0

د شاتو مچۍ او زمونږ پېداروي کلتور

20مئي د شاتو د مچۍ نړۍ والا ورځ
د اقلیمي بدلون له کبله د شاتو مچۍ هم د ستونزو سره مخ ده په کاروباري توګه شات توليد کوؤنکي د بکسې دننه مچۍ ته تودوښه شپږ دېرش درجې ته د رسېدو له امله د ژوند د فنا سؤال پېښ دې ورسره په لوئي کچ د څنګل او بوټو رېبل هم ددې خواري کښ حېوان په وړاندې ستره ننګونه ده.
د پښتونخوا خاوره د زرګونو کالو نه خوندور شات پېدا کوي په نړې والا توګه چې کمې څېړنې شوي نو په نړې کښې شات څه د پينځلس زره کاله نه پېدا کېږي او خوړل شي سوچه شات کله هم نه خراپېږي په مصر کښې د فرغونانو د مړو ممو سره څه درې زره کاله پخواني شات روتي وو رنګ ئې لږ تغير شوې وو خو خوند ئې ښه سم وو قرآن کښې شاتو ته خدائې شفا وائلې او ېو پوره سورت د ،نحل ،شاتو مچۍ په نوم ېاد شوې.
پښتانه د شاتو په شکل ځانکړی صنعت لري خو د ېو څيز برانډ کول پېکنګ کول د اوس عصر د مارکيټ لوازمات دي دغه راز تر د يورپ نړۍ وال مارکيټ پورې خپل پېداوار رسول هم د رياستي مرستو د نشت والي له کبله د ستونزو سره مخ دي.
د انسان د ټولنيز ارتقا په ړومبي وخت کښې شات په ځنګلو کښې بېا کورنو ته او په اوس وخت کښې د ېو نړې وال پرمخ تللي صنعت په توګه په ګرځينده بکسو کښې پېدا کېږي.
په لويديځ هېوادنو کښې د شاتو صنعت ته ډېره پام لرنه کول شي خو دلته د حکومت له خؤا هيڅ کمه مرسته نه وي.
د پښتونخوا په خاوره هم د زمانو نه د نړې خوندور شات په غرونو کورنو او اوس په بکسو کښې پېدا کېږي پخوا به په کورنو کښې مچۍ ساتل شوې خو څه د خلکو شوق کم شو څه د غرونو ځنګلې په کمیدو شوې جنګونه او د بارودو لوږي ئې دپاسه دي د موسمونو بدلون او د بارانونو کمي دغه پېداروي کلتور ته ډېر زېان رسولې. اوس هم د غرونو د او د هوارې د ډېرو سیمو په کورونو کښی مچۍ ساتل ممکن دي خو لږ ځان کړول غواړي.
د پښتونخوا وطن اوبه او هوا خدائې داسې غوره جوړه کړې چې د نړۍ په سر څه دولس ډؤله خوندور شات ددې جغرافئې په اونو او د غرونو په ځنګلو کښې پېدا کېږي. د کريچي او بېرۍ د شاتو په نړۍ کښې ميثال نشته.
نن سبا د ډېر څه سره د شاتو مچۍ هم د ېو صنعت شکل اختېار کړې موجود وخت کښې چې کمې مچۍ تاسو په بکسو کښې ځائې په ځائې وينې نو دا مچۍ په ۱۹۸۰ کښې د اسټريلېا نه ««ېو‌اېن‌اېچ‌سي آر »» پاکستان ته راوړې چې اطالوي نسله مچۍ وه افغان مهاجرينو ته ئې په کېمپونو کښې ورکړې افغانانو ورسره خواروي اوکړه او دغه نسل دلته پدې چاپېريال کښې د موسمي سمون سره ښه کامېاب شو که مونږ دا اووايو چې د پاکستان اوسني ۹۹/شات د پښتنو د لاسه دي نو بې ځائې به نه وي ځکه د اتېاېمې لسيزې نه وړاندې شات په پاکستان کښې چا پوره پېژاندل هم نه ډېر لږ پېداوار ئې وو خو اوس څه دېرش زره ټنه شات په پاکستان کښې پېدا کېږي چې د ملک دننه سره عربي هېوادونو ته هم لېږل شي .
د افغانستان هغه ډېر پښتانه چې په لوئي کچ د مچو روزګار کوي د مچو ساتنه په شړو ځنګلو کښې ډېر په مشقت کول شي په تورخم تللو راتللو کښې ورته بې ساری ستونزې جوړول کېږی دغه راز کشمير ته په مچو وړلو بندېزونه لږول شي ځائې په ځائې پولیس د بډو لپاره تنګوي چې په نتيجه کښې دغه عام بې تعلیمه پښتانه ډېر د مسئلو ښکار وي.
د بکسو مچو نه غېر درې نسله مچۍ نورې هم په پاکستان کښې دي خو د هغې پېداوار ډېر کم وي.
د مچو صنعت نن هم په پښتنو ځوانانو روان دې څه پينځلس لاکهه پښتانه د بکسې نه تر مارکيټ نن هم ددې روزګار سره تړلي دي‌ددغه پښتنو سره څه پينځه دېرش زره فارمونه او څلوېښت لاکهه بکسې ورسره دي.
د شاتو روزګار د پښتنو د پېداواري کلتور برخه د پښتنو په قامي وسائلو کښې مونږ شمارلې شو د شاتو روزګار په اوس وخت کښې بيخي د پښتنو انډسټري ده. ځکه چې هم پښتنو ورته د خپل همت په زور د ېو جديد مارکيټي وسيلې شکل ورکړې خو پښتانه د ېو څيز په تجارتي توګه برانډ کولو او د پېداوري کلتور سوچ ډېر کم لري . که بې روزګاره ځوانان لږ ځان اوکړوي نو پدې صنعت کښې د ژوند ژواک وسيله ښه په آسانه جوړېږي شات پښتانه پېدا کوي خو په مارکيټ باندې د پنجاپ کراچۍ د ملټي نېشنل کمپنو د همدرد او الاحمد پشان ولقه ده هم پدې شاتو خپل لېبل اولږوي او سوداګري پې کوي.
عام تآثر دادې چې د بکسو د مچو شات ټيک نه وي خو دا خبره بالکل غلطه ده د کورنو مچو او بکسو مچو په شاتو کښې د سائنسي څېړنې ترمخه هيڅ پرخ نشته کم څلویښت خوراکي اجزا چې د کور ېا غر د مچۍ په شاتو کښې وي هم هغه اجزا د بکسې په شاتو کښې هم وي د کورني شاتو کم تجارتي ارزښت د کم پېدوار له وجې نشته.
د شاتو کمال په مچو کښې نه په ګل کښې وي ځکه شات د ګل د رس نه جوړوي او ګل د ټولو ېو وي ، په پېښور کښې څوکنو سره او ترناب فارم کښې د نړې وال معېار مطابق غټ غټ مارکيټونه دي پخپله ورځې او د خپل ټول کال د کور د ضرورت مطابق ډول ډول شات اخلئ کمې پنځوس خوراکي حرارې چې د کورنو مچو په شاتو کښې وي نو سل په سله هم هغه د بکسو په شاتو کښې وي کورني فارمي شات هيڅ توپير نه لري ، مربې او نور د فاسټ فوډونو نه ځان ساتئ شات د خپلې سبانې ناشتې او د مېلمه خوراک له ساتئ کور پې درون ښکاري.
شات ېو ښکلې غذا ده غوره شات د بېرې وي او ورپسې بېا کريچې ، پلوڅه ،مالټا ،شوتل ، شوه شينشوبې‌، سپېرکۍ، سپين ازغۍ ، وغېره وي .
د نړې غوره منظم جمهوريت د شاتو په مچو کښې وي هرڅوک خپل کار کوي چې په اوسني کښې د جديد مترقي رېاستونو د نظام ننداره د زرګونو کالو نه د شاتو په مچو کښې ليدل کېږي هيڅ جبر زور په چا نه وي ملکه کارکونکي ماده مچۍ او نران ،ډرون نکټهو ، ددغه رېاست په ګډه چلؤنکي وي خو ناشنا خبره پکښې داده چې شات ماده مچۍ راوړي نران تش خوراک کوي ځکه د مچو والا د ملکۍ لپاره د ېو نرانو نه زيات نور وژني.
په آسټراليا کښې ېو ورځ د شاتو د مچو د ساتونکي نه پوښتنه اوشوه چې د شاتو په مچې او په نورو مچو کښې څه پرخ دې ؟
هغه وائل نورې مچې د نورو په خوږو تاؤېږي خو د شاتو مچې نورو له خواږه راوړي.
وائل کېږي که انسانان د شاتو د مچو په څلورمه برخه هم خواري محنت کوي نو دا دنېا به لکه د جنت ودانه شي.
د شاتو د ېو مچې عمر عموما دېو میاشت نه د دوه مېاشتو پورې وي‌ د اتهه ورځو نه خواري شروع کړي او ترمرګه په ارام نه کېني بس د خپلې غاړې کار کوي د شاتو د مچۍ د وجود جوړښ پوره اعجوبه وي د شاتو مچې په هوا کښې د پينځلس کلوميټر په مزل الوځي.
شات راړؤنکي ټولې مچې ښځۍ ،ماده ،، وي نر تېار خور وي ځکه د مچو ساتونکي په بکسه کښې ډېر نران د ضرورت نه پرته‌نه ساتي نر صرف د ملکې د القا کېدو لپاره وي .
د ېو پاؤنډ ېعنې ېونيم پاؤ شاتو جوړولو لپاره د شاتو مچۍ څه شل لاکهه ګلونو ته ځان رسوي او څه درې لاکهه کلوميټره مزل کوي .
ېوه مچۍ په ټول عمر کښې پخپل ځان فقط ېو نيم پاؤنډ شات جوړوي خو کله د اجتماعيت او ېووالي زور شي نو په زرګونه ټنه ته دغه عمل ورسوي.
چې دوه پاؤنډه شات مچۍ جوړه وي نو دومره تګ ئې ګلونو ته کړې وي چې څلور ځل د ټولې نړې نه تاؤېدل تې جوړېږي.
د بکسې د ېو چوکاټ مچۍ په ېو ورځ کښی دوه لاکهه او پينځه ويشت زره ګلونو ته رسي.
ېو مچې د ورځې د پنځوسو نه واخله تر زر ګلونو پورې ځان رسوي.
مچۍ چې نور ښه ګرم شي موسم ښه برابر وي نو ګل ته ځي راځي او ماښام په وخت ځان رارسوي د ېو پاؤنډ موم جوړولو لپاره مچۍ اتهه کلو شات خوري.
د بکسې په ېو چوکاټ کښې تر اتهه زره پورې مچۍ وي په لس چوکاټ بکسه کښې څه اتيا زره مچۍ وي.
کله چې مچۍ خپلې بکسې ته راشي نو دوه مچۍ د بکسې په خوله کښې د مچۍ خوله بوئي کوي که په ګند ېا غلط بوټي ناسته وي نو دغه مچۍ ېا وژل شي ېا بکسې ته نه پرېښودل شي.
د شاتو د مچۍ نظر د انسان نه تېز وي د انسان په سترګو کښې دوه ګاټي وي او د شاتو د مچۍ شپږ سترګې وي په ګاټو کښې شپږ زره شېشې وي دوه سترګې لنډ ديد له وي او دوه د لرې ديد چې بره د خلا پورې د ورېځ نه پاس هم ليدل پې کوي.
د شاتو د مچۍ د بوئي کولو ( قوت شامه ) هم د انسان نه ډېره تېزه وي تر دوه کلوميټره پورې د ګل خوشبو محسوس کوي.
د شاتو مچۍ د درې نه تر پينځه کلوميټره پورې په ګل پسې الوځي په هوا کښې خپلې لارې جوړه وي چې واپسې کښې تې په راتګ کښې لار نه خطا کېږي.
د مچۍ شپږ ښپې وي دوه تارونه ئې په مخ د ،ټاور سګنل ، په انداز وي چې کله هوا ګډوډېږي ېا ګلې توپان راځي نو ګهنټه مخکښې دغه تارونه دېته د هوا ګډوډوي ښائي او ځان خپل کور ته په وخت رارسوي.
د شاتو د مچؤ ېوه ملکه باچنړه ( ماده ) مشره وي عمر ئې تر څلور کاله پورې وي په ورځ کښې تر درې زره پوری اګۍ اچوي .
ملکه د ټولې بکسې انتظام چلوي څه مچۍ د ګل په رس او زرګل پسې لیږي څه شات په بکسه کښې پخوي څه د شاتو خانې پاکوي څه مړې مچې اديرې ته وړي څه د بکسې صفائي کوي څه د انجئیرنګ په شکل نوې خانې جوړوي ملکه مسلسل په بکسه کښې ګړده لالانده ګرځي شاته پسې تر سلو پورې مچۍ ملاتړ روانې وي ملکه د مچۍ نه په تنه یو دوه غته وي .
په پسرلي کښې ملکه د دوه نيم زره نه واخله تر پينځه زره پورې ،اګۍ ، اچوي چې په پينځلسمه اتلسمه ورځ ددغه اګو نه بچي رؤوځي.
په درېمه ورځ دغه مچۍ ته د الوځولو لپاره ځانګړې مچۍ تربيت ورکوي او بار ئې لږه لږه الوځوي .
د ملکۍ ېو ځانګړې خوراک وي عام د بوټي زرګل ګړده نه خوري دغه د ملکې خوراک ته رائل جېلي ( شاهي قړينګ خوراک ) ورته وائلې شي.
رائل جېلي چې کله عامه مچۍ د اتهه ورځو شي نو ددې په څټ کښې چې کمه غوټه قذرتي ،غدود ،وي دهغې نه قذرتي دغه ټينګ خوراک رؤوځي دغه خوراک مچۍ په بکسه کښې په ېو ځانګړې خانه کور کښې جمع کوي بېا دغه ملکه خوري.
د عامې مچۍ عمر خو کم وي خو رائل جېلي د وټامنو نه ډک ډېر ،مقوي ،خوراک وي چې ددغه خوراک په برکت د ملکې عمر هم تر څلور کلونو پورې اوګد وي او بدني توان ئې هم ډېر وي .
د قديم طب پوهانو نه تراوسه پورې چې د چا هم ،جنسي توان ،ضعيف وي نو رائل جېلي د نسخې په توګه ورکول شي طب پوهان وائي چې دا مفيد او بې ضرر خوراک دې که د اتېا کالو ېو سړې رائل جېلي کاروي نو دې به لکه د ځوان سړي جنسي توان لري ، رائل جېلي چې خالص وي تر لس زره پورې کلو قيمت لري ښه رائل جېلي د اسټريلېا نه راځي ورپسې د چين نه هم رائل جېلي راځي .
په مچۍ کښې بل مهم څيز ددې زهر وي چې په طبي توګه کارول شي ېو توله زهر تر لس لاکهه پورې قيمت لري د شاتو د مچۍ چيچل نېغ په نېغه هم طبي ګټې لري.
د پښتنو دې روزګار ته ډېرې ننګونې او ستونزې هم دي بائد چې زمونږ سېاسي مشران ددغه ستونزو د حل لپاره غږ کوي ځکه چې د مچو ساتنې کاروبار سره ډېر هغه پښتانه اړيکه ساتي چې ډېر غريب وي او چاته رسېدې نشي خپلې ټولنې ئې شته چې هغې خپلې هلې ځلې ګړندې ساتي.
د عربې ېو شعر دې !
من کان یعلم ان الشهد مطلبه
فلا یخاف للدغ النخل من الم .
څوک چې ګوري چې شات مې مقصد دې نو بيا د مچۍ د چيچلو نه ويريږي …
مولانا خانزېب…

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ