Evil Eye’s (Around the Globe) 0

Evil Eye’s (Around the Globe)

کله چې مونږ د نظرِ بد په حقله د نړۍ د تاریخ تحلیل کوو نو په ډېرو موضوعاتو کښې مونږ د یو بل سره متّحد وینو، په دغه شیانو کښې اتحاد ، اميد ، مینه ، ژغورنه وغېره زمونږ د ټولو یو شان غوښتنې دي. دغسې د خپل ځان حفاظت هم زمونږ د ټولو غوښتنې دي چې دهریه، ملحد که ډېرې لتي اوټکوي خو هم ترې انکار نۀ شي کولے. د حفاظت او ژغورنې د پاره دا مشترکه غوښتنې د مختلفو کلتورونو په ترڅ کښې شاید د خپل مفهوم په اساس لږ توپیر ولري مګر عمومًا پکښې یو شان اشتراکیّت په لوئ مقدار موندلې کېږي.
بد نظر هم د زیانمنې لعنت په توګه تقریبًا په ټولو کلتورونو کښې، د حسد او کرکې څخه سرچینه اخلي او د زیان رسولو توان لري . نظرِ بد د مختلفو منفي اغیزو لامل ګرځي، لکه د صحت خرابوالے، خطرناکې پیښې، او دغسې د انسان د بدبختو سبب ګرځي.
دغسې د دې نه د ژغورنې په اساس په ټوله نړۍ کښې د دې انرژۍ مخالف د دفاع په توګه لارې چارې موندلې کېږي. که څۀ هم د دې د علاج شکلونه ممکنه ده په مختلفو ځایونو کښې تفاوت لري مګر تقریبًا په هر کلتور کښې د بد نظر د لعنت نه د ساتنې د پاره ازمئیلې شوې طریقې شتون لري. دا د دم په شکل کښې هم وي، د مختلوفو څيزونو د کارولو په شکل کښې هم وي، دغسې په کورونو کښې د سینګار د پاره هم دغه اضافي شیان لکه طلسمات وغېره پکارېږي او دا فکر کېږي چې دغه شیان د بد نظرونو اثر ختموي.
یوناني کلتور د اسرارونو سره اړيکې لري، يونانیانو د ښې او بدې انرجۍ په حقله هم باوري وو، په یونان کښې د بد نظر نخښه د حسد او کرکې د لوري رامینځته شوي یوه تیارۀ وه او دغسې دوئ د کالو او طلسماتو په ذریعه به د بد نظر د زیان څخه د ساتنې د پاره دغه شیان کارول او د نظرِ بد نه د ژغورنې د پاره به ئې دغه شیان د ماشومانو، ښائيسته جينکو او د حاملو ښځو د پاره زیات استعمالول ځکه چې دوئ ته به د نظرِ بد د رسېدو زیات احتمالات وو ځکه چې دا به د دوئ په نزد ډېر حساس خلک وو او د دوئ په خیال به دغه حساسي خلک د بد نیتۍ د نظرونو لاندې په اسانه اغیزمن کیدې شول.
یونانيانو به دې شریر نظرونو ته Mati وئیله او د دې د ژغورنې د پاره به ئې د ګاڼو، شيشو، سرامیک، رنګونو او نورو شکلونو شیان استعمالوله. په دې جدید دور کښې هم د فیشن په توګه دغه مختلف ډیزاینونه او سټایلونه مونږ ته په نظر راځي مګر په یونان کښې به د شنې شیشې شریر نظر ماتونکے ډېر عام وۀ او د شریر نظرونو د مبارزې د پاره مشهور وۀ.
مشهورو یوناني فلسفیانو لکه افلاطون، پلوتارک/Plutarch او هیسیود/Hesiod به د بد نظر یا “بد سترګو” مطالعه کوله او د دې د اثبات په تکل کښې ئې هڅې کولې لکه د مثال په توګه پلوتارک باور لرو چې د انسان سترګې د زیانونو د انرجۍ د خپرولو توان لري او هغه ورسره دا هم زیاته کړه چې شریر نظرونه حیوانات او ماشومان وژلې شي.
په دې جدید دور کښې د یونانیانو د وخته راروان جدید کالي د شریر نظرونو د ژغورنې د پاره استعمالېږي لکه :
(Moonstone Evil Eye Bracelet), (Amethyst Evil Eye Silver Necklace), (Harm Repeller – Gold Plated Navy Evil Eye Stud Earrings), (Confident Protector – Evil Eye Pendant Necklace), (Stress Soother – Silver Evil Eye Bracelet), (Onyx Evil Eye Charm Bracelet).
دغسې په ترکیا ، سپین او اروپا کښې د بد نظر ریښې د پنځه زرو کلونو په لرغوني میسوپوتامیا /Mesopotamia د لارې خپل اثر د کلتور او عقیدې د پاره د پړاؤ علامت پرېښودو. په دغه اساس نن هم د دې د پاره مختلف کالې استعمالېږي لکه :
(Heishi Evil Eye Onyx Ring), (Tiger Eye Evil Eye Charm Bracelet), (Turquoise Evil Eye Anklet), (Fiery Glace – Gold Green Enamel Evil Eye Ring).
“Ayin Hara”، په هیبرو ژبه کښې ‘بد نظرونو’ ته وائي، چې د یهوديانو د دین او فولکلور یوه مهمه برخه ده. د دوئ هم دغه عقیده ده چې شریر نظرونه انسانانو ته زیانونه رسولې شي.
په اټالیا کښې دې ته malocchio/ مالوکیو وائي ، چې دا مفهوم څرګندوي چې یو حسد کونکے انسان د خپلو سترګو د لارې په بل انسان منفي اثرات مرتب کوي، دوئ هم د دې د ژغورنۍ د پاره مختلف کالي استعمالوي، دغسې په امریکه ، پول لینډ ، برازیل ، انډیا ، افغانستان، پاکستان، عرب ملکونه ، افریقا او د نړۍ په ګوَټ ګوَټ کښې د شریر نظرونو د اثراتو نه څوک انکار نۀ
کوي .
د خپل کتاب الجبت والطاغوت نه ماخوذ
خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ