ٖFasahat by Khiyam yousafzai 0

فصاحت

پۀ عربۍ ژبه کښې د فصاحت ډېرې معنې دي اؤ پۀ دغه ټولو معنو کښې د څرګندوالي/ظهور معنیٰ مشترکه ده ، لکه د مثال پۀ توګه د پئیو پېروے چې د پيئو نه لر کړې شي نو پئۍ ښکاره شي نو دې ته فَصَحُ اللَبَن وائي ، دغسې کۀ څوک واضحه خبرې کوي نو هغې ته وائي فَصَحُ الرَّجُل یعنې دې سړي واضحه خبرې شروع کړې نو دلته پکښې هم د څرګندوالي معنیٰ ملحوظ ده لکه د سړي خبرې ظاهره اؤ واضحه شوې ، دغسې چې د سحر رڼا شي نو وائي اَفْصَحُ الصُّبْحُ ، سحر را اوخښتو نو دلته پکښې هم د څرګندوالي د معنې خيال اوساتلې شو نو د فصاحت خپله معنیٰ څرګندېدل نۀ دي بلکې دې کښې د څرګندوالي لحاظ وي لکه چې وائي یُقَالُ : أَفْصَحَ الصبيُّ في مَنْطِقِهِ اذَا بَانَ وَظَهَرَ کَلَامه (وئیلې کېږي چې ماشوم پۀ خپلو خبرو کښې فصیح شو ، نو دا هله وئیلې کېږي چې کله د ماشوم کلام د اورېدونکیو د پاره څرګند يا واضحه شي ، دلته بیا ظَهَرَ د بَانَ د پاره عطفِ تفسیري دے)
پۀ اصطلاح کښې فصاحت د کلیمې ، کلام اؤ متکلم د پاره د صفت په توګه واقع کېږي یعنې کلیمه هم فصیح کېدے شي ، کلام هم فصیح کېدے شي اؤ مُتکلِّم (وېنا کونکے) هم فصیح کېدے شي.
خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ