0

دومره لوې سړی هم نه يادوو

فضل محمود مخفي صاحب ( ۱۸۸۴– ۱۹۴۷ ) يادوم– نه يې مونږ عملي مبارزه يادوو- نه په سياسي مباحثو کښې نه په ادبي مباحثو کښې او نه په تعليمي ميدان کښې- د هغه همعصر نه يادوم هغوئ خو ياد کړی هم دی او ستاييلی هم دی خو زمونږ اوسنی نسل يې نه يادوي بلکې سم يې پيژني هم نه- د هميش خليل صاحب دې روح ښاد وي چې پښتانه ليکوال کښې يې ياد کړی دی- د هغوئ د وينا تر مخه په بنيادي توګه خو د باجوړ ماموند ترکلانی وو خو ژوند يې په اشنغر کښې تير کړی وو- د هند ځنو سيمو او کابل ته هم تلی راغلی وو- په ايډورډز کالج کښې يې دولسم کښې سبق پريښو او په اګره کښې يې په دارالعلوم اسلاميه کښې ديني زدکړې وکړې- بيا په ديوبند کښې يې د مولانا محمودالحسن نه ديني علوم ولوستل- مولانا عبيدالله سندهي سره يې رفاقت پيدا شو- د خپل اشنغر حاجې صاحب ترنګزي نه يې هم لارښودنه اخسته – همدغه پس منظر کښې يې د پيرنګي خلاف عملي او قلمي مبارزه شروع کړه چې دغه لړ کښې د موالانا عبيدالله سندهي په مرسته افغانستان ته لاړو او غازي امان الله خان سره يې اړيکې پيدا شوې- د غازي امان الله خان په وينا يې چې هلته د غلامۍ خلاف فی البديه تقرير وکړو نو هم هلته د روس سفير يې په ستاينه کښې ووې چې د مخفي صاحب غوندې خلق که په دنيا کښې ډير شي نو غلامي به پخپله ختمه شي- افغانستان نه چې واپس راغلو نو د رياست دير نواب راوغوښتو او هلته يې د مدرس ذمه دارۍ ور وسپارلې خو د مخفي صاحب مزاج انقلابي او ادبي وو نو د عملي مبارزې سره يې قلمي مبارزه هم دوامداره وساتله او انقلابي نظمونه او ترانې يې ليکلې چې د پيرنګي نه د ازادۍ ولوله راوپاروي- باچان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې ليکلي دي چې
—- مخفي صيب د پښتو نه علاوه په څلورو ژبو عربي فارسي اردو او انګريزۍ کښې ليک لوست کولی شو- د پښتو په شاعرۍ کښې انقلاب ده راوستی وو- د زلفو او کاکل او خط و خال ګل او بلبل په عوض يې قام او وطن غريب او بيچاره ته د شاعرۍ مخه وروګرځوله—
احمد کاکا په خپل کتاب خدايي خدمتګار تحريک کښې ځاې په ځاې د مخفي صاحب او د هغه د قامي شاعرۍ ذکر کړی دی- د انجمن اصلاح الافاغنه د جلسو اغاز به د مخفي صاحب د نظمونو او ترانو نه کيدو- دې مقام ته رسيدلی وو چې باچا خان د خپل کتاب تړون هم د مخفي صاحب د يو نظم په نوم کړی دی- ما چې اته ويشت کاله پخوا ستر غني خان سره مرکه کوله نو ترې مې پوښتلي وو چې تاسو په شاعرانو کښې د چا نه متاثر يئ نو غني خان راته هغه وخت د مخفي صيب نوم اخستی وو – ما وې د شعر په دنيا کښې خو دغه يو سند هم کافي دی چې ستر غني ترې متاثر دی- روسي سفير د دير نواب غازي امان الله خان مولانا محمودالحسن عبيدالله سندهي حاجي صاحب ترنګزي باچا خان احمد کاکا غني خان او هميش خليل غوندې لوېو خلقو خو يې ستاينې کړې دي خو زمونږ نوي نسل څومره لوستی دی څومره يې پيژندلی دی څومره يې ياد کړی دی او څومره يې پرې کتابونه ليکلي دي— بغير د فضل زمان شلمان او سعيد ساحل نه په دې اړه
—- سدم ته شين دی—

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ