د قومونو او نسلونو د عروج او زوال داستان د موجونو په رنګ ښکته بره روان وي ددغې لاندي بري په شا بلها محرکات وي که يو قوم يا نسل پر مخ تګ کوي نو د ژوند د هر ډګر د وګړو برخه پکښې ارومرو وي او که دغه سفر مخ په شا وي نو بيا يا خو د ټولو وګړو بې خوندي وي يا په شعوري توګه د تاريخي جبر فرښتو ترې ګوتې ويستي وي د دغې بد مرغۍ سره د دنيا ټول قومونه په مختلفووختونوکښې د مختلفو صورتونو سره مخ شوي دي او بيا په تېره تېره په عمومي توګه پښتانۀ او په خصوصي توګه د دير په اولس يوه داسې تاريخي خپسه ناسته وه چې د ښائيستونو او رنګونو ډک دير د تيارو په تور تمونو کښې ؤ،خو له ښه مرغه دير ځان ډېر په توندۍ او تېزۍ سره د پښتنو د نورو سيمو سره په علمي او پرهنګي ډول سيال کړو ، د دې لاس ته راوړونو په شا د دير هر وګړے د ستائيني وړ دے هغه که د ژوند د هر ډګر سره تعلق ساتي په يقيني ډول کوم استعداد او قابيليت چې قدرت د دير په خلکو پېرزو کړے دے د ليدو کتو دے او رشک قابل هم دے د دغه تورو تيارو نه په رواتو کښې که استاذ، ډاکټر،انجينېر سياستدان،شاعر او اديب او هر وګړي خپل کردار لوبولے دے نو د هر چا نه زياته حصه پکښې د دير د مزدورکاره طبقې هم ده کومو چې د عربستان په سرو شګو کښې خپلې ځوانۍ خاورې کړې او په خپلو بچو ئې سبقونه ووئيل بايد چې په خصوصي توګه په دغه حواله د دير مسافر او مزدورکاره طبقه وستائيلے شي
لکه څنګه چې ووئيلے شو چې د دير په تقدير بدلولو کښې د هر چا تر خپله وسه او تر خپله حده کردار دے دغه کردار محترم ګران ملګري حبيب عابد صيب لوبولے او اوس ئې هم لوبوي ، هغه يواځي د پښتنو بچو روزنه او پالنه نۀ کوي بلکې د پښتو ژبې ادب او د ادبې هلو ځلو بامبېړ ته ئې هم هر وخت لټي وهلي وي، ته به وې چې لکه په کور کښې ئې درنۀ ښادي وي او يو په يو به ګرځي هرکلے به ورته وائي او د راتلو شکريه به ئې هم ادا کوي، په مخ بۀ ئې د ستړيا او پريشانۍ اثار نۀ وي لکه چي ګرمي ته او په ګرمه کښي خوشحاله وي،د حبيب عابد صېب دشخصيت په اړه چې زۀ څه وايم د هغې بنيادونه رغي دي خو پاخه دي د هغه سره که زما ګاونډ نۀ دے پاتي شوے البته ګاونډيان ئې پېژنم،که عملي سفر مې ورسره نۀ دے شوے خوولي ادبي سفر مو تقريباً دواؤ لسيزو ته رسي او په ادبي سفر کښې بې شماره ځله يو ځائے شوي هم يو،د مادي قرض دار، راکړه ورکړه مو يو بل سره نۀ ده شوي البته د روحاني ميني اخلاص او بې ځايه احترام ئې دومره پور وړے يم،چې ورځ په ورځ په دغه قرض کښې اضافه کېږي ځکه نو په پېژندګلو کښې ئې راته اساني او ګراني په يو ځائے پېداکړي ده کله کله راباندې د ډېرو ښاغلو بې تکلفي هم ښه نۀ لګي خو هر ځل راباندي د حبيب عابد صيب تکلف بې ځايه مينه احترام او اخلاص بد لګېدلے دے ، زما سره غم ؤ چې هسې نه د دومره دروند، مينه ناک او خوئي په رنګ دروند پښتون شخصيت فن ته مې د تنقيدي نظر سترګې د راپورې قرض پور له وجې د حيا نه ښکته شي او بې ځايه ئې د ګوړو په غونډارو وولم او بيا نقادان په ما نيوکې وکړي خو کله چې مې په غزلونو ،نظمونو او سندرو مشتمله مسوده ولوسته نو نو ډاډه شوم او خوشحاله هم شوم چې دغه د “غېږي” شهزاده نۀ يواځي په شخصي توګه د ذکر وړ دے بلکې په فني توګه هم د يوډېر لوئے رياضت نه راتېر شوے دے ـ شاعري هر څوک کوي او ښه ډېره ئې کوي خو څه ته چې شاعري وائي هغه ډېر کم شاعران کوي،په دغه حواله پوزه تورول ډېر اسان کار دے خو ولې د شهرت په دې ګرم بازار کښې زړۀ ټينګول دي خلق د ښاغلي حبيب عابد نۀ ذده کړي هغه يو سنجيده او دشعر د ليکلو په غرض او مقصصد پوهه دے هغه شاعري د يو مقصد په غرض کړي ده او په مناسب وخت ئې د چاپ کولو او خپرولو تابيا کوي ـ زما په خيال دڅلويښتو کالو نه پس خپل پوخ فن او پوخ نظر اولس ته وړاندې کول د هغه په پوهه او زيرکۍ ګواهي هم کوي ـ
د حبيب عابد په شاعرۍ کښې د داخلي او خارجي وارداتو او کيفيتونو دومره په زړۀ پوري امتزاج په نظر راځي چې د سړي پرې جذبات او احساسات هم هغسې رالړزېږي کوم چې د ښاغلي د تخليقي کرب او درد په وخت کښې رالړزېدلي وو، شاعرۍ ته زه په عمومي ډول د لفظونو بې ترتيبه ترتيب وايم چې هم اهنګ او هم فرهنګ لري ،هم د دغې قاعدې او فارمولې په تناظر کښې چې د حبيب عابد شاعرۍ ته ګورې نو چرته هم بې وزنه بې ربطه بې ترتيبه مصرعه په نظر نۀ راځي او د اهنګ په حواله چې پکښې کوم موسيقيت او غنائيت دے شايد چې وجه ئې د هغه د موسيقۍ په رموزو پوهه اود قدرت له خوا د خوږې ژبې او غاړې ورکړه ده ځکه نو غزل ئې د غزل په فني پيرايه او چوکاټ کښې بڼلے دے او په نظم کښې ئې هم ربط او اهنګ نۀ ماتېږي او په سندره کښې ئې مستي چستي او رواني تر اخره په غرځنګونو وي البته کله کله به لوستونکے د نا اشنا او سختي زمکي لا مله د ستونزي سره مخ کېږي او په دوېم يا دريم کوشش به د غزل د وزن پټلۍ ته خېژي خو دغه هم زۀ د محترم ملګري هنر او تجربه ګڼم،په فني حواله چې څومره هم شعري صنعتونه دي يا چې څه د شاعرۍ په حسن کښې زياتے راولي په هغې خبره نۀ کوؤم ځکه چې د هر کلام د وحدت تاثر نه ئې اندازه لګي چې په ټولو لوازماتو کره او پوره ده په دغه حواله خبره کول راته هسې وخت ضايع کول ښکاري ـ
عابد صېب يو فطرتي او قدرتي شاعر دے او د دومره اوږد رياضت او علمي پوهي نه پس داسې څنګ کېدے شي چې شعري خوبۍ بۀ نۀ لري يا به خامۍ او کمۍ لري ځکه چې په زور د شاعرۍ کولو قائل نۀ دے ډېر ځايه ئې په مسوده کښې د غزل په هئيت کښې درې يا څلور شعرونه په نظر راځي که يو خوا مې ضروري وګڼل چې که دغه پوره شي نو ښه به وي او بل غرض مې دا ؤ چې که لږ ډېر په ځان شي او زۀ په خپل چرت ليکل وکړم نو ښه به وي په لسيزو ئې خپلې شاعرۍ ته صبر کړے وو خو نۀ پوهېږ م چې اوس پرې کوم غوائي پښه ايښي ده خبره ماته پاتي ده خو بويه کۀ دغه نېمګړي غزلي پوره کړي ـ
کله چې خبره د ترتيب او اهنګ نه فرهنګ ته رارسي نو زه داخبره په دعوه سره کوم چې پښتون قام چې د کومو ستونزو او مسئلو سره مخ دے بايد چې هر پښتون شاعر په خپله شاعرۍ کښې هم دغسې نمائيندګي او ترجماني وکړي کومه چې ښاغلي حبيب عابد صېب کړې ده ـ زه وينم ګورم او مشاهده کوؤم ډېر لوئے لوئے شاعران پخپله شاعرۍ کښې هم د هغې خيالاتو څرګندونه کوي کوم چې ورته په وړوکوالي په ښوونځيو کښې ښودلے شوي وي بيا ورته وروسته د ذاتي لوستې کولو ضرورت نه دے محسوس شوے ځکه خو د وخت په نبض نۀ دي پوهه د خپل دوست او دشمن او خپلو ستونزو او حقونو نه نا خبره دي ځکه خو زما په خيال دغه شاعران او پوهان د دې قام سره خيانت کوي، خو د سړي زړۀ لوئے شي چې د حبيب عابد صېب په رنګ باشعوره شاعران وويني چې د خپلې ژبې خپل قام خپل کلتور خپلې خاوري او خپل تاريخ په اهميت او ارزښت پوهه وي او هم دغه مزکوره موضوعات د خپل فن په هنر کښې اولس ته وړاندې کوي ـ زه چرته هم يواځي په معروضي حالاتو او خارجي عواملو په شاعرۍ کښې د ځائے کولو په حق کښې نۀ يم زه د داخلي کيفياتو او قلبي وارداتو له د ځائے ورکولو په حق کښې هم يم ځکه چې د ژوند نۀ مينه ووځي نو ژوند بيا ژوند نۀ پاتي کېږي او په خصوصي توګه خو مې هغه شاعري ډېره زړۀ ته پريوځي په کومه کښې چې د نسواني حسن تزکره په اعليٰ او ارفع انداز کښې شوي وي ځکه چې د خدائے په تخليقاتو کښې د ټولو نه په ښه توګه انسان تخليق شوے دے او زه چې کله په انسان سوچ کوؤم چې په انسان کښې سړے ښکلے دے که ښځه نو بې د څه شک نۀ زه په دې نتيجه رسم چې په ټول کائينات کښې د حسن په لحاظ ښځه ذات د خدائے د ټول کائينات حسين تخليق دے او مينه او عشق هم د حسن نۀ پيدا کېږي او شاعري هم د مينې او عشق پيداوار وي،په دغه حواله د ښاغلي عابد صېب شاعري د لوستو وړ ده،
د هغه په موضوعاتو کښې تناسب او توازن دے او دغه د يو پوخ شاعر نخښې وي چې يواځي په يوه موضوع شاعري نۀ کوي، د هغه روح د دهشت ګردۍ او بد امنۍ له وجې په لړزان دے که يو خوا هر وخت د امن سندرې وائي او هر وخت د امن تبليغ کوي نوبل خوا ډېر په نره مزاحمت هم کوي او په شاعرۍ کښې ئې مزاحمتي اومزمتي رنګ شوخ او نېغ په نېغه هم دے دغه شان د يو نر پښتون په حېث په ډانګ پئيلي په ملا او خان نيوکي هم کوي او د هغوئي د کردار نۀ اولس هم خبروي،هغه کۀ يو خوا د خپلې موجوده جغرافې خېر غواړي نو بل خوا د کابل غم ئې هم د زړه نه نۀ ووځي،په خپل ثقافت سر ورکوي او مغربي تهزيب ته د لارې نيوؤ هڅې هم کوي دغه شان د مزدور د خولو په ارزښت او قيمت هم پوهه دے او خپل محسنان او اتلان هم نۀ هېروي ځکه نو زۀ دا وئيلے شم چې ښاغلي حبيب عابد صېب د عصري تقاضو مطابق ډېره مناسبه او متوازنه شاعري کړې ده خدائے دې وکړي چې د حالاتو بدلولو ارمان ئې په ژوند پوره شي ـ
په پښتنه مينه
ډاکټر سمندر يوسفزے
سپينه ماڼۍ سېرۍ ملاکنډ ايجنسي ـ