dr-abaseen-yousafzai-a-poet-of-beauty-grace-and-adornment 0

ډاکټر اباسين يوسفزے دحسن او جمال او شرنګار رس شاعر

په هندي جمالياتو کښې شرنګار رس د ټولو رسونو/شربتونو سرچينه ګڼلې شي.دا رس د محبت او غم د جذبو نه پيدا کېږي او په فن کښې ددې جذبو په بنياد جمالياتي تجربه زېږېږي.دا عشق دے چې د محبت د جذبې جمالياتي تجربه ده،هم عشق د شرنګار رس مرکز دے،هم ددې په تحرک ددې رس زيږون راخټ کېږي،د خپلې شرينۍ او خوږوالي ذائقه پيدا کوي ،پخپله لپه کښې کۀ ډېر هم د غم او درد احساس لري او لوستونکے يا اورېدونکے د دغې احساس په ولقه کښې اخلي هم نو بل خوا ورته د کيتهارسس يو داسې احساس هم په خپل باطن کښې ساتي چې د هغه شعور،احساس،تخيل او هر څۀ متاثره کوي.

د شرنګار رس د اصطلاح په حقله دا خيال دے چې ددې تعلق “شر/سر”Sr) ( سره دے،چې لغوي معنې يې وهل،وهل کول،Sr himsaym مفهوم هم دا دې چې د هغه سړي ختمېدل چې د عشق تجربه لري.مطلب دا چې چا عشق وکړو،په محبت کښې ګرفتار شو نو هغه ختم شو،عشق سړے ختموي ،سړے وژني!

د جماليتو معروف عالم ابهي نو ګپت ددې سره اختلاف کوي وائي چې لفظ شرنګار په اصل کښې سرنګا (Srnga)نه وتے دے چې مفهوم ئې دے “د څۀ ژور اثر چې د سيکس په جبلت وي.”يعني هغه تجربه چې د عشق نه لاس ته راشي او د سيکس جبلت متاثره کړي هغه شرنګار دے.دواړه مفاهيم ارزښتمند دي.په دواړو کښې څۀ تضاد نشته ،دا لفظ کۀ د هر ځاے نه هر څنګه راوتلے دے دواړه مفاهيم په شريکه د شرنګار د اصطلاح په معنويت کښې فراختيا پيدا کوي.بل خوا د اردو او سنسکرت ډکشنري ريخته د شرنګار رس متعلق ليکي:

 “اصل: سنسکرت،اسم، مذکر،سنسکرت کےعلم بلاغت کی رو سے رس یا کیفیت کی نو قسموں میں سے ایک، وصل و ہجر ، حسن و عشق کے جذبات”[i]

ژباړه: اصل :سنسکرت،اسم مذکر،د سنسکرت د علم بلاغت تر مخه د رس يا کېفيت په نهو قسمونو نه يو،وصل هجر،د حسن و عشق جذبات.

دلته د جبلت په حواله هيڅ قسم خبره مخې ته نۀ راځي ځکه چې شرنګار رس اصطلاح مونږ په وسيع معنو کښې د حسن او عشق سره سره د دې جذبې په نتيجه کښې چې کوم کيفيات پيدا کېږي د هغې دپاره کارولے شو .حسن د جبلت د پاره محرک دے او عشق هغه کېفيت دے چې ددغې جبلت د جذبې د تکميل نقطۀ عروج دے.ددغې کيفيت دپاره چې سنسکرت کښې کومه اصطلاح مستعمل ده هغه شرنګار رس ده.زۀ دا دعوه کولې شم چې پښتو ادب کښې دا اصطلاح ما په اول ځل معرفي کړي ده.د غزل په حواله او بيا د ډاکټر اباسين د غزل په حقله چې مونږ د شرنګار رس په مفاهيمو غور وکړو نو په دې کښې هيڅ شک نشته چې دغه مفاهيم د ډېر ارزښت او اهميت وړ دي.د اباسين يوسفزي غزل د تړقېدونکي ژوبل ژوبل ارمانونو ،د قتل شوي جذبو او د عشق په رنځ اخته د عشق لمبو وهلي او وژلي عاشقانو د کيفياتو قيصه هم ده او د عشق او جنس د جبلت د کشش او ميلان افسانه هم.

عشق د شرنګار بنيادي جذبه ده او د اباسين يوسفزي شاعري د عشق د جذبې داسې شاعري ده چې سړے يې په ډېر انهماک تماشه هم کوي ،غور پرې هم کوي او د خپل احساس په لپه  کښې ترې ځانله د خپلې تندې د ماتولو هڅه هم کوي. د اباسين يوسفزي تجربه هم دا ده چې عشق وژل کوي سېزل کوي.

ستا په رخسار لمبې لمبې سوزم
زلفې راڅنډوهه لمدې سوزم

لکه د شمعې غړندې ژوند تېرووم
د ورځې مرمه او د شپې سوزم

ستا دښائست د سرو لمبو مخې ته

اباسين چپې چپې سوزم[ii]

د ذات جوهر مې منجمد شو په يو داسې کور کښې
چرته چې ټول عمر له سېورے وي او نمر نۀ راځي

سترګو ته دې ويلي شوم او شونډو ته دې توے شومه

څومره په ترخه د محبت په خوږو پوے شومه[iii]

هسې د ځان غوندې مےلومه بل څوک نۀ شو ليدے
خېر کۀ پخپله مبتلا يو هيڅ پروا نۀ لرو

دومره سينګار مونږه نانجاړو ته حاجت نۀ لري
جانانه قتل ته رضا يو هيڅ پروا نۀ لرو[iv]

هغه ګورې ګورې زلفې مخملينه توده غېږه
د يخنۍ نه وشوشکېږم د ګرمۍ په ماښامي کښې

سر يې ښکته کړو مسکۍ شوه د راتلو وعده يې وکړه
 ناڅاپي ګوته په خلۀ شوه وېل يې وۍ په ماښامي کښې[v]

نقوش د حسن دې د غرونو غوندې کلک ولاړ دي
د مخ ګلزار کښې دې رنګونه په چورلک ولاړ دي[vi]

لکه څوک چې په شېبره تبه پرېوزي
دديدن په وخت کښې خس خبره نۀ اورم

عاشقۍ راسره داسې چارې وکړې
مرم د لوږې خو د نس خبرې نۀ اورم

شوخ ليمه چې دې څۀ وائي زۀ پوهېږم
درېغه زۀ به د نرکس خبره نۀ اورم[vii]

داباسين يوسفزي په کلام کښې د دغې تجربو بلها رنګونه موجود دي.هر شعر ته چې د شرنګار په نظر ګورو او لږ د عشق د جبلت د کيفيت سره خپله جذبه شريکه کړو نو دغه رس زمونږ د روح په ورشوګانو لکه د سپرلي د باران ورېږي.ددغې تجربو يو بل انداز او بل رنګ ګورو چې څومره په فنکارانه انداز د خپل پښتون فطرت په پرده کښې د عشق د ناشنا کېفيت اظهار کوي د احساس او محسوساتو سره د غور او فکراړتيا لري.

ملګرو خدائيګو کۀ مې لږ ترس په ځان شوے دے

په محبت کښې چې زما څومره تاوان شوے دے

زما د ستړي محبت د حسرتونو جائيداد

زما د وينې په قيمت باندې ارزان شوے دے[viii]

ايله دې اوس د زړۀ په غلا پوهه شوم

چې اننګو کښې دې رنګونه راغلۀ[ix]

ځان مې د نمر شغلو ته ونيوو خو تۀ مې ګل کړې

لکه د پرخې دې په غېږه کښې تس نس خور شوم

لکه د ګل د يوې پېغلې کمڅو مړاوې نۀ کړم

زۀ اباسين وومه په کلي په اولس خور شوم[x]

بيا به د ژوند دپه هره لاره تندکونه خورمه

کۀ ستا نرۍ نرۍ اوږې مې له څنګله وځي[xi]

چې زما د تقاضو پرکي راښکے شي

د چانان په لوپټه لاسونه کلک شي
بيا د هر ښکلي په سترګو کښې ځان ګوري

محبت کښې خو سړے د ځانه ورک شي

زۀ د مينې اباسين يوړم لاهو شوم

ستا د حسن غر دې تا ته مبارک شي[xii]

ما چې خپله ځواني وليده په اور کښې

ګلې ستا د پېغلتوب راسره غم شو[xiii]

په دغه شعرونو کښې کۀ يو خوا د جذبې د صداقت او جبلت د کېفيت اظهار شوے نو بل خوا د اباسين يوسفزي د فن د کمال بېلګه ده چې دغه تجربې ئې څومره په ښۀ او فنکارانه انداز د شعر په وجود کښې مجسم کړي دي. د شرنګار رس د مفهوم بل اړخ ته په دې شعرونو کښې ځير کېدل هم مونږ د هغه کېف سره اشنا کوي کوم چې مونږ محسوسوو خو ولې د اظهار چل يې نۀ راځي. اباسين يوسفزي د دغه کېف سرور څۀ داسې بيان کړے:

ستا وږمې چې مې دېره شوې په ګريوان کښې

لکه ټل د ګلو وي په بيابان کښې
خال دې جخت د اننګي په خوا کښې ناست دے
تميز ورک شو په اقا او په دربان کښې
ستا دا شونډې ولې وچې وچې کېږي
اباسين خو کمے نۀ ويني په ځان کښې[xiv]
د سترګو تور د شونډو سرۀ د نظر ست ورېږي
په چا به قات وي نو په مونږ خو محبت ورېږي
زما دګل غوندې جانان جوړې پرانيزي شونډي
دا چې فضا نشه نشه ده او نکهت ورېږي
د جانان غټې غټې تورې قاتلانې سترګې
اول ورېږي نۀ چې اووري نو قيامت ورېږي[xv]
پېغلتوب دې داسې وسپړدې جانانه
لکه ګل کښې چې رنګونه رابرسېر شي
ستا ښائست مې د ځوانۍ نه داسې تاؤ شو
لکه اور چې د ځنګل نه راچاپېر شي[xvi]
لکه چې اور په سوراړه پرېوځي
د خولو څاڅکي دې په ما پرېوځي
په نيمکښو شال کښې دې مخ ته ګورم
لکه چې نمر د غرۀ په شا پرېوځي
ستا د تېره تېره بڼو نه ځار شم
زما په هره مدعا پرېوځي[xvii]

د شرنګار رس په خوږو کښې ډوب هر شعر د پښتو او پښتنو د جذبو ترجمان شعر دے چې د اباسين يوسفزي احساس حسن هم متاثره کوي او د هغه حسن د رومان روماني کېفيت هم په خپله ولقه کښې اخلي.د حسن د دغه شوخ او ژور احساس سره سم رومانيت د شرنګار روح او د هغې جوهر دے.اشنا او بعضې زاړې روايتي تجربې هم ددغې رس په سوب تازګي او نوے والې لري.د اباسين يوسفزي اسلوب په حسن کښې يو تنظيم پيدا کوي او رومانيت ئې پکښې نا اشنائي او پردېتوب پيدا کوي او هم دغه وجه ده چې د اباسين يوسفزي د شاعرۍ نه ډېر زيات جمالياتي حظ تر لاسه کېږي.اباسين تجربو له شدت ورکوي او ددغې تجربو په بنياد د حظ ورکولو صلاحيت لري.

د نر او ښځې د محبت د شدت او د هغوي د جذباتي کېفياتو اهميت نه انکار نۀ شي کېدے.ټول جمالياتي تجربې کوي هم او تجربې مومي هم محسوسوي ئې هم خو هر چا له د دغې تجربو د اظهار چل نۀ ورځي.ددغې تجربو په ډرامائي اوتمثيلي انداز کښې د وړاندې کولو صلاحيت صرف په تخليقي فنکار يعنې شاعر کښې وي او هغه په خپل فن کښې ددغې تجربو اظهار په داسې انداز کښې کوي چې د فن د ښکلا سره سم پکښې د جذبې د تجربې صداقت هم وي.هم دغه ځانکړتيا شاعر ژوندے ساتي.د شاعر ذهني شادابي او زرخېزي دغه کېفياتو او تجربو له نوے ژوند ورکوي.هم دغه شادابي د اباسين يوسفزي د تخيل ورشوګانې متاثره کوي او د شرنګاررس په خوږو کښې خوشتې تجربې ئې شعر ته نوې رنګ او اهنګ بخښي.لکه لکه د دغې شرنګار رس په غېږ کښې د حېرت او تحير د احساس ښکالو هم محسوسېږي.په دغه ښکالو کښې مونږ ته د جمالياتي حظ نه زيات داباسين يوسفزي د تحت الشعور د اسمان د زرغونې د شوخو رنګونو انځور هم په نظر راځي. د شعرونو سادګي او فنکاري،د لهجې معصوميت او سپېځلے انداز په  دغه ډرامائي کېفيت کښې نور هم راښکون پيدا کوي.د اباسين د جمالياتو خصوصيت دا دې چې د عشق او محبت نوي نوي جمالياتي تجربې ترې په بيا بيا راولاړېږي او د جمالياتو خواږۀ په هر ځل د نوي احساس سره مونږ ته سکون بخښي او اکثر ترې د وجد او کېف يو عجيبه کېفيت پيداشي.په پښتوعشقيه  شاعرۍ کښې روحاني سرور او  د وجد و کېف   (Exaltation)  داسې مثالونه ډېر کم په لاس راځي.دلته چې کوم شعرونو وړاندې کړې شو نو تاسو ته به هم يقينا دغه عشقيه تجربې محسوس شوې هم وي او ددغې تجربو ادراک به درته هم شوې وي چې هر شعر کښې د بل نه زيات شدت او جمالياتي کېف دے.ددې وجه دا ده چې د اباسين د حسن ادراک ډېر شديد دے او د دغې ادراک احساس له د اظهار دپاره لفظونو کښې روح پوکل ورله هم ورځي.د محبوب د زلفو،رخسار،سترګو،اداګانو،خالونو،غرض د هر انداز او کېفيت ئې ډېر په نفاست بې اختياره ډېر په استاکارۍ اظهار کړې.د محبوب د رويې ،روزګار او ناز د سوز او ګداز سره سم د محبوب د وجود مشاهده انتهائي لطيفې او نفېسې جمالياتي تجربې مخې ته راوړي.هر شعر ئې په شرنګار رس کښې ډوب دے چې د اباسين يوسفزي د ذهني او فکري رسا والي سره جمالياتي سرور هم بخښي.د شرنګار رس د تجربې د معيار دا يو څو شعرونه هم دي:

ستا سترګو چې مستې شوخ و شنګ خبرې زده کړې
ډېرو حسينانو ترې رنګ رنګ خبرې زده کړې
نن مې ترې په زور ديدن غوښتلو دا ئې ووې
وګوره زما د در ملنګ خبرې زده کړې
مينه معلومېږي د اظهار محتاجه نۀ ده
نۀ شمع ګويا شوه نۀ پتنګ خبرې زده کړې[xviii]

چې په خطا سره مو سترګې په يو بل ولګي
د مخ سرخي ئې د نرۍ حيا نه اور واخلي
د ځنګل اور دے نو اخر بيا به ئې څنګه وژنې
کۀ ګوري زلفې دې زما د ساه نه اور واخلي
زما د زړۀ اتش فشان کۀ يو ځل وشورېدو
نو ستا د حسن اباسين به رانه اور واخلي[xix]

چې سحر خېژي نو خلق رڼا وژني
ستا دا سپينې سپينې سترګې به ما وژني
پېغلتوب به دې زما ځواني تالا کړي
غټان عمر له خواران بې ګناه وژني[xx]

د شونډو پاهې دې ټکور راکوي
د نظر مالګې دې زخمونه سېزي

يو اننګي بل دې سرخي د شونډو
لکه اورونه چې اورونه سېزي[xxi]

زلفې کمڅۍ کړه يا ئې کېږدوه زما په ولو
دا دې په نرمو او نازکو اوږو بار پروت دے
دا په ګلونو باندې پرخه کۀ باران شوے دے
کۀ دا ئې پشم د خولو په سپين رخسار پروت دے[xxii]

بوګنوونکي غوندې شپه ده خداے دې خېر کړي
جادوګره راسره ده خداے دې خېر کړي

يو د چا د پېغلوکۍ مينې ګرمي ده
بل زما د ژوند غرمه ده خداے دې خېر کړي
د رنګونو شونډې وچې وچې کېږي
په رخسار ئې زرغونه ده خداے دې خېر کړي
لېونۍ د اباسين چپو ته دانګي
لامبو نۀ ورځي ساده ده خداے دې خېر کړي[xxiii]

په ځان مې بيا سترګې خوږې کړه زۀ هم هغه يمه
د خلقو سترګې راپسې کړه زۀ هم هغه يمه
لتاړې دشتې دي قسم دے چې د تندې مرمه
د شونډو جام دې رانزدې کړه زه هم هغه يمه
د هاغه وريت نظر ټکور مې په زړګي ورېږي
يو ځل مې بيا خولې خولې کړه زۀ هم هغه يمه[xxiv]

جمالياتي تجربه د بدن نه په بدن کښې زرغونېږي او د تخيل په رڼا کښې منوره بيا بدن پورې راځي او “رس” بخښي.ددې حسي کېفيت يا حسيت(Sensuousness)  دغه تاثر لري چې بس د جسدونو د د يو والي و ارزو تکميل وشي او يو جمالياتي وحدت پيدا شي.د دغې تجربې په تناظر کښې د اباسين يوسفزي شاعري لولئ نو د هغه د وجدان او تخيل د سحرناکو کېفياتو د اثر په سمندر کښې به ډوبېږئ او هم هغه سرور به محسوس کړئ.

اباسين حسن پرست دے.د حسن احساس ورکول ئې وظيفه ده،د شرنګار په تجربو کښې ئې د تخيل چينې ژورې او مشاهده تېزه ده.په متوازنه لهجه کېف او سروراو نغمګۍ کښې راښکون پيدا کېږي او هر څوک ورته متوجه کېږي. په لفظونو کښې چې څنګه اظهار شوې دے ددې نه دا جوتېږي چې زمونږ شاعر به دغه حسن څومره او په کوم شدت محسوس کړې وي.اباسين يوسفزي د خپلې حسن پرستۍ اظهار په خلاص مټ کړے دے.د هغه شاعري د حسن د حسي ردعمل يوه ښائسته رنګينه ، شوخه او خوږۀ نمونه ده.

د شرنګار دوه لوے خصوصيات دي.يو د حسن د احساس شدت او بل رومانيت.د اباسين يوسفزي په کلام کښې دا دواړه خصوصيات موجود دي.هغه د حسن ژور احساس لري او اکثر دا محسوسېږي چې په دغه احساس کښې ئې نور هم شدت پيدا شوې دے.دغسې د هغه رومانيت دے نو د رومانيت د شرينۍ احساس ئې هم مسلم دے.د شرنګار په شان د غزل هم دغه دوه خصوصيات دي.د حسن احساس او رومانيت.د عاشق او محبوب په کردار کښې ددې خصوصياتو ادراک زيات کېدے شي.د پښتو د غزل د روايتي عاشق او محبوب د ذات په تشکيل کښې د اباسين شعري تجربو خپله وظيفه ترسره کړي ده.د اباسين د جمالياتي رويې انفراديت په دغه کردارونو کښې راښکون پيدا کړے دے.د رحمان بابا او حمزه بابا د عاشق اومحبوب په شان د اباسين په کلام کښې څۀ خاص ګڼ اړخيز تصور نۀ  ښکاري.بې شکه د اباسين په کلام کښې جذبه هم اهم ده او تخيل هم خو د عاشق او محبوب د تعلق هغه Bursts of inspiration  نۀ لري کوم چې د رحمان بابا او حمزه بابا په کلام کښې دے.رحمان بابا او حمزه بابا عاشق او محبوب دواړو ته اعلي او افضل قدر Supreme Valueورکړے چې ترې جمالياتي اسودګي او سرور په بشپړه توګه حاصلېږي خوولې بيا هم د اباسين يوسفزي د عاشق جمالياتي شعور ترې مېچور دے او هم دغه وجه ده چې د حسن احساس ئې مجسم دے.

د بېلتون غارمۀ چې سرۀ شي د يادونو واورې پاڅي
د ديدن شېبې پرې وکړه په زخمونو مې سوکړه شوه
چې ګيلې مې راشروع کړې سر ئې ښکته کړو مسکۍ شوه
زر ئې کلکه غاړۍ راکړه جوړې هېره ترې بهانه شوه
په والله چې به خدايان شي کۀ دا ښکلي چا خبر کړه
په نظر د زمانې کښې د دوي دومره مرتبه ده[xxv

د اباسين يوسفزي عاشق د غوښې جوړ دے او هم د غوښې د يو پېکر سره لېونے عشق  کوي:

ستا په اوږدو اوږدو وعدو چې امېدونه تړم
د ګل په پاڼو به د شونډو پرهرونه تړم
سترګې راپورته کړه لاليه چې ئې وجنګوو
زه خو په زور باندې د چا سره جنګونه تړم
د لوپټې پيڅکے ئې ونيوو په غاښ وئيل ئې
ګلشن ته ځو خو په کمڅو به دې لاسونه تړم
ستا د چپو چپو چشمانو نه مې ويره کېږي
ځکه په غاړه کښې د اوم سپڼسي بندونه تړم
خپل زړۀ مې غټ غټ شوکېدلے دے پروا نۀ لرم
ستا د سهرې به په خپل لاس باندې لړونه تړم[xxvi]

زۀ پښتنه پېغله يم رواج بې وسه کړې يم
خلق راته ونۀ کړي پېغور په کلي مۀ راځه[xxvii]

د ګورو ګورو زلفو پرې وريځې غرونه غرونه
سرې شونډې ئې د مخ په سپينه واوره کښې ګلونه
دوه غټې غټې سترګې په نشو کښې ډوبې ډوبې
 دوه نرمې نرمې شونډې ګلابي پکښې رنګونه
اوپره اوپره پاپۍ ئې مرمرينې خويه خويه
 اومې اومې څنګلې او بوږه بوږه لاسونه
اوږده اوږدۀ باڼه تاؤ شوې وروځې روڼ نتدے ئې
وړه ماشومه پوزه او تنکي تنکي غوږونه[xxviii]

د اباسين عاشق د خپل محبوب بدن پله ډېر راښکون لري او د هغه د رنګ او خوند لېونے دے.د خپل عاشق د دغه کيفياتو منظر کشي کوي او داسې په هنر يې کوي چې د غزل نزاکت ورته هم خپله جولۍ نيولي.

ستا بڼو راله زړګے کړو کرښې کرښې
بې وسۍ راله تندے کړو کرښې کرښې
لکه برېښي چې اسمان سپينه وريځ کښې
کۀ خندا ئې اننګے کړو کرښې کرښې[xxix]

محبت به درته جوړ کړي فسادونه
غزونې به جانانه سبا اخلې
بې له نمره د سپوږمۍ په مخ تيرې وي
تۀ زما د پلوشو نه رڼا اخلې[xxx]
د اباسين عاشق د وصل تجربه کړې ده اړ بيا هم د وصل خواهش مند دے.دغه کېفيت ئې ځکه دې چې حسن پرستي د محبوب د وجود جسن او جمال مجسم کوي.د هغې نه يو ښائسته زړۀ راښکونکے او انتهائي جازب پېکر وجود مومي .خو کله کله د اباسين دغه عاشق د خپل روايتي مزاج نه مجبور خپل شناخت داسې وړاندې کوي چې زمونږ ذهن پوسټ کالسک دور ته بوزي چرته چې د رومانيت رنکونو ايله ايله سترګې پرانستلو ته جوړولې.

چې درنه ډوب نۀ شمه لاس راکړه
ماله د خپل وجود احساس راکړه[xxxi]

زۀ هم په داغونو زړۀ رنګين لرم
ستا په اننګو کۀ نرۍ زخې دي
لاس دې په نکريزو باندې سرۀ نۀ دي
دا زما د زړۀ د شونډو غوښې دي[xxxii]

د ډاکټر اباسين د عاشق حسي او جمالياتي تجربې شرنګار رس کښې خوشتې دي.د حسن احساس،رومانيت،غم او درد ،اه او فغان او عشقيه تجربې ،دا هر څۀ د عاشق په حسي او جمالياتي تجربو کښې شامل دي.ډاکټر موصوف د خوشحالۍ احساسات يا د Pleasurable Sensations يو منفرد شاعر دے.د هغه په شعري تجربو کښې موضوع او موادو له د ډرامائي صورت ورکولو رجحان هم موجود دے. تجربه په مختلف انداز ډرامائي کېفيت پيدا کوي.لکه

لکه شمع دې بلېږمه په زړۀ کښې
په قلاره مړ مې نۀ کړې چې ساه اخلې[xxxiii]

طبيعت دې د ماشوم غوندې نازک دے
کۀ خبرې دې  پستې دي  زړۀ دې کلک دے

د ښائست د جائيدادونو تۀ مېر من ئې
ستا شاعر د زړۀ د وران کلي ملک دے[xxxiv]

ستا يادونه مې په زړۀ داسې خوارۀ دي
لکه  ونې نه چې کور غېږه راتاؤ کړي[xxxv]

د بڼو په غاښور ئې ټول خوبونه رانه ټول کړه
خدايه بيا مخې له راغله لېونۍ په ماښامي کښې[xxxvi]

غوڅ غوڅ لاسونه چاودې شونډې د اجرت په طلب
د محل مخې ته مودو نه کاڼي ټک ولاړ دي[xxxvii]

ګله ډېر حسين ئې خو رقيب مې په کمڅو کښې شې
داسې د جانان په اوږو سور په کلي مۀ راځۀ[xxxviii]

د ځنګل اور دے نو اخر بيا به ئې څنګه وژنې
که ګورې زلفې دې زما د ساه نه اور واخلي[xxxix]

سپينه سپوږمۍ خېژي په غر باندې راپرې نۀ وځي
د چينارونو په ګودر باندې را پرې نۀ وځي
ټول دېوالونه  ئې چاودلي دي کاږۀ واږۀ دي
چرته دا کور زمونږ په سر باندې را پرې نۀ وځي[xl]

دا وريځې راتاؤ شوي د سپوږمۍ نه
که پلو دې مخ رانيسي د شوخۍ نه
ستا د زلفو تار د زړۀ په رباب سُر کړم
څۀ خوږې سندرې اورم د ځوانۍ نه [xli]

په دې شعرونو کښې چې مونږ د اباسين يوسفزي د تخليقي توان جاج اخلو نو دا خبره ترې جوتېږي چې د يوې مفکورې سره سم زمونږ ذهن ته يو داسې انځور هم راځي چې هغه شوخ هم دے رنګين هم. زمونږ خپل هم دے او زمونږ د فکر ترجمان هم.

د کوَر غېږه، د بڼو غاښور، کاڼي ټک، د ګل د حُسن په اوږو سور، د ځنګل اور، زلفې او ساه داسې ترکيبونه دي چې زمونږ په لاشعور کښې پراتۀ بلها تصويرونه رابرسېره کوي او مونږ له د ذوق د تسکين سره سم د معنو او مفاهيمو درنګونه راکوي.دا شعرونه د حسن او جمال يو ارفع انځور پيدا کوي او بيا ورو ورو د ژوند  دخپل Sense impression  په ژورو کښې ور ګډ د قاري احساساتي تاثر پاندې اثر انداز کېږي.دلته تخيل،تصور او د فېنټسي په شمول يوه رنګينه شعري  جمالياتي تجربه مېنځ ته راځي.ددې شعرونو حسن هم دا دے چې شاعر د دنيا او ژوند عام تصوراتو له يو نوے او دروند لباس ورکړے دے. په دغه لباس کښې کۀ يو خوا وقار دے نو بل خوا پکښې د خوشحالۍ او مسرت بصيرت په موجونو دے.شرنګار رس چې د کوم احساس حسن تقاضه کوي هغه دلته شتون لري.دا هم دغه احساس حسن دے چې د څۀ په سوب محبت د سرو په رنځيرونو کښې په زور راګېر دے او جونګړو ته راځي.

د سرو په زنځيرونو يې په زور را ايسار کړے
جونګړو ته راتښتي محبت څومره مجبور دے [xlii]
د غوښې جوړ محبوب وي يا کۀ الله ، هغه حسن دے،د حسن سرچينه ده،هم دهغه جلوې په کائنات کښې خورې دي.نمردے کۀ سپوږمۍ، ګل او کۀ آئينه هر خوا هم د هغه حسن دے.د هغه د رخسار ځل دے،رڼا ده نور دے او تازګي ده.

چې بينا دې کړمه ګل دې راته وښود
دا نظر ولې په بيرته له ما اخلې[xliii]

ربه تا پېژنم کۀ ځان پېژنم
هر څۀ په سترګو د جانان پېژنم[xliv

کائنات ښکلے دے د دنيا هر څيز حسين او زړۀ راښکونکے دے.ګل ،بلبل، آئينه او نمر سپوږمۍ داسې استعارې دي چې د دغې حسن پېژندګلو پرې کېږي.چرته چې هم د نظر پلوشې رسي د حسن مظاهر ورته ځلېږي.تصوف او ددې رومانيت چې د حسن او د حسن د سر چينې کوم شوخ او دلفرېب تصوير جوړ کړے اباسين ترې پوره رڼا اخستي.

بنيادي رښتيا دا دي چې فطرت يا نېچر کښې کوم حسن دې هم دغې د انسان جمالياتي شعور له د وجود سره دوام ورکړے.ددې سره سم دا هم حقيقت دے چې د انسان جمالياتي شعور فطرت يا نېچر ته حسن بخښلے.چې جمالياتي احساس نۀ وي نو نېچر کله ښۀ او ښکلے لګي،جمالياتي احساس او شعور د فطرت يا نېچر حسن رابرسېره کوي.دا هم ده چې خلق وي يا يې نوے تخليق کېږي.خداے محبوب دے ،حسن دے،د حسن مرکز دے،د حسن سرچينه ده،چې څۀ هم په نظر راځي د هغه د حسن جلوه ده.شبنم،شګه آئينه او د لاس کرښو کښې هم هغه دے.اباسين وائي کۀ د انسان زړۀ دے يا صورت،د هغه ټول وجود دے ،د هغه ظاهر او باطن د الهي حسن آئينه ده.په وئيلو خو د حق راز پټ دے خو حقيقت دا دے چې حسن اظهار غوښتلو نو ځکه د انسان وجود ظاهر او باطن دواړه آئينه شو.د کائنات د حسن د احساس کېف داسې بيانوي:

د وړې شګې سينه کښې راته ښکارې
د شبنم قطره قطره کښې راته ښکارې
د لاسونو په لکيرو کښې دې وينم
په شلېدلي ګرېوانۀ کښې راته ښکارې[xlv]
د کائنات حسن د حقيقي حسن عکس دے.هغه غوښتل چې هغه دې وپېژندے شي ،محسوس دې کړې شي نو څکه يې دا کائنات پيدا کړو.هم دهغه حسن دے چې هر خوا خور دے.ګوتم بدهـ وئيلي وو چې تۀ په دويم ځل په يوه وياله کښې قدم نۀ شې ايښودے ځکه چې تۀ بدلېږې! هره لمحه انسان پخپله بدلېږي.بدهـ کښې دا خبره دومره لرې پورې لاړله چې تر روح ورسېدله چې روح هم يو شان په يو حال نۀ شي پاتې کېدے.په روح کښې هم دوام نۀ وي دے هم مسلسل د بدلون سره مخ کېږي. د جين ازم تر مخه د ډيوې باتۍ هره لمحه بدلېږي.يو شان نۀ پاتې کېږي.د رڼا تسلسل قائم وي خو ولې بيا هم د ډيوې په باتۍ کښې بدلون مسلسل روان وي کېږي.هره لمحه د باتۍ صورت بدلېږي،وړومبے صورت ئې ورکېږي او نوے صورت اختياروي.د ماښام بلې ډيوې تر سحره د بلها بدلونونو نه تېرېږي.د ګوتم بدهـ خبره د دې خبرې نه مختلفه ده چې وله يا وياله يو شان نۀ پاتې کېږي هره لمحه بدلېږي ،په دويم ځل پکښې قدم ځکه نۀ شي کېښودے چې وياله بدلېږي.دا درېواړه خبرې متاثره کوونکي دي،د يوې بنيادي ښکلي رښتياؤ احساس ورکوي.او دغه احساس مېچور کوي هم.په دې درېواړه خبرو کښې د ژوند او کائنات د حسن او مسلسل تخليقي عمل راز پټ دے. حسن هره لمحه بدلېږي. دنمر د راختلو نه د پرېوتلو پورې هر منظر هره لمحه د ښکلا په رڼا وينځي.په دغه تناظر کښې چې د اباسين شعر لولو نو د جمال د احساس د وسعت سره ژوروالي اندازه هم لګي.

لکه بې سترګو چې تيارۀ او رڼا نۀ پېژني
هغه به ړوند وي پېغمبره(ص) چې تا نۀ پېژني[xlvi]

اسمان چې کله وبرېښي خندا دې را په ياد شي
باران خو ستا د حُسن تلاوت دے ځکه خوږ دے[xlvii]

د هرې لمحې د بدلېدونکي رنګ يو عجيبه او ښکلے احساس دے.تيارۀ او رڼا يو شان نۀ وي باران او خندا هم بدلېږي، او وياله هم يو شان نۀ وي هره لمحه بدلېږي،تۀ هم هر وخت بدلېږې يو شان نۀ يې، په روح کښې هره لمحه بدلون راځي،د ډيوې باتي هره لمحه بدلېږي،يو دلفريبه صورت ختمېدو سره بل ښکلے صورت وجود مومي.په دې کښې څۀ فرق دے؟ يوه خبره په مختلف انداز وئيلې شوې ده.په ډېر ژور انداز د وجود ، ژوند او کائنات هره لمحه بدلېدونکے حسن محسوس کړې شوې دے.د اباسين په کلام کښې حسن يو مثبت انساني قدر دے،د ژوند او کائنات حسن او جمال او مسلسل نوي صورتونو سره په وجود کښې راتلونکے احساس له ژبه ورکول د هغه کمال دے.ژوند ښکلے دے،هره لمحه ئې رنکونه بدلېږي،د حسن د تخليق سلسله روانه ده.

څو کۀ د شمعې غوندې توے شو ځان ته توے نۀ وايو
د وخت په سترګو کښې رڼا يو هيڅ پروا نۀ لرو[xlviii]

هره ائينه کښې ستا عکسونه وو
ورک شومه د ځانه تاته څۀ پته[xlix]

په محىپت کښې کائنات په يوه نقطه مرکوز شي
په دې لنډ تنګ ژوند کښې سړے بل چاته نۀ جوړېږي[l]
په دغه تناظر کښې چې مونږ دې شعرونو ته ځير شو نو پخيله ترې دا جوتېږي چې د کائنات د ټولو نه لوے حقيقت حسن دے او ددغې حسن د تکميل دپاره انسان د کومو کېفياتو نه تېرېږي.

شرنګاررس کښې حېرت او استعجاب ډېر ارزښت لري،د اباسين يوسفزي ډېر شعرونه داسې شته چې د حسن احساس او د هغې د شدت کېفيت ترې جوتېږي.د الميې ښکلا رابيداروي،او د رومانيت او دهغې د ډرامائي کېفيت رابرسېره کولو په هڅه کښې د حېرت او استعجاب احساس هم پيدا کوي،رجحان او لهجه کښې د حېرانۍ احساس لري.په څۀ چې د هغه د شعرونو حسن او دلفريبي لا سېوا کېږي.بې شکه چې حمزه بابا د حېرت او حېرت د جمالياتو د ټولو نه لوے شاعر ګڼم.د Great wonder او  Aesthetics of wonder  لوے شاعر او اباسين د شرنګار رس د خوږو،شيرنۍ ، نفاست او زړۀ راښکونکي تحير د ښکلي او وړو وړو تجربو سره سر لوړے ولاړ دے.د دوي په کلام کښې د تحير د تجربو واړۀ واړۀ خاپونه په نظر راځي.دوي ته مونږ د Small wonder شاعر وئيلے شو.خو ولې بيا هم ژوروالے لري.

ښکالو دې نشته د قدم څۀ انګازه نشته دے
لکه تصوير راته د هېڅ شي اندازه نشته دے[li]

لکه سوالګرے په کوڅۀ کښې غلے نۀ ودرېږم
زۀ اباسين يم ستا په کلي کښې په شور ګرځمه[lii]

زۀ په يوه وړه شانتې جونګړه کښې اوسېږمه
تۀ د اباسين غوندې په شور  په کلي مۀ راځۀ [liii]

لکه شپونکے د سوز ګداز ډکه شپېلۍ غږوي
يا لکه پاڼې د نښتر تېزه سيلۍ ژړوي

يا لکه سويه چرته ډېر ظالم ښکاري قتلوي
يا لکه څوک د خوار بلبل اشيانه ورانوي
د سماعت هرې پردې ته چې نظر رسېدو
داسې اواز چې د زړۀ تل ته ئې اثر رسېدو[liv]

دلته په دې شعرونو کښې يو ښکلے منظر دے،يو ښائسته تصوير يو وړۀ راښکونکے نقش!

د اباسين په کلام کښې د طلسم يوه حېرانوونکي دنيا اباده ده.هغه په سړي اکثر د حېرت او تحير کېفيت راولي.د هغه دغه شعرونو کښې هم د تحير رنکونه موجونه وهي.د هغه شعري تجربه احساس او جذبې ته زيات نزدے محسوسېږي.ددې د کېف او سرور بل شان کېفيت دے. جمالياتي حظ ئې بل شان خواږۀ لري.د خيال زرخېزي او د لهجې جادوګر کېفيت ئې ځانګړتياوي لري. د شرنګار رس په تناظر کښې د ابسين دغه شعرونه د پښتو په بوطيقه کښې ځانګړے او کوټلے حېثيت لري.د تحير په رنګ لړلے دغه شرنګار رس شعر هم توجه غواړي:

ورانه باغيچه او د بلبلو شور
اورمه د زړۀ د ماتېدلو شور
کله چې ويجاړ ګودر ته وګورم
سوے زړۀ مې غواړي د پائيلو شور[lv]

وارمې خطا شي ستا د ياد په هنګامه راپاڅم
زۀ چې له خوبه راپاڅم ستا په نامه راپاڅم
ستا مجبورۍ لکه زنځير زما د پښو نه تاؤ شي
کۀ څو څو ځله د درتلو په اراده راپاڅم[lvi]

مينه چې رادرومي نو د عقل مزے پرې شي
اورته به سره د پوهې کله څوک نزدې شي
بيا به دې هم چاپ د قدمونو ښکلومه
نمر که نېزه وال شي او دا زمکه د تانبې شي[lvii]

 ستا مئين د لېونتوب له حده تېر شو
په نوکونو ئې هر ځاے کړو کرښې کرښې[lviii]

طبعيت دې د ماشوم غوندې نازک دے
که خبرې دې پستې دي زړۀ دې کلک دے[lix]

نۀ مې زړۀ رڼا شو نۀ مې ذهن منور شو
څۀ په بې دردۍ د پښتنو په مېنځ کښې وسوم

ګونګ شومه په ژبه په شته  خُلۀ کښې بې اظهاره
عمر له د خپلو ولولو په مېنځ کښې وسوم[lx]
زړۀ د عشق مرکز او سر چينه ده.کۀ هر څو په يوه قطره وينه ژوندے دے خو بيا هم د توان سرچينه ده.کله چې د ځان نه طوفان جوړ کړي نو د دواړو جهانونو ماهئيت بدل کړي.د دواړو جهانونو د وسعت اندازه نۀ لګي خو ددې وړوکي زړۀ چې په ظاهره هيڅ حېثيت نه لري خو د توان درنګ دے،يو داسې طوفان دے چې د دواړو جهانونو ماهيئت پرې نۀ رسي.صرف دغه نۀ بلکې د دې پېژندګلو او معرفت دپاره سرګردانه دے. ددې د ماهيئت او صداقت پېژندنې دپاره غوپې وهي.د زړۀ په ذکر اباسين د عشق او ددې د توان احساس مېچور کړے دے.

ستا يادونه مې په زړۀ داسې خوارۀ دي
لکه  ونې نه چې کور غېږه راتاؤ کړي[lxi]

د سماعت هرې پردې ته چې نظر رسېدو
داسې اواز چې د زړۀ تل ته ئې اثر رسېدو[lxii]

په ګوګل دننه ټول پر هر پرهر يم
زۀ د دړد د هرې څړېکې نه خبر يم

د دنيا هرې سختۍ ته مې زړۀ ټينګ دے
خو چې وخت د مينې راشي نو اوتر يم[lxiii]

د انسان وجود او د هغه د باطني طاقت احساس د اباسين د احساس حسن يو اهم اړخ دے.د انسان زړۀ د حسن او عشق مرکز دے ځکه انسان د ټولو نه قېمتي دے.

ما وئيلي دي چې شرنګار رس  د محبت او غم د جذبو نه پيدا کېږي او په فن کښې ددغه جذبو نه جمالياتي تجبه جوړېږي.غم او الميه،د ژوند عشق او د محبوب د عشق ورکړه ده.د اباسين يوسفزي په سائيکي کښې د دواړو ، ژوند او محبوب د عشق او درد کېفيت داسې دے چې د يو بل نه نۀ شي جدا کېدے.عشق د ژوند نه عبارت دے.مهمه خبره داده چې د شاعر سائيکي ته چې کوم روحاني جمالياتي سرور او روحاني جمالياتي لذت او خوند رسي ډېر په اسانه ئې قاري ته ورسپارلي دي.داسې هم وشي چې د قاري په سائيکي زياتره خيالات او احساسات ډېر په شدت سره اثر انداز شي.اکثر سحر انګېزي د نۀ بيانېدوکي کېفيت  شناخت جوړ شي.بل خوا کۀ ګورو نو د غم او المياتو حسن قاري په خپله ولقه کښې اخلي.

ورانه باغيچه او د بلبلو شور
اورمه د زړۀ د ماتېدلو شور
کله چې ويجاړ ګودر ته وګورم
سوے زړۀ مې غواړي د پائيلو شور[lxiv]
وارمې خطا شي ستا د ياد په هنګامه راپاڅم
زۀ چې له خوبه راپاڅم ستا په نامه راپاڅم
ستا مجبورۍ لکه زنځير زما د پښو نه تاؤ شي
کۀ څو څو ځله د درتلو په اراده راپاڅم[lxv]

دا نۀ يواځې د اباسين د ښکلي جمالياتي تجربو حاصل دے بلکې په پښتوشعري  ادب کښې مهمې او ارزښتمنې جمالياتي تجربې هم دي.په دې د اباسين يوسفزي د شاعرۍ د مزاج ،رجحان ،رويې او مېلان پته لګي .دغې شعرونو ته چې ځير شو نو شرنګار رس باندې به بيا ددې ممتاز شاعر د شاعرۍ په تناظر کښې پوهه شو.دغه تجربې کۀ يو خوا د اباسين د شناخت سوب دي نو بل خواد هغه د مزاج او شعور او د هغه د پوره شخصيت  اهنګ  دهغه د شاعرۍ نه پته لګي.د اباسين د کلام بنيادي جمالياتي رجحان هغه پيدا کړے دے.

ينه چې رادرومي نو د عقل مزے پرې شي
اورته به سره د پوهې کله څوک نزدې شي
بيا به دې هم چاپ د قدمونو ښکلومه
نمر که نېزه وال شي او دا زمکه د تانبې شي[lxvi]

 ستا مئين د لېونتوب له حده تېر شو
په نوکونو ئې هر ځاے کړو کرښې کرښې[lxvii]

طبعيت دې د ماشوم غوندې نازک دے
که خبرې دې پستې دي زړۀ دې کلک دے[lxviii]

نۀ مې زړۀ رڼا شو نۀ مې ذهن منور شو
څۀ په بې دردۍ د پښتنو په مېنځ کښې وسوم
ګونګ شومه په ژبه په شته  خُلۀ کښې بې اظهاره
عمر له د خپلو ولولو په مېنځ کښې وسوم[lxix]
دا شعرونه بې شکه د پښتو د بوطيقا دپاره ارزښت مند دي.د دنيا په پهترينه شاعرۍ کښې ئې شمارل پکار دي.د هغه په ويژن کښې چې کوم انځورونه دي هغه اشنا دي ناشنا نۀ.هر څوک ئې محسوسولے شي.په شعري او جمالياتي تجربو کښې دا انځورونه بيا د لېنډ سکېپ   (Land scape)صورت اختياروي او بيا جمالياتي تمثال يا اميج لګي.اباسين که دشرنګار رس ځانکړے شاعر دے نو ددې لويه وجه دا ده چې د هغه د شاعرۍ عاشق د هغه د شاعرۍ د د جمالياتي تجربو نه هم وړاندې تېر شوے او د محبوب جمال ته ترغاړه وتے دے. د شرنګار رس په داسې تجربو کښې چرته چې بصري حسن او بصري تاثراتو سره سم د حرکت  او حرارت حس مهم دے دغسې لمسيت او جنسي لذت هم  خپل ارزښت مسلم کړے.ددې نه هم د حسن رنګونه رابرسېره کېږي.او جمالياتي حظ ترې حاصلېږي.ددې خصوصياتو له کبله په پښتو غزل کښې اباسين ته يو ځانګړے مقام حاصل دے.د شرنګار رس دې شاعر د ابهينو ګپت ددې خيال په تناظر کښې دلفريبې او خونده ورې تجربې وړاندې کړي دي،چې شرنګار شرنګ نه وتے ټکے دے چې مفهوم يې دے”د څۀ ژور اثر چې د سيکس په جبلت وي يعنې هغه تجربه چې په عشق اډاڼه وي او د سيکس جبلت متاثره کړي هغه شرنګار دے.

لکه دلبر لکه جانان ئې کال و سر موسم دے
خو په ګرمۍ کښې بې ايمان د پېښور موسم دے
پيتاؤ ته پروت يم ستا د ياد څۀ خوندور موسم دے
ټکور ټکور دے که هر څو پرهر پرهر موسم دے
تخم انبار دے خو دهقان په خواږۀ خوب اودۀ دے
زمکه ښۀ وتره ده او ښۀ ښکلے د کر موسم دے[lxx]
دلته د فرد د اذيت ناکې زندګۍ Acute Suffering  تجربې هم دي د مسرت او سرور خواږۀ هم.زمکه يا پټے هغه سټېج دے چرته چې صرف دوه کردارونه دي دهقان او موسم .او هم په دې دوو کردارونو د پوره ډرامې حسن منحصر دے.په دې شعرونو کښې هم احساس او تخيل دواړه د اهميت وړ دي.د حذبو نه د خوند او حظ اخستو صلاحيت چې په اباسين کښې دے هغه دومره په بل چا کښې نشته.د عشقيه تجربو اهنګ  Rhythm او هارموني Harmony د  دواړو تاثرډېر ژور وي.د دهقان،زمکې او موسم د تجربو نه هم يو ښۀ جمالياتي معيار مخي ته راځي.

حوالې

[i] https://rekhtadictionary.com/meaning-of-shrangaar-ras?lang=ur,2-4-2-21,11 am

[ii] يوسفزے،اباسين،غورځنګونه، نهم ځل،مينګوره سوات،شعېب سنز پبلشراينډ بکس سيلرز،جون ٢٠١١ء،ص ٣٠

[iii] هم دغه ص ٣٢

[iv] هم دغه ص ٣٤،٣٥

[v] هم دغه ص ٤٨

[vi] هم دغه ص ٥٦

[vii] هم دغه ص ٦٢،٦٣

[viii] هم دغه ص ٧٠

[ix] هم دغه ص ٧٧

[x] هم دغه ص ٧٩

[xi] هم دغه ص ٨٠

[xii] هم دغه ص ٨٢،٨٣

[xiii] هم دغه ص ٨٤

[xiv] هم دغه ص ٨٨،٨٩

[xv] هم دغه ص ٩٢

[xvi] هم دغه ص ٩٩

[xvii] هم دغه ص ١٠٢

[xviii]  هم دغه ص ١٠٤

[xix] هم دغه ص ١٠٨

[xx] هم دغه ص ١٠٩

[xxi] هم دغه ص ١١٦

[xxii] هم دغه ص ١٢٢

[xxiii] هم دغه ص ١٢٦،١٢٧

[xxiv] هم دغه ص ١٢٨

[xxv] هم دغه ص ١٣٢

[xxvi] هم دغه ص ١٣٦

[xxvii] هم دغه ص ٨٧

[xxviii] هم دغه ص ١٤٤

[xxix] هم دغه ص ١٤٦

[xxx] هم دغه ص ١٤٨

[xxxi] هم دغه ص ١٤٧

[xxxii] هم دغه ص ٤٤

[xxxiii] هم دغه ص ١٤٨

[xxxiv] هم دغه ص ١٥٠

[xxxv] يوسفزے، اباسين، غورځنګونه، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  جون ٢٠١١ء، ص ٣٩

[xxxvi] همدغه اثر، ص ٤٨

[xxxvii] همدغه اثر، ص ٥٧

[xxxviii] همدغه اثر، ص ٨٧

[xxxix] همدغه اثر، ص ١٠٨

[xl] يوسفزے، اباسين، مرام، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات، مارچ ٢٠١٦ء، ص ٥٦

[xli]  يوسفزے، اباسين، الوت، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  ٢٠١٣ء، ص ١٣٨

[xlii] غورځنګونه،ص ١٥٢

[xliii] هم دغه ص ١٤٨

[xliv] هم دغه ص ١٦٣

[xlv] هم دغه ص ٢٣

[xlvi] يوسفزے، اباسين، غورځنګونه، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  جون ٢٠١١ء، ص ٢٤

[xlvii] همدغه اثر، ص ٦٣

[xlviii]  هم دغه ،ص ٣٥

[xlix] هم دغه ص ٤٧

[l] هم دغه ص ٧٢

[li] يوسفزے، اباسين، الوت، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  ٢٠١٣ء، ص ١٥٥

[lii] همدغه اثر، ص ١٥٨ 

[liii] يوسفزے، اباسين، غورځنګونه، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  جون ٢٠١١ء، ص ٨٧

[liv] همدغه اثر، ص ٩٦

[lv] همدغه اثر، ص ٩٣

[lvi] همدغه اثر، ص ٩٢

[lvii] يوسفزے، اباسين، غورځنګونه، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  جون ٢٠١١ء،ص ١١٤

[lviii] همدغه اثر، ص ١٤٦

[lix] همدغه اثر، ص ١٥٠

[lx] يوسفزے، اباسين، الوت، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  ٢٠١٣ء، ص ١٧٢

[lxi] يوسفزے، اباسين، غورځنګونه، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  جون ٢٠١١ء، ص ٣٩

[lxii] همدغه اثر، ص ٩٦

[lxiii] همدغه اثر، ص ١١٠

[lxiv] همدغه اثر، ص ٩٣

[lxv] همدغه اثر، ص ٩٢

[lxvi] يوسفزے، اباسين، غورځنګونه، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  جون ٢٠١١ء،ص ١١٤

[lxvii] همدغه اثر، ص ١٤٦

[lxviii] همدغه اثر، ص ١٥٠

[lxix] يوسفزے، اباسين، الوت، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات،  ٢٠١٣ء، ص ١٧٢

[lxx]  يوسفزے، اباسين، مرام، شعېب سنز پبلشرز اېنډ بک سېلرز جي ټي روډ مېنګوره  سوات، مارچ ٢٠١٦ء، ص ٧٥

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ