0

ښۀ شاعر …… مګر څنګه؟

زمونږ د تنقيدي لهجې يوه ډېره زبان زد او مښلې شوې جمله ده:
“فلانے ډېر ښۀ شاعر دے يا ډېر ستر شاعر دے يا لوے شاعر دے”
خو آخر ولې ښۀ شاعر يا ستر يا لوے شاعر دے؟ په دغه اړه هېڅ کوټلې پېمانه نۀ لرو . پوهېږم چې دا سوال څه موضوعي شان دے خو که ډېر هم موضوعي دے ، ولې موضوعيت هم د معروضيت نه بېخي ازاد نۀ وي. بايد چې په معروض کښې د دې جملو يو څه جواز يا ګنجایش خو موجود وي.
يو شاعر ته چې مونږ ښۀ ، ستر يا لوے وايو (د ښۀ ، ستر ، لوے ، عظيم هم بيا ځان ځان ته درجه بندي کېدے شي) نو دا په دې معنا چې د چاپېره خاموشۍ سره به پوره پوره بلد وي . چاپېريال به ټول خاموش وي او دے (ښۀ شاعر) به د خاموشۍ سره د ژوند کولو په هنر پوهه وي . دا به خبر وي چې خاموشۍ ته شکست ورکول ښۀ والے يا لوے والے نۀ دے ، بلکې خاموشۍ کښې شور جوړول اهم دي:
شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پېدا کړه
خاموشۍ سره بلدتيا په دغه معنا چې د انتهايي خاموشۍ په اوان کښې يا د خاموشۍ په اخرني تل کښې هم يو څه اوري او يو څه محسوسوي او هغه اورېدل او محسوسول د خپل تخليق په وسيله يعني د خپل ليک په وسيله په شور کښې بدلوي.
شاعر خپل دړد په دايره کښې نۀ بندوي ، بلکې همېشه يې لکه د خوشبويانو ويړ او خلاص ساتي چې په هوا کښې والوځي او په نړۍ ، په اولس خور شي . دړد په پرهر کښې وي او پرهر چې بند شي نو ناسور شي ، دغسې چې دړد بند شي نو زهر ترې جوړ شي ، خو دړد چې کله خورېږي ، ساه اخلي ، خاندي ، مستي کوي نو شاعري ترې سازېږي. اوس دا کتل دي چې شاعر خپل دړد ته د خوشبوي رنګ/صورت څومره ورکړے دے ، څومره او څنګه يې په اولس او نړۍ خور کړے دے؟ دغه به د شاعرۍ د درجه بندۍ پېمانه ټاکي. ښۀ شاعر په دې معنا نۀ وي چې شاعري يا د شاعرۍ موضوعات يې بې داغه دي ، بلکې په دې معنا چې د خپلو استعارو سره ژوندے وۀ اوسېږي. په خپلو استعارو کښې ژوندے پاتې شي. خپلو استعارو ته بقا ورکړي. خو ناکام شاعر د استعارو څخه ګرد و غبار جوړ کړي . دغه ګرد و غبار کښې چې کله ټکي تت شي او معنې پکښې پټې شي او د علامت نوم ورکړي، نو نۀ صرف دا چې معنې لادرکه شي بلکې شاعر پکښې هم ورک شي ، غائب شي . د تخليق سرچينې يې معدوم شي . د تخليق سرچينې هله ورکېږي چې کله يو شاعر ته د هر کارغۀ کړاغا د مرګ/غم زېرے وښکاري يا د سپوږمۍ په مخ ورته هر وخت داغونه وښکاري يا بيا سپوږمۍ ورته تل د خپل محبوب په رنګ کښې ښکاره کېږي. ښۀ شاعر يا ستر شاعر د هغه روايتي زخم سره کارغۀ ته ګوري کوم چې ټولنې د کارغۀ د کړاغا سره تړلے دے، خو هغه کارغۀ ته په احساساتي ډول کله نزدې کېږي او کله لرې کېږي . د کارغۀ آواز او چاپیره خاموشي سره موازنه کوي ، ترتيبوي او يو نوے شکل ترې رغوي چې د خوشحالۍ هيلې او تلوسې هم کېدے شي .
ښۀ شاعر يا لوے شاعر ضروري نۀ ده چې هر وخت شاعري کوي ، خو دا ياد ساتل پکار دي چې کوم وخت هغه شاعري نۀ کوي ، په هغه ګهړۍ يا لمحو کښې هغه زيات مصروف وي . دلته رواج دے چې کله څوک شاعر شاعري نه کوي نو زمونږ نقادان ورته د شړ (بنجر) کلمه کاروي او کله کله شاعر ځان ته پخپله هم دغه کلمه وکاروي خو په حقيقت کښې هغه په دغسې ساعت/ګهړۍ کښې زيات نااوزګاره وي . د تجرباتو نه تېرېږي ، د مشاهدو نه تېرېږي يا به دا ووايو چې په هغۀ دغه حالت د دانو د اچولو وي ، د فصل د رېبلو نۀ وي. ښۀ يا لوے شاعر بايد په دې خبر وي چې ځينې حالت/صورت/موسم د تخليق د ليکلو نۀ وي ، بلکې د تخليق د اندرون د پخېدلو وي.
د ښۀ شاعر يا لوے شاعر شاعري د اور په مثال وي چې شاعر يې سوزولے وي خو ايره شوے نۀ وي:
د رحمان و سوزان شعر وته حېران يم
چې اور بل شوے نۀ دے په ديوان
ښۀ شاعر مدام غم د خپل ماحول سره اوچتوي ، لکه شراب چې يو رند د پيالې سره اوچتوي:
هسې رنګ زېب و زينت کا لکه مۍ په شنه پياله کښې
نو د اور بلېدل د شاعر د بقا ضامن وي . که دا اور مړ شۀ نو شاعر به ايره شي . ځکه خو يو نيم نقاد دا وليکي چې د فلاني شاعر لفظونه ژوندي دي. يعني تل بلېږي ، مړۀ کېږي نه. ايره خو هله په وجود کښې راځي چې اور مړ شي. ښۀ شاعر يا لوے شاعر ټکي تش لکه د کاريګر لګوي نۀ ، بلکې مسلسل يې په خپله ژبه څټي (څټل مونږ د ژبې په ذريعه د يو څيز پاکولو عمل ګڼو ، دلته په دغه معنا کښې کارول شوے دے) چې وبرېښي ، چې رڼا شي ، چې تل تر تله بل پاتې شي او د ايره کېدو نه په امان شي. خو دلته دا خبره هم د يادولو ده چې ښۀ شاعر يا لوے په ژوندي پاتې کېدو نه زيات د شعر ليکلو هڅه په دې وجه کوي چې هغه د خپلې تاريخي لمحې ګواهي ورکړي. په بله معنا هغه د خپل لوے مقصد د پاره د خپل ژوند حساب ورکوي .ښۀ يا لوے شاعر په يوازيتوب ضرور مئين وي خو د خپل ماحول او د انسانانو څخه يې د تعلق مزے شلېدلے نۀ وي. بېخي داسې لکه چې غار ته ننوځي او د ځان سره پاک شوي او وينځلي شوي ټکي راوړي ، په سترګو کښې نور ، په خاموشۍ کښې شور او په لهجه کښې اور راوړي او د ښار په مېن چوک کښې اودرېږي ، د لفظونو پړقا شروع شي او د لهجې تودوخه يې په چاپېريال کښې احساس شي.
نو ځکه پخپلو تنقيدي ليکونو او رايو کښې بايد دا د ښۀ شاعر يا لوے شاعر کلمه يا جمله لږه په اختياط وکاروو. ګني بيا به په حقيقت کښې رانه ښۀ شاعر او لوے شاعر لادرکه شي او بيا ښايي داسې وخت هم راشي چې دلته هډو ښۀ شاعر يا لوے شاعر پېدا نۀ شي.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ