I do not accept religions – the deception of the devil. 0

مذهبونه نۀ منم – تدلیس د ابلیس

د تصورِ علم اهداف او مقاصد د هر یو تمدّن او تهذیب د څرګندولو د پاره تر ټولو لوړه وسیله ده. په مغرب کښې د تنویري تحریک ابتداء د پاپائیت په ردِ عمل کښې وړاندې شو یعنې د مغرب په علمي تصور کښې “انسانی ذهن” د علم اصلي سرچینه وبللې شوه، دغسې د جدیدیّت له غېږې نه ساينسي طریقه کار رامینځته شو چې اولًا د مادې او فطري قوانینو د تفهیم لپاره استعمالېدۀ مګر ورو ورو دا ساينسي طریقه د انسانانو د ټولو علومو په ډګر کښې خپره شوه او دغسې د دې نه رامینځته شوي نظریاتو د انساني ژوند سره تړلي په ټولو افکارو احاطه اوکړه یعنې چرته چې ساينس لائق د تطبیق نۀ وۀ، په هغه غېر متعلقه علومو هم ساينس نافذ شو، نو دغسې ورسره مثبت او منفي نتائج مخې ته راغلل. ساينس او اسلام د یو بل سره دښمني نۀ لري ځکه چې د دواړو موضوعات بالکل مختلف دي خو د ساینس په بنیاد بعضې ملحدان او دهریه د مخاصمت له وجې اسلام ردوي. ساينس ما بعد الطبیعیاتي مسائل نۀ ردوي او نۀ ئې تائیدوي ځکه چې دا د ساينس ډومینز نۀ دي. د ساینس په مرسته دین ردول د ملحدانو خود ساخته غير منطقي معیار دے.

د ساینس بنیادي مقدمه دا ده چې د کائنات دا نظام د قوانینو تابع دے او دا قوانین قابل تفهیم دي. د دې ترڅنګ د مشکک ذهنیّت دا خبره هم مینځ ته راغله چې دا کائنات او پخپله انسان د ارتقاء له مخې دې مقام ته را رسېدلے دے او دا ارتقاء د “ړاندۀ” اتفاقاتو او قوانینو تابع دي. ساينسي طریقه کار په دوۀ بنسټیزو اصولو ولاړه ده: مشاهده او تجربه، مشاهده بلا واسطه هم کیدے شي لکه څنګه چې مونږ د سپوږمۍ او لمر د دورانيې مشاهده کوو خو مونږ الیکټرانز په سترګو نۀ شو لیدلې مګر د الیکټرانز د اثراتو له مخې د الیکټرانز په شتون یقین لرو.

د ساينسي طریقې په خپلولو سره په مغرب کښې مادي پرمختګ دومره ستر انقلاب راویستو چې په نورو علمي برخو کښې ماهرینو محسوسه کړه چې د خپلو څېړنو ترسره کولو لپاره دې هم دغه ساینسي طریقه کار غوره کړي یعنې د مشاهدې په بنیاد مفروضه قائمول او د دغې مفروضې د صحیح ثابتولو د پاره تجربې کول . کله چې مونږ په تولو علومو کښې د مشاهدې او تجربې دغه رشته نافذ کړه، نو د دې سره په ځانګړي توګه په تاریخ کښې جدید ذهن ته مشکلات راغله. تاریخ د تېر شوو پېښو نوم دے. دې پېښو ته د رسایۍ د پاره زمونږ سره دوه طریقې دي، یوه طریقه اثارِ قدیمه دي او بله وسیله خبر دے. د خبر بیا دوۀ قسمونه دي : یو تحریري خبر دے او دویم زباني خبر دے چې د یو نسل نه تر بل نسل ته ئې انتقال کېږي. هره پېښه/واقعه د حقیقت شناسۍ د پاره د عینی شاهد غوښتنه کوي، که یو سړے د یوې پېښې عیني شاهد وي نو په هغه اعتبار کول تر هغې مشکل وي تر څو چې مونږ د دغي سړي د کردار، سیرت او د شخصي تمایلاتو سره اشنا نشو. د عینی شاهدینو شمېر چې څومره زیات وي، هغه هومره د پېښو صحت باوري وي. د تاریخ په حقله المیه دا ده چې مونږ څومره هم شاته ځو، هومره زمونو سره د ماخذونو او عینی شاهدینو د بیانونو کموالے زیاتېږي. که چرې مونږ ته د یو دور په حقله د یو چا د خیالونو او پیښو ریکارډ تر لاسه کړو، نو مونږ د دې سړي د سیرت او کردار او د ذاتي تمایلاتو په حقله بیا معلومات نۀ لرو، په اسلامي تاریخ کښې په ځانګړې توګه نبوي دور، شاید یواځینے مثال وي چې په تاریخ کښې نۀ یوازې د عیني شاهدینو یوه غټه شمېره موجوده ده، بلکې د محمد ﷺ د سیرت او د کردار په حقله دومره معتمد معلومات شته چې د شک ټولې دروازې بندوي.

د ډارون له خوا د ارتقاء نظریه په مغرب کښې دومره جاذبه وه چې د هر مکتبِ فکر خلک ئې ځان ته راکش کړه نو په دې اساس چې کله د مذهبونو د تاریخ بیانيې د دې نظريې په اساس پېل شوې نو د خلکو دغه ګمان جوړ شو چې ګنې مذهب د انساني ذهن اختراع ده او د خدائے تصور یوازې د انساني تخیل نتیجه ده ، داسې ډېر مذهبونه شته چې د انساني ذهن اختراع به وي مګر کله چې مونږ د دغې مقارنه د خپل دینِ اسلام سره کوو نو د اسلام حقانیّت لکه د لمر په جهان اشکاره کېږي.

د عیبونو په اړه تر ټولو سخته نیوکه د خلکو نظرونه وي. بیا ښځه د خپل خاوند په عیبونو سخته نیوکه کوي. رسول الله ﷺ د خپل ژوند ۲۵ کاله د امُ المؤمنین خدیجه رضی الله عنها سره تېر کړل. خدیجه رضی الله عنها د الله د رسول د عظمت نه دومره متاثره شوي وه چې د خپل ژوند تر آخره وخته پورې ئې خپل خدمات محمد ﷺ ته وقف کړل. چې کله محمد ﷺ د مختلفو اندیښنو او خدشاتو سره مخ وۀ نو خدیجه رضی الله عنها د زړۀ له خلاصه ستاسو د لوړو اخلاقي صفاتو شهادت د ورکولو سره په راتلونکي وخت کښې ستاسو د پاره د لا زیات رفعت او عظمت تر لاسه کولو باور درکړو. د دې نه دا څرګندېږي چې خدیجه رضی الله عنها په خپله مشاهده کښې ستاسو په کردار او ګفتار کښې بې ساري د عظمت خویونه لیدلي وو. دغسې د مختلفو ټولنیزو او مذهبي پس منظرونو، د مختلفو فکرونو او په خپل ژوند کښې د ټولو توپیرونو سره واړه صحابه په دې متفق وو چې د محمد ﷺ کردار او ګفتار داسې زړۀ راښکونکے وۀ چې د دې له برکته ټولو صحابه دغه افکار د خپل ژوند په قالب کښې شامل کړ ے وۀ. په دنیا کښې داسې بل مثال نشته چې د تاریخ سره سره قرآن هم د هغه د اعلیٰ اخلاقو ګواهي ورکوي، نو په کوم اساس مونږ د اسلام مقارنه د نورو اوټ ډیټډ مذهبونو سره کوو يا ئې ولې مونږ د هاغه مذهبونو په صف کښې ودروۀ چې د انسانانو خپله اختراع ده؟

د سابقه انبیاوو شریعتونه د اسلام د راتلو وروسته منسوخ شوي دي. لکه د مثال په توګه که چرې د یو هېواد قانون تعدیل شي یا د دې په ځاي نوې قانون راشي نو اوس که هر عاقل شخص د دغې نوې قانون په ځاي په فسخ شوي قانون باندې عمل کوي نو دا به د قانون مخالفت وي.

خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ