکو خلقو کار دے
چې تګ کوي د هر قسمه حالاتو باوجود
اقبال

زما جنت جنت وطن دوزخ شو
اوسپکښې هيڅوک هم خندل نۀ کوي
شېخکورے

د دې نه بله خوشحالي به څۀ وي
چې په پښتنه دې مئين راشي
نسيم

هر زلمے د خپل تاريخ،تهذيب دښمن دے
هره پېغله مو په دې باندې راځي ده
خيال

نن د سپينې جامې غلۀ چې نصيحت کړي
څوک په غلو باندې به څه وکړي  اعتبار
اختر

څوک شته چې مې د حال پرسان د دې ښکلو نه وکړي
چې ولې د غمونو جزيرو ته مې راکاږي
اسلامي

ستانه په تلو د سرو په شان شي هغه
چې تاله څوک هم راځي خاورې ايرې
شاه

پرېښودے مې په يو حال کښې روزګار د مينې نۀ دے
بنګړي به مې د ډزو په يلغار کښې خرڅول
رحمت

لۀ سينې وتې ه ښکار د آهو چشمو
لا راغلے بېرته نۀ دے نادان کښېوت
سائل

قربان دې شم نشه نشه خمار خمار ځوانۍ ته
ټالۍ ټالۍ دې تېره کړه بد مسته زندګي
طوفان

ائينه زما د خوي او د زړۀ دا ده
لکه لاسکے د شيشې وي تبرګي کښې
عامر

بچيه په قلم کښې او په بم کښې فرق دا دے
قلم به دې ژوندے ساتي بمونه سړے خوري
لحاظ

مونږ به اوس ورک شوي وو ګمنام به وو
مونږ کۀ د پښتو لمنې نۀ نيوې
اصغر

پښتنو له امن ګرانه
د انځر د ګل په شان دے
عاجز

په ما خو هر کار ته لړمي راځي
ستا د زړۀ ستړي انتظار نه بغېر
الهام

په يو نظر کتو دې زما زړۀ کړو کرښې کرښې
ستا سترګو کښې هنر پروت د کولال دے لېونۍ
ساګر

لکه مڼه د ونې زمکې ځان ته را نۀ کښلم
چې د نُور څاڅکے ووم اسمان ته رسېدلے يمه
وجدان

د محبت په ورکو لارو درنه ورک چې نۀ شم
زما د پښو خاپونه ګوره او راځه په لاره
طغيانے

خبره دا نۀ ده چې ژوند تېر کړي څوک
خبره دا ده چې خبر شي سړے
ګلاب

مانه قلار شئ چې دمه شم پکښې
په خپله خاوره کښې سکون دے کنه
ساده

چې پشې شا يو نۀ مړېږو د يو بل په وينو
چې مخامخ شو نو يو بل ته خنداګانې کوؤ
حېران

ستا کومې کومې نا روا ته مو روا ونۀ وې
بيا هم په زړۀ کافره ياره تاتۀ نۀ ښۀ کېږو
احساس

په اخره کښې زۀ د محترم اقبال صېب نه دغه طمع هم لرم چې په راروان وخت کښې به د تذکرې په حواله د ياران قلم د حدودو نه رابهر شي او د اله ډنډ ډهېرۍ په کچ به هم دغسې يوه ضخيمه تذکره چاپ کړي چې په هغې کښې به مړۀ ژوندي، خپل او پردي ټول شامل شي او پښتونخوا ته به د اله ډنډ ډهېرۍ اصلي ادبي څهره وړاندې شي ـ او په دې موجوده کار او زيار اقبال صېب او د هغه سره نورو همکارو له ډېر زيات داد او ډاډ ورکوؤم توانونه ئې زيات شه ـ

                                                                        ډاکټر سمندر يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ