Hamza baba aw Khkuli hunarona 0

حمزه بابا او ښکلي هنرونه(فنون لطيفه)— يو نظر انداز اړخ

شاعري پخپله يو ښکلی هنر دی او حمزه بابا د پښتو د شلمې پيړۍ د ټولو نه لوې شاعر دی چې ورسره يې په اردو او فارسۍ کښې هم د کمال مشق سخن کړی دی- ډرامه يو بل ښکلی هنر دی چې حمزه بابا په دغه ميدان کښې هم د پښتو د ټولو نه لوې ډرامه ليکونکی دی – د سټيج ريډيو او کتابي ډرامو په سوونو فنپارې يې له قلمه وتلې دي تر دې چې — د ډمانو ښار– په نوم يې منظومه ډرامه هم ليکلې ده- موسيقي يو بل مهم ښکلی هنر دی چې اغيزې يې تر صوفيانه مسلک رسيدلې دي- مونږ ته پته ده چې حمزه بابا به ځان ته چشتي نظامي وييلو او دا هم مونږ ته پته ده چې د تصوف په چشتيه سلسله کښې د سماع قوالۍ او صفا موسيقۍ روايت ډير پوخ دی چې اثر يې په حمزه بابا هم وو- د خپل مرشد سيد عبدالستار شاه باچا په نګرانۍ کښې هم او بيا د هغوئ د وفات نه پس د هغوئ په مزار يې هم په ګڼو محفلونو کښې برخه اخستې ده- د موسيقۍ په پردو سر او تال دومره پوهه وو چې خپل د طريقت ورور او لوې موسيقار رفيق شنواري ته يې په ډيرو موقعو لارښودنه کړې ده او پخپله هم د رباب ښه غږونکی وو- ځکه خو يې شاعري موسيقۍ ته جوړه هم ده او ښه پريمانه وييلی شوې هم ده- اداکاري يو بل ښکلی هنر دی چې د دغه شوق پوره کولو د پاره حمزه بابا د بمبئ فلمي صنعت ته تلی وو– فلم کښې د اداکارۍ اډيشن يې هم ورکړی وو خو اواز يې دومره نری وو چې نه د هيرو د پاره کامياب شو او نه د ويلن د پاره- نو بس لوې فلمساز او هدايتکار رفيق غزنوي يې دې ته تيار کړو چې د پښتو وړومبی فلم ليلا مجنون يې وليکلو او د رفيق غزنوي په هدايتکارۍ کښې يې په کال ۱۹۴۱ کښې دغه فلم جوړ کړو چې حمزه بابا پکښې د اداکار په حيث يو وړوکی کردار هم لوبولی وو- هدايتکاري هم د ښکلو هنرونو څانګه ده چې حمزه بابا به دغه لړ کښې کله کله د هدايتکار په حيث رفيق غزنوي او د امجد خان پلار زکريا خان جينت پشاوري ته هم مشورې ورکولې تر دې چې کيمره مين ته به يې هم مشورې ورکولې او هغوئ به پرې عمل هم کولو- خطاطي او مصوري يو بل اهم ښکلی هنر دی چې حمزه بابا دغه ذوق هم لرلو- خپل ژوند ليک کښې يې وييلي دي چې د کالجيټ سکول د لوست په وخت کښې به يې په تختۍ د ليک په ځاې خاکې او تصويرونه جوړول خو استاذ په دغه عمل داسې وټکولو چې د حمزه په ذات کښې پروت مصور او خطاط يې په ماشوموالي کښې قتل کړو-
ګويا د فنون لطيفه په هره څانګه کښې حمزه بابا هڅه کړې ده چې د خپل فطري صلاحيت ښودنه وکړي- چرته کامياب چرته ناکام- خو دې کښې شک نشته چې حمزه بابا د فن ارټ او هنر د دنيا ډير لوې نوم دی- پته نشته چې حمزه شناسان عقيدتمند به يې دې لور ته متوجو وي او کنه-
نوټ— دغه ټولې اشارې د حمزه بابا دوو اردو ژوند ليکونو او يو پښتو ژوند ليک کښې شته چې منظم کار پرې کيدی شي-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ