سخت دريځي يا انتها پسندي چې تشدد زېږوي. دا په هر انسان کښې د ننه يو عنصر وي ، ځکه چې هر انسان يو دريځ لري ، کوم چې هغۀ ته سم ښکاري او د ځان او د بل د پاره يې غوره بولي . د سخت دريځۍ متضاد اعتدال او رواداري ده . اعتدال او رواداري د انساني فطرت سره ډېر سمون نۀ خوري . فطري هغه څه وي چې خپل پخپله په يو وجود يا مظهر کښې موجود وي او اعتدال يا رواداري غېر فطري ځکه وي چې د دې د پېدا کولو هڅه کېږي ، يعني په نورو معنو کښې دا صنعت ګري ده او دا پېدا کولو دا عمل په بنيادي توګه د مقصد پېداوار وي. همېشه د پاره مقصد فطري نۀ وي بلکې مصنوعي وي. مقصد هغه څه وي چې انسان کښې موجود نۀ وي بلکې ترلاسه کول يې غواړي. د يو چا د څه جوړېدلو خواهش يا ارمان د هغۀ مقصد وي او د خواهش يا ارمان دا معنا شوه چې هغه (څوک) دغسې نۀ دے ځکه دغسې جوړېدل غواړي . نو معتدل جوړېدل د انسان خواهش وي (په لکهونو انسانانو کښې يو نيم کېدے شي داسې وي چې هغه فطري معتدل وي ، ګني دا مونږ ته چې کوم انسانان معتدل ښکاري ، دوي اعتدال په خپله سخت دريځۍ د تشدد يا په خپل داخل د تشدد په وجه ترلاسه کړے وي) .
که چرته د سخت دريځۍ څخه د خلاصون او د اعتدال د ترلاسه کولو مقصد ته يو کس ځان رسول غواړي نو هغۀ له به په ځان کښې د دننه سخت دريځي پېژندل وي. څو چې يو چا په ځان کښې د ننه سخت دريځي نۀ وي پېژندلې ، هغه په ځان کښې اعتدال يا رواداري نۀ شي پېدا کولے.
هر کله چې انسان په ځان کښې موجود يو داسې فطري خوي او خصلت وپېژني چې د ټولنې د پاره خونړے وي نو هغه بيا شعوري شي ، يعني ويښ او بېدار شي. يو کس چې دا وګڼي چې دلته غل موجود دے نو هغه بیدار شي او چې بېدار شي نو غل يا خو راتلے نۀ شي او يا که را هم شي نو انسان يې مزاحمت کولے شي. دغسې چې سخت دريځي وپېژني نو انسان چې کوم عمل او کوم فعل هم ترسره کوي نو په بېدارۍ سره يې ترسره کوي. نو هغه بيا خپله سخت دريځي وژني او چې په کوم ځاے کښې سخت دريځي وژني ، هلته اعتدال او رواداري پېدا کېږي. د روادارۍ يا اعتدال د پېدا کېدو سره يوه خوشحالي او يو سکون هم انسان ته ترلاسه کېږي.
دا سکون ولې پېدا کېږي؟ دا سکون د وژلو سره پېدا کېږي او وژل تشدد دے . دلته هم انسان د تشدد مظاهره کوي ، په خپل ځان تشدد کوي ، په خپل فطرت تشدد کوي او تشدد که په ځان وي ، په خپل فطرت وي ، ناوړه عمل دے.
مونږ په وړومبي سر کښې وئيلي وو چې سخت دريځي تشدد زېږوي او دلته اخر کښې وايو چې سخت دريځي وژني هم تشدد نو ګويا تشدد په هر حال کښې د انسان سره موجود دے؟
محب وزير