الله تعالیٰ د امتحان او ابتلا د لارې د بندګانو د اطاعت او معصیت څرګندونه کوي “اظهار المطيع من العاصي” خو دا اعتراض دې رانشي چې ګنې الله ته د مطیع اؤ عاصي علم نشته. الله تعالی علیم دے مګر الله تعالیٰ څرګندول غواړي. “فننظُرۃ” یعنی مونږ به ګورو”اتصبرون ام لا” چې آیا تاسو صبر کوئ او که نهٔ؟ د صبر کونکو د پاره د جنت خوشخبری ده وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ عَلى الْبَلاءِ بِلْجَنَّة ، دلته صبر علی البلا تقییدي دے یعنې هغوئ ته د جنت زیرې دے، څوک چې صبر کوونکي دي. دلته هغه څوک مراد نهٔ دي څوک چې د یؤ څه زغملو د پاره په فطري توګه مجبور وي .
بلکې هُمُ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ، د مرفوع علی المدحه د پاره به دلته هُم مقدر کڼلې کېږي ، دا به صفت نه ګڼلې کېږي ، نو هله به تبشیر مختص شي د هغوئ د پاره څوک چې په ابتلاء کښې إنا لله وإنا إليه راجعون وائي . که چرې “هم” نهٔ وي، نو راروانه جمله د اسم موصول په بنا به د الصابرين صفت شي او بیا به تبشیر د قائلینو د پاره عام شی چې دلته په آیت کښې د الله تعالی دغه موخه نهٔ ده.
دلته په مُصِيبَةٌ کښې تنوين د تنويع د پاره دے ، چې په معمولي مصیبت هم دلالت کوي . مصيبت في نفسه مصيبت نهٔ وي بلكې په دې کښې ازمائیش وي (وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً)
که په دوئ مصیبت راشي نو دوئ وائي إنا لله مونږ د الله تعالیٰ یو (مِلْکًا و عبیدًا).
زمونږ مالونه او نفسونه د الله تعالیٰ دي، زمونږ مالک الله دے، هغه په مونږ باندې د حکومت کولو حق لري ځکه چې مونږ د هغه بندګان یو اؤ الله ته د مکمل تصرف اختیار دے . بیا شکایت د څه ؟
خیام یوسفزے