اول ځان پۀ دې پوهه کړئ چې د شوګر مرض دوه قسمه وي – يو هغه چې جنياتي وي او د وجود خپل مدافعتي نظام د pancrease پۀ بيټا سيلز حمله وکړي –
دويم قسم چې زمونږ پۀ خلکو کښې ډېر عام دے – او کۀ مونږ لږه پام لرنه وکړو نو سل فېصدي ترې ځان بچ کولے شو – پۀ دې قسم کښې يا پنکرياز دومره انسولين نه جوړوي چې پۀ وينه کښې شوګر کنټرول کړي او يا وجود پۀ وينه کښې موجود شوګر نه شي استعمالولے –
هر يو عام کس له پکار ده چې درې مياشتې پس د شوګر ټېسټ کوي – کۀ دغه زيات وي نو بيا دې بل ټېسټ HbA1C کوي چې د تېرو درې مياشتو د شوګر لېول ورته ښائي – کۀ پۀ دې کښې شوګر پۀ ګوته شي – نو يو دې بيخي خواږه پرېږدي – بل دې ښۀ برابر ورزش شورو کړي او خپل مسلز دې زيات کړي – دا دواړه ډېر مهم دي –
چې خواږه پاتې کړئ نو کۀ پنکرياز لږ انسولين جوړوي نو هغه لږ انسولين به هم د پاتې شوګر کنټرول کولو د پاره پوره وي – او کۀ پۀ دويم حالت کښې وجود د کم استعمال پۀ وجه د ويني نه شوګر نه نشي ويستے يا ئې نشي استعمالولے – نو د ورزش پۀ وجه چې تاسو د وجود مسلز طاقتور کړئ – نو هغه به دغه زيات شوګر د خپل استعمال د پاره د وينې نه اوباسي – او د شوګر مرض به مو د دوايانو نه بغېر نۀ صرف کنټرول شي – بلکه پۀ ډېرو حالتونو کښې دا مکمل ختم هم شي –
د اګاهي کمے دے ګنې پۀ سلو کښې نوي فيصده شوګر بغېر دوائي نه کنټرول کيږي – خو مصيبت دا دے چې پړق د يو لاسه نۀ خيژي – څۀ ډاکټران خلک نۀ پوهه کوي او څۀ خلک ځان پوهه کول نۀ غواړي – دوائي لوئے کاروبار دے او زمونږ خلکو پرې ايمان راوړے دے – خپله پېسه ، خپل وخت او خپل مدافعت پۀ خپله تباه کوي خو ځان پۀ خبره نۀ پوهه کوي –