ډوپامين D – Dopamine
اکسي ټوسين O – Oxytocin
سيروټينين S – Serotinin
اينډارفن E – Endorphin
دا هغه څلور هارمونز دي چې د دې مثبت فعاليت تاسو پۀ طبعي او جذباتي توګه صحت مند ساتي – خو ياده دې وي چې دغه ټول هارمونز د منفي فعالیت یا د غلطو عاداتو له وجې هم خارجيږي – چې پۀ نتېجه کښې ئې انسان د ډېرو ستونځو سره مخ کيږي –
ډوپامين د يو مقصد حاصلولو پۀ وجه د خوشالۍ ، سکون يا د انعام پۀ توګه خارجيږي – دغه يو مثبت انسان پۀ مثبت کار حاصلوي لکه کار موندل ، پاس کېدل ، کاروبار شورو کول او نور بلها – منفي انسان ئې پۀ منفي مقاصدو حاصلوي لکه نشه ، غلا ، ډاکه ، قتل او نور بلها –
آکسی ټوسین ته د مينې هارمون هم وائي – دا پۀ مثبت خلکو کښې د خپلو ماشومانو ، مور و پلار ، خويندې وروڼو او د ښځې د طبعي لمس سره د سکون کېفيت پېدا کوي – د ټولنيز تړون سره د اطمينان حالت راولي – پۀ منفي خلکو د دې اخراج د هغو د سوچ مطابق د غېرو د منفي لمس او ټولنيز انتشار سره تړلے وي –
سیراټونین پۀ مثبت خلکو کښې د علمي ، مالي يا بدني ښېګړې سره خارجيږي او د دې سره ذهن او وجود ته يو خاص قسم سکون رسي – خواه کۀ دا ښېګړه چاته خوږه خبره ، چاله مشوره ورکول يا چاته لار سمول ولې نۀ وي – او پۀ منفي خلکو کښې د دې اخراج د دوکې ، زياتي ، بدل ، مالي بې ضابطګۍ او نورو داسې کارونو سره کيږي چې دغې انسان ته پرې سکون رسي –
اینڈورفن د خفګان ، سټرېس او درد پۀ وخت خارجيږي – او دغه حالت پۀ سکون او اطمينان بدلوي – د دې نه علاوه چې کله مونږ ورزش کوو ، طنز و مزاح کوو يا څۀ مثبت ويډيوز ګورو يا اډيوز اورو نو د دې د اخراج پۀ وجه انسان ته خوشالي مېلاويږي – منفي خلکو ته دا پۀ غېر صحتمنده ستړيا او غېر اخلاقي مواد کتلو يا اورېدلو سکون بخښي –
زۀ اکثر خبره کووم چې د منفي خلکو نه ځان لرې ساتئ اصل کښې دغه خلک ستاسو د نيورو ټرانسميټر کنټرول پۀ لاسو کښې اخلي – او بيا تاسو پۀ هغه څيزونو او کارونو کښې سکون لټوئ – چې هغه ورو ورو ستاسو ذهني ، نفسياتي ، جذباتي ، طبعي او اخلاقي صحت برباد کړي –
#ډاکټرديداريوسفزے