د “ځاے” ، “خداے” او د داسې قسمه نورو کلمو د ګرافيم اختلاف صرف تر پښتو ژبې محدود نۀ دے ـ اردو هم د دې مسئلې سره مخ ده ـ خو د پښتو برعکس اردو کښې پۀ دغه مسئله کافي مواد موجود دي ـ متاسفانه پښتو کښې پۀ دې مسئله ليکل يا خو شوي نۀ دي يا زما لۀ نظره تېر نۀ شو ـ اردو ژبه کښې دغه قسمه کلمات پۀ دوو صورتونو د (ے) نه پۀ ماقبل همزه (ء) “جائے”، “خدائے” او بې لۀ همزه “جاے”، “خداے” مستعمل دي ـ مرزا اسدالله خان غالب د “الف” او “واو” نه پس پۀ پرته يا (ے) همزه (ء) کول عقل ته ښکنځل ګڼلي(1) ـ بلکې غالب خو د فارسۍ هغه کلمات چې پۀ “الف” يا “واو” ختمېږي او د ساکن الآخر پۀ وجه زېر نۀ اخلي د اضافت پۀ صورت کښې هم د “زېر” پۀ ځاے پۀ پرته يا (ے) ليکلي لکه “اشناے قديم” او “ګيسوے سياه” وغېره ـ د فارسۍ قاعدې مطابق د اضافت پۀ صورت کښې د کلمې وروستے حرف مکسورولے شي لکه د “ماه” نه “ماهِ صيام” او يار نه “يارِ غار” خو د اضافت دپاره پرته يا (ے) مکسورول او يا پرې همزه (ء) کول د يَو فونيم دپاره د دوو ګرافيمونو د استعمال پۀ دليل صحيح نۀ دي ـ چونکې د فارسۍ د دغه قسمه کلماتو وروستۍ “ے” د اضافت د زېر حق ادا کوي نو ځکه دغه (ے) پۀ (ء) بدلول او بيا “زېر” ورکول (ءِ) او يا خپله دغه (ے) له کسره ورکول(ےِ) هم صحيح نۀ دي ـ د اضافت پۀ صورت کښې پۀ (ے) د (ء) کولو دپاره پۀ مختفې (ه) د همزه (ء) دليل ورکول لکه “خانۀ فرهنګ” يا “شعبۀ لسانيات” ځکه بې ځايه دي چې پۀ مختفي هې (ه) همزه (ۀ) او بيا هغې له “زېر” ورکول د مختفي (ه) د اضافت د کسرې د قبلولو د عدم صلاحيت د وجې نه کېږي ـ ځکه خو د مرزا اسدالله خان غالب نه علاوه ډاکټر شوکت سبز واري، رشيد حسن خان، غلام رسول ډاکټر فرمان فتح پوري او نورو ګڼو اردو ليکونکيو دغه قسمه ټکي د اضافت صورت کښې هم بې لۀ همزه ليکلي دي ـ
پښتو کښې هم “ځاے”، “خداے” او دغه قسمه نور ټکي پۀ مختلفو صورتونو ليکلي شوي دي ـ د پښتو د وړومبي کتاب “خېرالبيان” د قلمي نسخې (چې پۀ کال ۱۰۶۱ هـ کښې فقير بهارتوي ليکلې ده او پۀ جرمني کښې پرته ده)، د خوشحال خان خټک د “فضل نامه” قلمي نسخې (چې پۀ ۱۲۰۹ هـ کښې ليکلې شوې ده او انډيا آفس لائبرېرۍ لندن کښې پرته ده کښې د يو ځاے نيم نه علاوه چې هلته د (ے) نه ماقبل همزه (ء) شوے) او د “دادين” د قلمي نسخې (چې ملا طره باز پۀ ۱۲۶۵ هـ کښې ليکلې) نه علاوه څېړنوال حبيب الله رفيع چې پۀ کال ۲۰۱۸ کښې د خوشحال بابا چاپ کړي ديوان کښې د خوشحال بابا د لاس د ليکلي شويو غزلونو کوم عکسونه شامل کړي دي، د زبېر حسرت پۀ زيار د ګوهر خان خټک چاپ شوي کتاب “قلب السير” کښې چې د قلمي نسخې کوم عکسونه شامل دي هغې او ځينو نورو قلمي نسخو کښې “ځاے” او “خداے” بې لۀ همزه ليکلي شوي دي خو ځيني قلمي نسخې داسې هم شته لکه د افضل خان خټک د “علم خانۀ دانش” قلمي نسخه (چې د پښتو اکېډمۍ ملکيت دے) چې هغې کښې دغه قسمه ټکي (ے) نه پۀ ماقبل همزه(ء) ليکلي شوي دي ـ يعني د پښتو قلمي نسخو کښې “خداے” او “ځاے” وغېره کلمات پۀ همزه “ځائے”، “خدائے” او بې همزه “ځاے” او “خداے” دواړو صورتونو کښې موجود دي ـ کۀ څۀ هم پښتو کښې د دېو قسمه کلمو د ګرافيمونو اختلاف د ابتداء نه موجود دے خو هغه وخت دغه اختلاف صرف د “ے” نه مخکښې تر همزه “ئـ” محدود وۀ ځکه چې دغه وخت صرف يوه يا مستعمله وه ـ د ياګانو زياتېدلو سره د دغه قسمه کلمو د ګرافيمونو اختلاف هم زيات شۀ ـ لکه سيد محمد تسنيم الحق کاکاخېل او سيد محمد تقويم الحق کاکا خېل پۀ خپل شريک کتاب” د پښتو قواعد” کښې “ځاے” کلمه پۀ “ځائے”، ميا بهادر شاه ظفر کاکاخېل پۀ ظفراللغات کښې “خداے” کلمه چرته پۀ “خدائ” او چرته پۀ “خداے” ليکلې ده(2) ـ قلندر مومند “خداے” او “ځاے” کلمات پۀ همزه “ء” او مخصوصه “ې” ( ځائې،خدائې )،وزير محمد ګل مومند، عبدالصمد خان اڅکزي،ګل باچا الفت او نورو ډېرو ليکونکيو دغه قسمه کلمات بې لۀ همزه پۀ پرته يا ( “ځاے”، “خداے” وغېره ) ليکلي دي ـ خو باوجود د دې دومره اختلافي ګرافيمونو هم باړه ګلۍ کښې د دېو قسمه ټکيو د صحيح ګرافيم متعلق هېڅ قسمه فېصله وۀ نۀ شوه ـ د دېو ټکيو د فېصله کولو اهميت تاسو دې نه هم اندازه کولے شئ چې د باړه ګلۍ چاپ شويو فېصلو کښې هم دغه قسمه کلمات پۀ همزه (ځائے) او بې همزه (ځاے) دواړو صورتو کښې ليکلي شوي دي ـ د باړه ګلۍ چاپ شويو فېصلو کښې د پرتې يا متعلق ليکلي شوي دي چې:
“مجهوله يا هغه “ے” ده چې مخکښې ترې د پښتو مخصوص حرکت زورکے وي لکه خدائے، سړے، زمرے، ځائے ـ پۀ اسمونو کښې دا “ے” اکثر د واحد مذکر دپاره استعمالېږي ـ بهر کېف پېژندګلو ئې مخکښې حرف زورکے دے ـ”(3)
دې فېصله کښې خو وړومبے دا خبره غلطه ده چې د پرتې يا نه مخکښې زورکے وي دويم دلته پۀ مثالونو کښې “ځاے” او “خداے” پۀ همزه ليکلي شوي دي خو د دغې فېصلې نه علاوه چې مذکوره کتاب کښې چرته هم “ځاے” او “خداے” ټکي راغلي نو هغه بې لۀ همزه “ځاے” او “خداے” ليکلي شوي دي ـ
د دېو قسمه کلمو د ګرافيمونو پۀ لړ کښې د استاذ مشتاق مجروح يوسفزي صاحب ذکر ډېر ضروري دے ځکه چې ښاغلي استاذ پۀ خپل کتاب “ساهو پښتو” کښې پۀ دېو قسمه ګرافيمونو دومره مدلل بحث کړے دے چې لۀ چاپه وروستو ئې د هغوي مجوزه ګرافيم ډېر پۀ تېزۍ سره د رواج پۀ طرف روان دے ـ ښاغلے مشتاق مجروح صاحب د خپل استاذ قلندر مومند صاحب د مجوزه ګرافيم سره متفق وۀ او د هغې د صحيح ثابتولو دپاره ئې د کلاسېک ادب نه مثالونه هم وړاندې کړي دي ـ مشتاق مجروح يوسفزے ” پښتو ليک لار” کښې د راغلي دې اقتباس:
” مجهوله يا هغه “ے” ده چې مخکښې ترې د پښتو مخصوص حرکت زورکے وي لکه خدائے، سړے، زمرے، ځائے ـ پۀ اسمونو کښې دا “ے” اکثر د واحد مذکر دپاره استعمالېږي ـ بهر کېف پېژندګلو ئې مخکښې حرف زورکے دے ـ” (3)
نه د بحث پېل کوي او ليکي چې:
” کۀ د باړه ګلۍ د عالمانو دغه برنے اقتباس پۀ غور وکتلے شي نو واضحه به شي چې کوم مثالونه دوي ورکړي دي، هغې کښې اخره کښې د راغلې يا اوازونه مختلف دي او هغه دا دي لوستونکي دې يو ځل بيا پرې سوچ وکړي :
خدائے، سړے، زمرے، ځائے
دې (کذا) ټکيو کښې “خدائے” او “ځائے” هم قافيه دي او يو شان اوازونه لري خو “زمرے” او “سړے” بېخي بدل اواز لري ځکه نو د دغه ټکيو سره قافيه کېدے هم نۀ شي البته هغه شاعران چې “غزل” او “ګُل” قافيه کوي، د هغوي نه د هر څۀ توقع کېدے شي ـ “(4)
دې نه پس هغوي د خپلې خبرې د دليل دپاره د خوشحال بابا دا غزل وړاندې کوي ـ
نن زما کره مېلمه عزيز د خدائې دے
چې ئې پاس زما پۀ سترګو باندې ځائې دے
پۀ خپل ځان باندې قائم دے لکه قطب
همېشه د ګم ګشته و رهنمائې دے
چې پرې څۀ خو توجه د فکر وکا
يو زۀ څۀ چې د هر چا مشکل کشائې دے
چې ګزر ئې پۀ دا غولي باندې وشۀ
سعادت ئې ورسره راوړۀ همائې دے
ما پرې اوس د غلطۍ کرښه وکښه
پۀ خپل رائې مې چې منلے د دۀ رائې دے
د بادشاه څخه ئې مۀ غواړه چې نشته
هغه ګنج لکه پۀ کور کښې د ګدائې دے
تناوونه به ئې ورسي تر نمره
لکه زلفې چې ئې سر ايښے پۀ پائې دے
د ښۀ حسن به ئې څوک کاندي ستائينه
چې د خپل حسن پۀ خپله خود ستائې دے
لکه عمر لارغۀ رائې شي زر درومي
پۀ هجران ئې د خوشحال خټک هائې هائې دے
(4)(ص 353 ـ 354 )
د غزل نه پس د خوشحال بابا د هم دغه قافيې د دېو رباعيانو:
لوئي هغه ده چې ئې خدائې ورکا
لوئي هغه ده چې ئې کتخدائې ورکا
لوئي لۀ خدايه ده نۀ لۀ همايه ده
د خدائې پۀ حکم سېورے همائې ورکا
(4)(ص ـ 354)
پۀ ځان خبر شه چې چرته ځائې لرې
چې تخت نشين ئې څۀ هوئې و هائې لرې
ځائې دې پۀ پورته تر ملکوت دے
چې ناسوتي شوې خوئي د ګدائې لرې
(4) (ص 354 ـ 355)
د رانقل کولو نه پس ليکي چې:
” کوم عالمان چې دا خبره کوي چې ” خدائے، سړے، زمرے او ځائے” به پۀ پرته يا ليکو نو هغوي دې د خوشحال بابا دا غزل وګوري چې مطلع کښې ئې ” خدائې” او ” ځائې ” راغلي دي او بيا دې ورپسې ټولې قافيې وګوري کۀ “زمرے” او “سړے” وغېره قافيه پۀ دې غزل کښې صحيح کېدے شي نو زۀ به د دوي غلطه فېصله ومنم ـ ” (4) (ص355)
د بره ذکر شويو دلائلو پۀ رڼا کښې مشتاق مجروح يوسفزے د خپل استاذ قلندر مومند سره اتفاق کوي او د “ځاے” او “خداے” صحيح صورت ” ځائې” او “خدائې” مني ـ خو د خپلې دعوې ثابتولو دپاره پۀ راوړو شويو دلائلو کښې د تېروتلو لۀ وجې هغوي صحيح نتائج نۀ دي اخذ کړي ـ د نوموړي دا خبره خو سمه ده چې قافيه د يو ټکي د صحيح تلفظ معلومولو دپاره د ټولو نه ښه او بهترينه پېمانه ده (4) (ص357) خو د غلط استعمال نتيجې ئې هم صحيح نۀ وي ـ د مشتاق صاحب خبره سمه ده چې “زمرے” او “سړے” وغېره قافيې دې غزل کښې نۀ شي صحيح کېدے ځکه چې”ځاے” او “خداے” مردفې او “سړے” او “سپرلے” غېر مردفې قافيې دي ـ د قافيې د اصولو پۀ رڼا کښې “مردفې” قافيې سره “غېر مردفه” قافيه راوړل صحيح نۀ دي ـ د پښتو د کلاسېک شاعرانو د دغو ټکيو پۀ خپلو کښې د نۀ قافيه کولو وجه “اختلافِ روي” ګرځول او بيا پۀ دغه دليل دغه کلمات پۀ مخصوصه (ې) صحيح ګڼل صحيح نۀ دي ـ دغه قسمه ټکيو کښې همزه (ء) هم نۀ دے پکارـ کۀ چرې دغه قسمه ټکي پۀ همزه (ء) وليکلي شي نو تقطيع به ئې پۀ دې صورت وي ( ځا+ ئے، خدا+ ئے وغېره) حالانکې دغه کلمات يو چپه ايز دي ـ د خوشحال بابا د دې شعر
د ښۀ حسن به ئې څوک کاندي ستائينه
چې د خپل حسن پۀ خپله خود ستائې دے
د قافيې نه هم د دېو کلمو د صحيح ګرافيم وضاحت کېږي ـ “ستائې” (د “ستائيل” مصدر نه د واحد مذکر حاضر صيغه) پۀ دوو چپو (ستا + ئې) سره تلفظېږي ـ چې “ستا” پۀ کښې ځان له چپه ده او “ئې” ځان له ـ دغه شان کۀ “خود ستاے” کلمه پۀ “خود ستائې” وليکلې شي نو بيا به دې کلمه کښې هم “ئې” ځان له چپه جوړه کړي لکه ( خود + سِ + تا + ئې) او پۀ دغه شان کولو به دا کلمه څلور چپه ايزه شي حالانکې دغه کلمه درې چپه ايزه ده ( خود + سِ + تاے) ـ دې کلمه کښې د راغلې (ے) ځان له د چپې نۀ جوړولو نه مونږ نۀ يواځې دې نتيجې ته رسو چې داسې کلمات پۀ همزه (ء) ليکل صحيح نۀ دي بلکې د دې قافيې نه د “ستائې” او “ستاے” د تلفظ فرق هم واضحېږي ـ کۀ چرې دې شعر کښې د “ستاے” وروستۍ چپه د “ستائې” د وروستۍ چپې پۀ وزن تلفظ شي نو شعر به لۀ وزنه پرېوځي ـ او د دغې فونيمي بدلون پۀ اساس مونږ دې نتيجې ته رسو چې دغسې کلمات بايد پۀ همزه (ء) او مخصوصه (ې) وۀ نۀ ليکلي شي ـ “ځاے” کلمه د “ځائېدۀ” يا “ځائېږي” پۀ بنياد پۀ همزه (ء) او مخصوصه (ې) ليکل صحيح ګرځول هم صحيح نۀ دي ـ ” ځائېدۀ” درې چپه ايزه کلمه ده (ځا + ئې + دۀ ) ـ دې کلمې نه چې “دۀ” لرې کړو او بيا ئې تلفظ وکړو نو نۀ يواځې د “ځاے” او “ځائې” تر مينځه صوتي اختلاف واضحه شي بلکې دا هم جوته شي چې دغه کلمه (ځا + ئې + دۀ ) کښې “ځا” ځان له چپه ده او “ئې” ځان له ـ دې نه علاوه “ځاے” او “خداے” کلمات پۀ پرته (ے) ليکل ځکه صحيح دي چې د باړه ګلۍ د وړومبۍ فېصلې مطابق هغه کلمات چې د عربۍ يا فارسۍ نه پښتو ته راغلي دي او معنٰي يا شکل ئې نۀ وي بدل شوے نو هغه به پۀ خپل اصلي صورت ليکلے شي ـ دغه دواړه کلمات پښتو د فارسۍ نه اخستلي دي او فارسۍ کښې مخصوصه يا نشته نو پکار ده چې دغه کلمات د باړه ګلۍ د وړومبۍ فېصلې مطابق پۀ پرته (ے) وليکلے شي ـ د دېو قسمه کلماتو پۀ پرته (ے) د ليکلو يو دليل دا هم دے چې دا کلمات واحد مذکر دي او واحد مذکر کلمات پۀ پرته يا ليکلے شي ـ د دېو کلماتو پۀ پرته يا د ليکلو بل دليل دا دے چې د مخصوصې يا نه ما قبل تورے مکسور وي خو “ځاے” او “خداے” وغېره کلماتو کښې د يا نه ما قبل الف راغلے دے ـ قلندر مومند د پرتې (ے) حوالې سره ليکي چې:
” هغه “ے” چې د زور د اواز نه لږه غوندې اوږده وي لکه سړے، زمرے چې ورته نرمه “ے” يا مجهوله “ے” وايو، د “ے” پۀ شکل ليکل پکار دي(5) ـ
چونکې “ځاے” او “خداے” وغېره کلماتو کښې د “يا” نه ماقبل “الف” راغلے دے او “الف”، فتحې يا زبر ته ورته دے نو ځکه د الف نه پس د مخصوصې يا هېڅ جواز نۀ جوړېږي او دغه قسمه ټکي پۀ پرته يا ليکل نۀ يواځې صحيح دي بلکې پۀ ليکلو کښې هم اسان دي بايد دغه قسمه کلمات پۀ صحيح صورت “ځاے، خداے وغېره” وليکلي شي ـ
حوالې
1. (رشيدحسن خان، اردو املا، سوينتھـ سکائی پبليکيشنز2020,ص401)
2. (ظفراللغات، ص 412، 413)
3. پښتو ليک لار(باړه ګلۍ)، ترتيب تدوين او سمونه، ډاکټر جاوېد خليل، دويم چاپ 2011 ص 23
4. مشتاق مجروح يوسفزے، ساهو پښتو،قلندر مومند ريسرچ سېل،2016 ص 353
5. قلندر مومند، د خېرالبيان تنقيدي مطالعه، 1988 ص 352