0

د وينو جام ډرامه د اسلم خټک ده که د بهادر شاه ظفر کاکاخيل او يا د مظلوم

د وينو جام ډرامه د اسلم خټک ده که د بهادر شاه ظفر کاکاخيل او يا د مظلوم — د قلندر مومند لغت درياب کښې يې ظفراللغات هم ور لاهو کړی دی— د سعدالله جان برق د پښتنو تاريخ د کاکاخيل مرحوم نه څومره اخستنه کړې ده— او د پريشان خټک پشتون کون کښې کاکاخيل صيب نه څومره اخستنه شوې ده او نورې خبرې هم– د کاکاخيل صيب دغه مرکه کې يې وګورئ—
سيد بهادر شاه ظفر کاکاخيل سره مرکه
مرکه کوونکی — حنيف خليل
کاکاخیل صاحب یو ډیر عالم فاضل شخصیت دے، اتیاو نه زیات کتابونه يې په اردو او پښتو کښې لیکلي دي. د پښتو لوې مورخ ، محقق، نقاد او لغت دان دی. پښتانه د تاريخ په رڼا کښې او ظفر اللغات (لغت) يي د سنگ میل حیثیت لري د دوئ تاریخ نه وروستو چا هم مستند تاریخ و نه ليکلی شو او لغتونه که چا ولیکل نو هم ئې د دوئ د ظفر اللغات په اډاڼه وليكل. کاکاخیل صاحب به د خپلو دغو دوو کارنامو په ذریعه تر هغې ژوندی وي ترڅو چې دپښتو ژبه او ادب تحقیق، تاریخ او لغت ژوندی وی
س —
دوینو جام ډرامه چې د اسلم خټک لیکلی شوې یادیږی په دې ډرامه دا شکونه شوی دی چی دا اسلم خټک نه ده ليکلې يومدعى ئې عبد الكريم مظلوم یادیږی او معلومه شوې ده چې تاسو هم د دې ډرامې دلیکونکی دعوی کوئ– په دې حقله ستاسوڅه خیال دی؟
ج —
داخبره به زه لږه تفصیل سره و کړم– قیصه داسې ده چې په کال ۶۱۹۳۳ کښې زه ریتانرډ استاذ وم دغو ورځو کښې زه د ایس وی ټریننګ دپاره منتخب شوم- دې ورځو کښې خان بها در قلی خات تعلقات عامه کښې افسر وو — قلی خان زمونږ پرنسپل ته ووې چې ستا شاګردانو کښې څوک داسې شته چې د پښتنو په قاميت او دود دستور یوه ډرامه وليکي چې مونږ يې ستيج کړو — دغه وخت کښې زمونږ کالج کښې دوه پښتانه استاذان وو چې کرامت الله او سرور خان يی نومونه وو. کرامت الله زما نوم وړاندې کړو. ما کله ډرامه نه وه لیکلې او نه مې ليدلې وه — دغه وخت کښې به خاموش فلمونه وو –رهغه مې کتلی وو — دغه وخت کښې مې د پنجاب یونیورستی دامتحان لپاره څنی کتابونه لوستی وو چې يو پکښې ناټک ساګر نومیدو–
دغه کتاب کښی د ایران یونان او قدیم سنده تاریخ نه علاوه نورې قيصې هم وې چې مالوستې وې– زمونږ کلاس کښې څنې هندوان وو چې هغويی د موسیقی ډېر تکړه وو او در مسال کښې به ئې سندرې هم وئيلې هغويی را ته ووې چې ته دې ډرامې له کوم شعرونه ليکې هغه به په وزن او اصولو مونږ برابر کړو. خير ډرامه مې وليکله– د کلو ښائست– نامه ئې وه. یوه هفته پس تا کال کښې دنواب عبد الصمد خان حجره کښې سټیج شوه. ډرامه ډیره خوښه کړی شوه بیا دا ډرامه پرنسپل سره وه — هغوئی وې چې حکومت ته به ئې ليږم ما ترې ځنې ضروری نوټونه واخستل او ډرامه پرنسپل سره پاتی شوه — په ۳۱ مارچ زما امتحان وشو او اپریل ۱۹۵۳ء کښې واپس کلی ته راغلم — بیا پیښور کښې ريديو ستيشن جوړ شو– قلی خان دا ډرامه پرنسپل نه اخستې وه دغو ورځو کښې اسلم خټک د ربډيو ستيشن دائریکټر وو — ماته خط راغلو چې ستا ډرامه به ريډيو نه نشریږی– د اوریدو نه پس پرې خپل تاثرات را کړه –ما سره ريديو نه وو درامه مې وانه وريدله . زه بې غمه شوم په ۱۹۳۵ء کښې یوایجو کیشن انسپکټر وو — هغه راته ووې چې تانه ۵۲ کسان سینیر دی چې سرکاری سکولونو کښې ځائې پیدا شی نو دويی نه پس به ته هم ورشې . زه په ١٩٣٦ء کښې کرک کښې داستاذ په حيث سکول ته لاړم دغه د ۵۲ کسانو کشمکش کښې مانه درامه هیره وه. او بیا کرک کښې د خلقو لهجه او ژبه اوریدو سره را ته د لغت لیکلو دلچسپی پیدا شوه نو ډرامه را نه بیخی هیره شوه– بیا په ١٩٨٦ء کښې ډاکټر اعظم د پښتو ډرامې په فن پښتو رساله کښي يو مضمون وليكلو هغه دوینو جام په نامه ډرامه داسلم ختک لیکلی شوې دريډيو نه نشر کړې ياده کړې وه — ما اعظم ته خط وليکلوچې ورومبی ډرامه ما ليکلي ده بيا زما یو اشنا سلیم شاه ووې چې دا خبره نیمګړې نه پريږدو- ته د کرامت الله هغه خط او ډرامه پیدا کړه چې موازنه ئې وکړو ما هغه نيمګړې ډرامه پيدا کړه هغه مو چې دوینو جام سره موازنه کړه نو ټول په ټوله د پلاټونو متلونو او نومونو پورې دوینو جام زما د ډرامې نقل وو– يو کس نیم د هغه په حمایت کښې مضمون دوه هم وليکل خو اسلم خټک په خپله سریزه کښې لیکلی دی چې يوه مختصره ډرامه وه او بله « خونی منظر وو هغه ډرامه لويه وه چې زه ئې متاثره کړی يم– د هغه مختصرې ډرامې نوم ئې ونه ليکلو-ذ دغه زما ډرامه وه .
تر کومه حده چې د عبد الکریم مظلوم تعلق دی نو هغه ريډيو کښې ملازم وو او اسلم ختک به خپل ټول کار په هغه کولو –کيدی شي چې هغه پکښې هم څه نه څه اضافه کړې وي خو هغه صرف اسلم خټک لپاره نقل کړی ده..
س:
تاسو لغت ليکلو ته څنګه متوجه شوئ؟
ج:
کله چې ما خوشحال بابا ولوستو نو هغۀ کښې راته داسې مشکلات پیدا شول چې د هغه په ځنو لغتونو پوهیدل ډير ګران وو — اوس خو دوست محمد کامل ډیر اسان کرے دے خو وړاندې داسې نه وو- او بله خبره دا ده چې کله زه کرک کښې استاذ وم نو د هغه خلقو لهجې هم دې ته وهڅولوم چې پښتو کښې يو لغت وليكم.
س:
تاسو نه وړاندې چې د لغت په لړ کښې کوم کارشوی وو- هغې نه تاسو مطمئن يئ؟ او ايا تاسو نه وروستو د پښتو لغت په ليکنه کښې څه اضافه وشوه که نه؟
ج —
د پادري خیر الله لغت په لغت نه دی حساب– هغه ډیر وړوکی دے د راورتی او ځنې نور لغتونه هم ماته مخكښې وو او ما کتلی هم وو– خو د اطمینان وړ نه وو- پښتنو کښې زما په خیال لغت ما نه چا مخکښې نه دی لیکلی– او له ما وروستو که چا لیکلی هم دی نو هم زما لغت ئي هضم کړے دے– حکومت قلندر مومند ته لوئی پراجیکټ او لكونه روپۍ ورکړې خو چې لغت ئې وليکلو نو هم زما لغت ئي هضم کړے ؤ او ما خو په داسې حال کښې لیکلی وو چې هیڅ قسمه وسائل او اسانۍ را سره نه وې- دقلندر د لغت په حقله چا وئیلی وو چې «ظفر اللغات» ئې په «درياب» لا هو كړو.
س:
تاسو ته د پښتو لغت ليکلو کښې څه مشکلات مخې ته راغلی وو؟
ج —
ماته حکومت هیڅ قسمه سهولت نه وو راکری –زه به د مختلفو سیمو لهجي لپاره هغه سیمې ته تلم هوټلونو کښې به مې چايې څښلې او د خلقو خبرو ته به مې غور ایښی وو او دغسې به مې د هغوی د خلې نه لغتونه ليکل او بیا به مي د هغي معني معلومولې او دا هر څه په خپلو محدودو وسائلو کښې– ځنو خو ډیر شور جوړ کړی وو چې په څلورو ژبو کښې به لغت ليكو وسائل ورسره وو خوڅه ئې ونه کړل– قلندر سره د وسائلو زما لغت په دریاب لا هو كړو ما که څه کړی دی نو صرف په خپله دلچسپی او محدود و وسائلو کښې مې هغه وخت کړی دی چې د پښتنو خيال لا لغت ته نه و.
س —
تاسو په خپل تاریخ پښتانه د تاریخ په رڼا کښی دا نظریه ښودلې ده چې پښتانه ارين دی– دې نظریې سره کومو مورخينو اختلاف کړے دے او ستاسو نه وړاندې دا نظریه چا ښودلې وه ؟
ج :
دې لړ کې ډيرې نظریې ښودلی شوی دی څوک وائی پښتانه اسرائیلی دی، سلطان محمد صابر وئیل چی مخلوط قوم دے، غنی خان وائی دیونانیانو کړه وړه لری او مولانا عبد القادر وانی دا یو ځانته نسل دی. ټولو نه وړومبی سید جمال الدين افغانی وئیلی وو چې پښتانه اريه دى– حبيبي صاحب هم دا نظریه لرله. بیا ما خپل دلائل پیش کړل چې پښتانه «آرین» دی — دې لړ کښې نور هم ډیر کار شوی دی– لکه د روشن خان تاریخ –داحمد علی کهزاد دوه تاریخونه فارسی کښې او نور ډير . ما د ټولو حوالې ورکړی دی خو اخره کښې مې د خپلې نظریې دپاره دلائل پیش کړی دی. مانه وروستو هم په دې میدان کښې کار شوی دی خو زه ډیر لوستی نه شم — البته پریشان ختک نومې يو پروفیسر دی چې په خپل کتاب پښتون کون ؟ کښې ئې هر څۀ زما تاریخ نه اخستی دی او زما حواله ئې نه ده ورکړې– دې نه علاوه یو ډاکټر دی چې سعد الله جان برق نوم ئې دی- هغه د پښتو رساله کښې قسطوار خپل تحقیق د پښتنو تاریخ ، تریخ تاریخ » چاپ کړی دی هغه هم هر څه زمانه اخستی دی او زما نوم ئې ډير په تحقیر سره اخستی دی– لکه داچې زمونږ د کلی بهادر شاه ظفر هم پرې څه کار کړی دی وغیره…
س—
دپښتنو د اصل نسل تاریخ نه علاوه دپښتو ادب يو تاريخ ليکلو ضرورت مو ولې محسوس نه کړو؟
ج،—
ماسره یو خو زیات وخت نشته بله خبره داده چې زه اوس نه ډیر لیک کولی شم او نه لوست نظر می هم خراب دی البته ذهن مې ښه صحیح کار کوی– دغه مشکلات وو چې دادب تاریخ مې ونه لیکلی شو.
س:
ستاسو په خیال پښتو به څنګه ترقی و کړی؟
ج:
زما نظريه داده چې پښتو هله ترقی کولی شی چې غیر پښتانه ئې زده کړی.
س
د لغت او تاریخ د بنیادی کارونو نه علاوه ستا سو علمی او ادبی خدمات کوم دی؟
ج:
ماټول اته او يا کتابونه لیکلی دی چې دیرش پکښې درسی دی — درسی کتابونو کښې د اول نه تر اتمه پورې مې اته کتابونه د عبد الخالق خليق صاحب په مشوره لیکلی دی– په ۱۹۶۱ء کښې دصدر ايوب په زمانه کښې می درروغ لیونی په مرسته دولس کتابونه نور نصاب لپاره لیکلی دی– لس کتابونه ما او اجمل خټک په شریکه لیکلی دی- پینځه دیرش کتابونه مې د مقامی جماعت اسلامی په مشوره په اسلامی موضوع اردو نه ترجمه کړی دی چې معاوضه ئې هم راکړی شوې ده– درې کتابونه مې پۀ اخلاقی موضوعا تو ماشومانو لپاره لیکلی دی – دې نه علاوه د کاکا صاحب سوانح د شيخ رحمکار صاحب په نامه -رهنمائی پښتو او ورسره هغه
کتابونه چې زه ئې ژوندی کړم پښتانه د تاريخ په رڼا کښې او ظفر اللغات –پښتون اپنی نسل کے آئینے میں اردو کښې دپښتنو تاریخ دے.
س:
ستاسو کتابونه د ملک نه بهر خوښ کړی شوي او رسیدلي دي که نه ؟
ج—
روس کښی زما په تاریخ ترجمه کولو د پی ایچ ډی سند ور کړے شوے دی. افغانستان کښې زما کتابونه ډير زيات خوښ کړے شوى دى –يؤ ځل را ته اجمل خټک وييلي وو چې زه بهر ملک ته تلے وم اوړستا کتابونه مې هم خان سره وړی وو خو هغه را نه په لاره کښې خلقو ټول واخستل چې داخو ډیر اهمیت لری. نو دغسې زما کتابونه بهر هم خوښ کړی شوی دی.
د مرکې نيټه—

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ