depression-and-mood-swings-ـ 0

ډپرېشن او عصبي بدلون

د مزغو خلئې د يو بل سره وخت پۀ وخت نوې رابطې يا کنکشنز جوړوي – دا عمل هم پۀ طبعي توګه کيږي او هم پۀ فکري توګه –

د طبعي توګې مثال دا دے چې فالج وهلي مريضان ځکه ښۀ شي چې د ناکاره شوي عصبي خليو کار نورو خليو ته حواله شي چې پۀ نتېجه کښې ئې انسان خپل امروزه کارونه بیا شورو کړي – او فکري بدلون هله راځي چې کله نوي هنرونه ، نوې ژبې يا نور څۀ نوے علم زده کوي –

ډېر خلک د تېر وخت د ناکاميو ، د ترخو يادونو او د خلکو د غلطو رويو له وجې د منفي خيالونو پۀ حصار کښې وي – خو ځينې خلک پۀ خپل عصبي بدلون کار وکړي – او ډېر ځان پۀ دغه حصار کښې تړلي پاتې کړي –

نفسيات او د مزغو سائنس دا خبره کوي چې کله مونږ دغه منفي خيالونه يو څو ځله د پامه هېڅ کړو نو هغه کمزوري شي – خو چونکه ځائے خالي نۀ پاتې کيږي – لکه څنګ چې وئيلے کيږي خالي مازغۀ د شېطان کارخانه وي – نو پۀ دغه وخت کۀ مونږ دغه ځائے پۀ مثبت خيالونو يا مثبت کارونو ډک نۀ کړو نو مازغه پکښې د نوي منفي خيالونو کرونده کوي –

د عصبي بدلون له پاره د ټولو نه غوره لار سايکوتراپي يا پۀ نفسياتي خبرو علاج دے – کاميابه سايکوتراپي دا هم ثابتوي چې د انزائټي او ډپرېشن پۀ ډېرو قسمونو کښې انسان د دوايانو پنډ‌ ته هېڅ حاجت نۀ لري –

هر انسان د خپل فطرت پۀ مناسبت ځان له د سايکوتراپي لار اختيارولے شي – خو کۀ څوک زما نه تپوس کوي نو زما پۀ خيال د دې ول نه د راوتو يوه سائنسي لار ده او بله روحاني – پۀ سائنسي لاره د مثبت خيالونو خود اګاهي ، پۀ حال کښې د ژوند کولو هنر او مازغۀ کنټرول ساتلو د پاره مراقبه ده –

پۀ روحاني لار کښې پۀ منفي معاشره کښې خپل معاملات مثبت ساتل ، د خدائے د مخلوق بې بدله پکار راتلل او بې ريا خپل عبادات کول دي – کۀ څوک پۀ خپل عصبي بدلون پۀ خپله کار ونکړي نو بيا ئې د نۀ ختمېدونکي دوايانو يو روان سېلاب عمر عمر له پۀ مخه واخلي –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ