0

وړومبۍ مۍ

ما به په اخري ځل تقريبا يو کال مخکښې د يو ملګري په واده کښې ليدلے ؤ ـ د سلام دعا نه علاوه مې ورسره ډېر ګپ شپ هم نۀ ؤ لګولے ـ که ما ته پته وې نو ما به خپل ټول کارونه شاته غورځولې وو او د هغه سره به مې ټوله ورځ تېره کړې وه ،ما ته ئې ډېر ست وکړو وې ئې په وړومبي ځل زمونږ کلي ته راغلے ئې پاتي شه خو زۀ نۀ پوهېږم چې زه ولې په دغه ورځ دومره کلک شوے ووم،دغه وجه ئې هم نۀ وه چې بشيرمالدار شوے ؤ، زما سره خو هم هغسې مېلاؤ شو څنګه چې به راسره په وړوکوالې مېلاوېدو بلکې د نورو ملګرو نه مې هم اورېدلې وو چې سړے هم هغسې عاجز طبعيته دے البته دومره خو ما هم محسوس کړې وه چې د خبرو په انداز کښې ئې دانشوري راغلي وه جوړ په جوړ خبرې به ئې کولې هغه د چا خبره مسافرۍ او بې وسۍ ورته دا هر څه ښودلې وو، هغه که اوس په بڼه کښې ؤ خوخپله بده ورځ ئې هېره نۀ وه ـ په دغه واده کښې چې به ورسره څومره هم خلق مېلاوېدل اکثر به مزدورکاره طبقه وه زۀ خو نور د څه نه خبر نه ووم ځکه چې زمونږ کلے د هغوئې د کلي نه ډېر لري ؤ، دا خو مې د اسد نه مجبوري وه چې د واده د بلنې نه مې ورله ګام نه شو اخستے،
زما په ذهن کښې د خپل سکول د وخت يادونه او د دغه اخري ملاقات تصويرونه اوړېدل را اوړېدل او شېبه پس به مې ګهړۍ ته کتل چې جنازه رانه اونۀ شي رش ډېر زيات ؤ خو څه په چل ول مې ګاډے د جنازګاه نه لري اودروؤ او پېدل روان شوم، په لاره ډلې ډلې خلق روان وو، اکثر پکښې مشران وو، لاره هم تنګه وه ،يو خو مخښکې کېدل پکښې ګران وو بل د مشرانو نه مخکښې کېدلو راله هم خوند نۀ راکوؤ خو هلته وخت کم ؤ او ما غوښتل چې د بشير اخيري ديدن اوکړم ، ځکه چې کله هغه د ماماګانو کره ؤ نو په ټول سکول کښې زما نزدے ملګرے ؤ څه په ټېل نا ټېل کښې د جنازې کټ ته اورسېدم ، د هغه د مخ په ځائے مې اول د کټ نه لاندې په خانک نظر پرېوتو کوم ته چې مسلسل د وينو څاڅکې کېدل د وينو دغه خانک چې مې څنګ وکتل نو بيا مې د بشير مخ ته نۀ وو کتلې دومره مې زړه خراب شو چي په ځان مې اختيار پاتې نه شو او دغه حال په جنازګاه کښې د هر چا ؤ چې چا به هم لېدو نو وئېل به ئې چې دا ظلم به لا چا کړے وي، تر دغه وخته ما هم په دې لاره لاره رنګ رنګ خبرې اورېدلې وې خو په څه نتېجه نۀ ووم رسېدلے او هلته مې څوک پېژندګلو واله هم په نظر رانغله چې تپوس مې ترې کړے وې او که د چا نه به مې تپوس هم اوکړؤ نو نا اشنا سړي ته څوک حال وائې،جنازه وشوه خو خدائے شته که پرې پوهه شوے يم چي څه مې پکښې وئيلې دي د جنازې نه وروسته د قبر پورې په دې لاره لاره مې د خلقو خبرو ته غوږ اېښے ؤ چا به وې څه خو به وي هسي څوک مرګونه نۀ کوي چا به وې خپل مال ئې دوشمن شوے دے چا به وي چرته د ښځو مسئله خو به نه وي ډېرې خولې وې او ډېرې خبرې وې زه خو د ملا صېب تقرېر نور هم شکي کړم ځکه چې په خپل تقرېر کښې ئې هم دغه اووئې چې کل نفس ذائقت الموت خلق ئې د قبر د محشر او د قيامت نه سم اووېرول ما څو ځله زړه جوړ کړو ما وې پا څم او سمه خوله پرې راپورې کوم چې هلکه په دې خو هر څوک پوهه دي چې هر زنده سرے به مري خو ددې ظلم خلاف خبره کول غواړي چې دا به کومو ظالېمانو کړې وې د دوئې لاسونه نيول غواړي چې داسې قسمه ظلمونه بيا څوک نۀ کوي بيا د چا د کټ لاندې خانکونه نۀ ږدي خو بيا مې ځان ته غلې اووئې کېنه د پردي کلي په سبا څوک نۀ پوهيږې کېدے شي په رشتيا څه داسې خبره وي چې ملا صېب د هغې له وجې دې ظلم ته ظلم نۀ وائې
په دې کښې اواز وشو وې ئې قبر تيار شو د قبر دواړو سرونو ته تلاوت وشو ، ملا صېب دعا وکړه او په مخه لاړو داسې د نامې جامې خلقو هم کورونو ته مخه کړه . خو بيا هم خلق په ګن تعداد کښې موجود وو د قبر خواته راغونډېدل شروع شو ما هم د تلو نيت تړو خو په دې کښې يو سړے پاڅېدو وئېل ئې عزيزانو څو مختصرې خبرې کوؤم نو بيا ځو وخت بې وخته دے په څادر ئې د تندي خوله وچه کړه او بيا خبره ئې شروع کړه وئيل ئې عزيزانو دا نن چې په مونږ کښې کوم شعور راغلے دے، قبر ته ئي اشاره وکړه وئېل ئې دا د دے ځوان برکت دے د مسافرۍ د بس کولو نه پس به هره هفته هم په دغه چوک کښې دے ځوان مونږ ټولو مزدورانو ته تقريرونه کول ،مونږ له به ئې پېسې راکولې خو په دې خبره به ئې پوهه ولو چې زمونږ حقونه څه دي زمونږ د خولو ارزښت او قيمت څه دے زمونږ استحصال څوک کوي، د دې ځوان نوره هېڅ ګناه نۀ وه خو پرون ئې د يکم مئ په موقعه د زرګونو مزدورانو جلوس ويستے ؤ
ناساپه ئې خپل څنګل ته نظر شو کوم چې ئې د بشير لحد ته د کوزېدو په وخت د هغه په وينوسخا شوے ؤ، خبره ئې کوله خو مرۍ ئې غوټه شوه د ناستو ټولو خلقو سترګې د اوښکو نه ډکې شوې زما هم حال خراب شو ځکه چې خپل ملګرے مې په داسې مرګ چرته سود ؤ سړي ډېر کوشش کوؤ خو خبرې ترې چرته کېدې خو بس دومره مې واؤرېدل چې ګورو به د جاګيردارو اوسرمايه داروسره او کښېناسو ـ

ډاکټر سمندر يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ