150

لاسونه

 لاسونه

هسې خو انسانان د ځان د پارہ د ځناوﺭ نوم اورېدل بېخي بد ګڼې خو سائنسدانان وائي چې انسان د ځناورو يو قسم دے نو کۀ د چا زړۀ ښۀ وي او کۀ بد خو د سائنس خبرہ به مني. د نورو ځناورو او انسانو تر منځه څۀ ځانګړتياوي شتون لري کومې چې انسان ته پۀ نورو ځناورو باندې غورہ  والے وربخښي. دغه ځانګړي خصوصيات کۀ يو خوا د عقل او ژبې پۀ شکل کښې دي نو بل خوا د لاسونو پۀ شکل کښې هم دي يعنې پۀ ټولو ځناورو کښې پورہ  او کرہ  لاسونه يواځې د بې لکۍ ځناورو پۀ برخه رسېدلي دي. هسې پکار خو وہ  چې د دې ځينې ځينې انسانانو هم لکۍ وې او چې د لکۍ تعلق د عقل سرہ  وو نو دغه منظر به لا د کتو وو. خېر دنيا نيمګړې دہ  نو چې څۀ نشته هغه نشته او چې څۀ شته پۀ هغې به وغږيږو. خبرہ د لاسونو دہ  نو د شادوګانو هم څۀ لاسونه شان وي خو هغه نيمې پښې وي او نيم لاسونه. ريښتيا ډارون خو وئيلي دي کنه چې شادوګان او انسانان د سکه تروڼو زامن دي نو دا ځکه څۀ نه څۀ جسماني يو شان والے لري.
لاس ډېر د کار څيز دے او د ښکارہ کارونو نه پرته بې شمېرہ پټ خصوصيات هم لري. لاسونه چې څومرہ  اوږدۀ وي نو هومرہ  يې ګټې ډېرې وي. د اوږدو لاسونو څښتن کله هم د نادرا پۀ دفتر کښې پۀ قطار کښې نۀ يې ولاړ او نۀ ورته پۀ بل کوم سرکاري دفتر کښې څۀ ستونزہ  وي. دغه شان چې د بيمارانو سرہ ډاکټرانو له ورشي نو د چيټونو د منشي تندے ورته هغه شان تريو نۀ وي څنګه چې عامو خلقو ته تريو وي. لا خو ورته د فيس معاف کولو سرہ سرہ د دوايانو نمونې/سامپلې هم وېړيا مېلاو شي. د ټولو ډاکټرانو لاسونه هم يو شان نۀ وي د چا پۀ لاسونو کښې لږہ  شفا وي، د چا ډېرہ  او د چا هډو وي نۀ. د لويو هسپتالونو د ډاکټرانو پۀ لاس کښې شفا ډېرہ  وي ځکه چې بيمار وړومبے د کلي د دوايانو د دکان نه علاج شروع کړي، بيا د کلي ډسپنسري بيا نزدې هسپتال بيا د ضلعې هسپتال او دغه شان د يو نه بل او د بل نه بل لوے ډاکټر له ځي. چې هفته لس ورځې تېرېږي او د ښاﺭ لوے ډاکټر ته رسي ﺭسي نو بيا د جراثيمو اثر ختم شوے وي. هغه لوے پروفېسر صېب چې ورته د خپل فيس د نيم قېمت هومرہ دوائي هم وليکي نو بيمار پۀ سبا له روغ رمټ شي. دغه د طب پۀ شعبه کښې د چا لاسونه دﺭانۀ وي او د چا سپک. خېر سپک او دﺭانه پۀ هر څۀ او هر ځاے کښې وي نو دغه څۀ نااشنا خبرہ  نۀ دہ . خبرہ د اوږدو لاسونو وہ چې د چا لاسونه اوږدۀ وي نو د هغۀ ټول کاﺭونه اسان وي ځکه چې اوږدۀ لاسونه هر ځاے ته رسي او پۀ هر څۀ کښې رسي خو پۀ ورځ د محشر به د ځېنې خلقو لنډ لاسونه هم د خلقو ګرېوانونو ته ﺭسي. د لنډو لاسونو څښتن د هر ځاے نه خالي لاسونه راستنيږي او لا ځينې لاسونه خو دومرہ لنډ وي چې پۀ خپل کور کښې هم نۀ رسي. د چا پۀ لاس کښې چې کار وي هغه سرکار وي او سرکار ته هر سړے لاس پۀ نامۀ ولاړ وي. د چا چې لاس ښۀ وي نو ژوند يې پۀ مزو کښې تېريږي او چې لاس يې ښۀ نه وي نو بيا پۀ مړہ  خېټه ډوډۍ هم نۀ شي خوړلے. لاس چې د تاش پۀ لوبه کښې هم ښۀ او رنګين نۀ وي نو لوبغاړي له کوټ کيږي. خېر چې څوک لاسونه پښې وهي نو خامخا به يې يو ځل لاس ښۀ کيږي ځکه خو خوشحال خان خټک وائي:
چې غوټې پسې وهې پۀ لاس به درشي
چا وئيل دا چې درياب کښې ګوهر نشته
دا رنګې کله چې لاس لاندې شي نو زر نۀ د پاسه کېږي. بې لاسو او بې پښو خلق ډېر زيات ارام پسند او اسان خوارۀ وي او پۀ دغه عقيدہ کلک ولاړ وي چې رزق د اسمان نه دے او د ټوخې شرط منلو ته هډو تيار نۀ وي. د ناﺭاستۍ خپل خوندونه خپلې مزې دي چې چا واخستې نو پۀ لنګه غوا يې هم نۀ وﺭکوي. هغه يو سړي ته چا وئيل چې پۀ مونځ اودس کښې ډېر خوند دے خو چې څوک يې واخلي. هغۀ وئيل اے ورورہ  د مانځۀ به څۀ خوند وي کۀ تا د بېلماځۍ خوند ولېدو نو حېران به شې. ملايان وائي چې دا رنګې خبري پۀ ګپ کښې هم نۀ دي کول پکاﺭ کنه سړے پکښې د ايمان نه لاس وينځي. کله کله خلق داسې هم وکړي چې لاس لاس کړي او ملا د غمه خلاص کړي. هسې خلق دا خبرہ کوي چې د ملا پۀ رزق کښې برکت وي ځکه چې د ټولو نه کمه تنخوا د ملا وي او هر څۀ ورسرہ ارې خرې وي. دا خبرہ بېخي رښتيا دہ ځکه چې د ملا صېب نه اول خو څوک هډو د څۀ څيز پېسې نۀ اخلي او نۀ يې هغه ورکوي خو کۀ وﺭکوي يې نو هم نو بلها ډېر ﺭعايت وﺭسرہ شوے وي. بيا چې مقتديان لږ غوړ وي او لاسونه يې ښۀ وي نو پۀ اختر شوقدر کښې ملاصېب له د نغدو سره سرہ  د ضرورت څيزونه هم اخلي. کۀ ملا صېب چرته غم ښادۍ له ځي نو د مقتديانو دوہ  درې ګاډي ورته سرہ  د ډرائيورتيار ولاړ وي. کۀ نور هيڅ نۀ وي خو چې مقتديان پۀ کور کښې ښۀ اينګولے پوخ کړي نو ډکه کاسه ترې خامخا د ملاصېب کورته لېږي. مطلب دا شو چې پۀ دغه برکتونو کښې د مقتديانو پورہ پورہ لاس وي.
پخوا چې به چا يو کس له د دوستۍ لاس ورکړو نو بيا به يې تر مرګه پورې د دوستانې پالنه کوله خو اوس دغه روايات هم تر ډېرہ حدہ  پورې کمزوري شوي دي. نن سبا پۀ لاس ورکولو کښې پۀ وړومبي نمبر د قانون ساتونکيو ادارو اهلکاران دي چې کله مجرمانو له لاس ورکړي نو اولس ته بې حسابه ډېرہ خطرہ  وﺭپېښه شي. بيا ورپسې د ځينې نورو محکمو افسران دې چې کله د تعميراتي کارونو د ټېکدارانو سرہ لاس مېلاو کړي نو نتېجې يې اولس پخپله ليدلې هم دي او وينې يې هم. د ايمان لاس ورکول يو طوفاني قسم دے او کۀ دغه قسم چا مات کړو او يا يې پۀ دروغو وکړو نو ايمان يې د بجلۍ د کرنټ پۀ شان دغه دوېم کس ته منتقل کيږي. خېر لاس ورکول کۀ پۀ ځينې حالتونو کښې بد عمل دے نو پۀ ځينې حالتونو کښې ښۀ هم دے. څۀ ډېر لږ خلق داسې هم شته چې خپل کمزوري دوست يا رشته دار له لاس ورکړي او څۀ نه څۀ مرسته يې وکړي خو زيات خلق د خپلوانو او دوستانو نه لاس بېخې راغونډ ساتي. خېر سړے به تر څو پورې لاس راغونډ وساتي بيا هم چې کله لاس مات شي نو غاړې له راځي. د بې وسو يارانو او خپلوانو سرہ لاس اړول پکاﺭ دي ځکه چې مال دولت د لاسونو خېرے دے ځي راځي.
پۀ لاس ورکولو کښې معشوقې معشوقان ډېر زيات بخيل وي. مئينان خپلو معشوقو ته زارۍ منتونه کوي چې:
لاس د مينې راکه رانه ټوله دنيا هېرہ که
دا د بارانۀ شپه ګلې نن مونږ کره تېرہ که
خو چرته يو نيم نۀ شم وئيلے نور څوک چا له د مينې لاس نۀ ورکوي او کۀ ځينې يې ورکړي هم نو ډېرزر يې بيا د دغه يارۍ نه لاسونه واخلي.
دا نوي زلموټي چې کله تازہ تازہ  ﺯړونه وبائيلي نو پۀ ګڅې لاس يې ﺯړۀ جوړ کړے وي او غشے ترې پورې راپورې وتلے وي، د محبوب د نوم وړومبے ټکے يې پکښې پۀ انګرېزۍ کښې ليکلے وي. پۀ لاس باندې زړۀ جوړول لا څۀ کوئ خو ځينې خلق بيا دغه ژوبل زړۀ او دغه مقدس نوم پۀ کتابونو کښې ليکي، پۀ دېوالونو يې ليکي، د ونو پۀ سټو يې ليکي، پۀ بالښتونو او بړستنو يې ليکي او کله کله يې پۀ غسل خانو کښې هم ليکي. يو زلمي هلک پۀ تازہ  رنګ کړے شوي دېوال زړۀ جوړ کړے وو او لاندې يې ورته ليکلي وو فلانکے دلسوز. يو مشر چې وليدو ورته يې وئيل معدہ  دې پۀ تندر شه سحر د چايو سرہ  د جوارو ډوډۍ وخوري چې غرمه شي د معدې سوزېدل دې شروع شي او ته وائي چې ګنې دا مې زړۀ سوزي.
د دواړو لاسونو پۀ خپلو کښې هم څۀ نه څۀ توپير شته ځکه چې يو لاس د بل پۀ نسبت لږ شان کمزورے وي خو بيا هم ټپ د يو لاس نه نۀ خيژي. ځينې خلق دومره پاخۀ وي چې يو کار پۀ يو لاس وکړي نو دوېم ترې هډو خبر نۀ شي.
لاسونو ته يو دا شرف هم حاصل دے چې پۀ ورځ کښې تر ټولو نه زيات وينځلے کيږي خو چې چرته د اوبو کمے وي نو هلته بيا خلق د مياکلي خېرات هم پۀ ناولي لاسونو خورې. د ښځې د خپلو لاسونو د ښکلي ساتلو لۀ پارہ  قسماقسم کالي کاروي او پۀ نکريزو پرې ګلونه جوړوي. د خداے شان دے چې د دغه سينګار پۀ وجه تور لاسونو لا بدرنګ شي. د کاظم خان شېدا د يو شعر مفهوم دے چې کۀ څوک تور لاسونه او پښې پۀ نکريزو سرۀ کوي نو داسې ښکاري لکه چې پۀ تور دېوال باندې نقش و نګار کوي. لاسونه سرہ کول پۀ دوہ موقعو خامخا کيږي يعنې پۀ اختر او وادۀ کښې. د وادۀ پۀ موقعه د ناوې لاسونه سرۀ کول د وادۀ د پارہ  پۀ علامتي توګه هم کارولے شي لکه ناکام مئين چې کله خپل محبوب تر لاسه نۀ کړي نو د هر فرض مانځۀ نۀ پس لاسونه اوچتوي دعاګانې کوي بلکې لاسونه پاستروي او وائي چې:
د سرې ډولۍ پۀ ارمان مړۀ  شي
نصيب دې مۀ شه پۀ نکريزو سرۀ لاسونه
د خوبانو د لاسونو سرۀ کولو لۀ پارہ  نن هم نکريزې پۀ دوېم نمبر او د عاشق د زړۀ وينې پۀ وړومبي نمبر دي.
پۀ لاسونو کښې برکت هم وي خو د ټولو نه زيات برکت د هغه چا پۀ لاسونو کښې وي چې امدن يې زيات وي او خرچه يې کمه وي. د خرچې د کمولو لۀ پارہ  شومه کورودانه پۀ لاس ﺭاتلل لوے نعمت دے. چې څوک د پخلي سرہ ډېرہ خواري کوي نو پۀ لاسونو کښې يې ذايقه زياته وي. د ځېنې ماشومانو او لويو پۀ لاس کښې ازلي دشمن يعنې شېطان متيازې کړي وي او چې کوم کار ته لاس کوي نو زيان ورته رسوي. هسې دا شېطان خو به هم پۀ خپل ژوند ډېر ستومانه وي چې دا پۀ کوم مخلوق کښې دېره يم چې کار پخپله وران کړي او الزام يې پۀ ما راوتپي. د سحر د مونځ نه پس پۀ اډہ کښې د فلائنګ کوچ پۀ سيټ د دوہ  سورلو جنګ جوړ شو. يو بل يې ښۀ چاپي کړۀ. چې ګواښ وشو نو يو سپين ږيري دغه الزام ټول پۀ ټوله د شېطان غاړې ته واچولو چې دا پۀ تاسو شېطان غالب شوے وو ځکه مو يو بل ودزول. ډﺭائېوﺭ استاذ وﺭته مخ ﺭاواړلو وئيل کاکا شېطان ټوله شپه شوګيرہ کړي وي څۀ لېونے نۀ دے چې پۀ دې تور چاربنګ ﺭاپاڅې دا پۀ دوي کښې خپل چينجي دي.
لاسونه د قسمت حالونه هم وائي او د ماهيرينو د خيال مطابق پۀ لاسونو کښې د ژوند، وادۀ، روزګار، اولاد، باهر ملک ته سفر کولو او نورو بلها ډېرو څيزونو نخښې وي. دغه نخښې د کرښو پۀ شکل کښې وي او چې کومې کرښې کږې وي نو پوهه شه چې قيصه ورانه دہ. د ځينې غريبو مزدورانو لاسونه بيا بيا پولۍ شوي وي او د قسمت هغه کرښې ترې ورانې شوي وي. اوس خو لا لږ څۀ کم شوي دي خو څو کلونه وړاندې به د روډونو پۀ غاړہ  تکړہ  تکړہ  فاليان ناست وو، د خلقو لاسونه به يې کتل او د راتلونکي وخت حالونه به يې ورته بيانول. نۀ يم پوهه چې د شرابو به د فال سره څۀ واسطه وي چې خلق وائي:
وہ  ياﺭہ  فالي فال مې وګوﺭہ
ﺯۀ يم شرابي حال مې وګوﺭہ
پۀ کمزورو باندې لاس پورته کول هم يو ناوړہ کار دے چې د پخوا راسې پۀ ټولنه کښې راروان دے. پخوا به سړو پۀ ښځو باندې لاسونه پورته کول خو اوس دغه رواج بدل شوے دے او شريفانې ښځې پۀ ظاليمانو مړونو باندې لاسونه پورته کوي. د يو سړي چرته د خپلې ښځې سرہ  توتو مے مے شوي وو نو د ښځې ورته بلډپرېشر زېات شوے وو، کوتک ته يې پسې لاس کړي وو. سړے مخکښې اوښځه ورپسې. پۀ لاره کښې ورله بل ګاونډي مخې له ورغلے دے. دا چې پوهه شوے دے چې دې بل ګاونډي د داسې تېښتې پۀ حالت کښې وليدم چې د پښو نه مې ګيټۍ دانګي نو ودﺭېدلے دے، شا ته يې وکتلي دي، پۀ برېتونو يې لاس راښکلي دي او فاتحانه انداز کښې يې وائي “هن د فلانکي لور ته وګورہ  دا اوس زما سرہ  منډہ  وهي”.
د کوم چا چې لاس خوځي نو د هغۀ سرہ  دې خداے د هيڅ چا جنګ جګړہ  نۀ راولي کنه پۀ دوہ سوہ او شپږو کښې ورله يو سل او دېرش هډوکي ماتوي.
پۀ ځينې علاقو کښې به پۀ لاس نيوہ کښې نااشنا رسم ووينئ. لس تنه به پۀ يو ځاے راشي، د يو ګاډي نه به راکوز شي، خلق به ورته ځاے پرېږدي، پۀ کټونو کښې به کښېني، بالښتونو ته به ډډې ولګوي، پښې به پۀ بله واړوي، يو تن به مرۍ تازه کړي او غږ به وکړي “خداے مو اوبخښه د مړي پۀ حق کښې به لاس اوچت کړو”. ښه اوږدہ  دعا به وشي چې لاسونه ښکته شي نو دوېم ملګرے به غږ وکړي “بيا به لاس اوچت کړو”. دا سلسله به تر لسم کس پورې وچليږي. خداے مو پۀ خېر کړئ خو پۀ يو ځل لاس اوچتولو کښې ټوله دعا وغواړئ نودا مو اوس څۀ لانجه جوړہ  کړې ده. دا خو به پرې وبخښئ اوس خو پۀ لاس نيوہ کښې يو بل ټرېنډ چليږي چې د چا سرہ لږ ډېر مذهبي علم وي او تقرير کولے شي نو پۀ خپل ځاے پاڅي، غږ وکړي “وروڼو لږہ خبرہ به واورو” او دغه شان پورہ  دوه ګېنټې زړۀ تش کړي. پۀ دغه تقرير تقرير کښې ډېر خلق راشي او بغېر د لاس اوچتولو نه لاړ شي. بهر حال ګوتې هم د لاسونو برخې دي او پکار نۀ ده چې مونږ پۀ دغه خبرو کښې ګوتې ووهو ځکه چې هوښياران وائي د بجلۍ پۀ تارونو کښې او د خداے پۀ کارونو کښې به ګوتې نۀ وهئ.
حسن زيب حسن

د خپلې رائے اظهار وکړئ