د يار د غېږې په ارمان مړۀ ده
دغه جينۍ په څۀ خفګان مړۀ ده
په خپل باور په خپل ايمان مړۀ ده
يوه جينۍ په خپل جانان مړۀ ده
د محبت په نامه ځان بخښي
دلته يوه پېغله په يو ځوان مړه ده
ځان ئې اخته کړلو په نول د زړګي
په ځان مئينه ده په ځان مړۀ ده
د محبت په نوم کنځل کوي اوس
عزت ئې بائيلو په ايمان مړه ده
د سپرلي خېزې زندګۍ کفر کړي
کافره اوس په تود خزان مړۀ ده
دينداره دومره چې سبحان الله خو
د محبت په يه قربان مړۀ ده
ځان له پخپله تسلي ورکوي
ګنې دننه په قران مړۀ ده
يوه مئينه په غزل د زرياب
بله هغه په ګڼ باران مړۀ ده
يا د زرياب په غږ مئينه له زړۀ
يا د ماښام په خوږ اذان مړۀ ده
