غټ وزن به څنګه کم شې ؟
د غټ وزن د مسئلې نارینه او زنانه دوانړه ښکار دي وجه یې د فزیکې مشقت نیشتوالے او د هر قسمه خوراک بې دریغه او غلط استعمال دے
غټ د چربۍ ډک بدن نه یواځې جسمانې ستونزې رامنځ ته کوي بلکه د انسان شکل و صورت خرابوي او بنده د خپل عمر نه غټ ښکاري
د وزن کمولو واحده لار خپل روټین بدلول او په خوراک کنټرول موندل دي او د صحیح خوراکونو او مشروباتو په صحیح وخت خوړل دي
نن صباه خلک د یوټیوب چینلونو چلولو لپاره او داسي ځیني مخلوق د خپل پراډکټس خرڅولو لپاره خلک په ششو پنج کښې اچولے انسان ته دا نه واضحه کیږي چې څه اوکم ،څنګه وکم ،څه اوخورم او څه وڅښم
نن درته په دې تحریر کښې په اسانو او ساده ټکو کښې د وزن کمولو یو پلان ښایم چې د عمل کولو سره به ضرور مثبت نتایج مومۍ ۔
زمونږ جسم ته چې څومره انرجې calories پکار وي هغه د خوړلې شوي خوراک نه اخلي او اضافې خوراک په مختلفو طریقو او شکلونو کښې بدن کښې جمع کوي مثلاََ چربې چې د وزن غټولو غټ لامل دې د بدن په مختلفو حصو کښې کې جمع کیږي لکه د اعضاء لپاسه مثلاََ د جګر لپاسه د کولمو وغیره ، ګیډه کښې د سرمن لاندې چې ورسره ګیډه غټیږي او داسې په مخ، مرۍ او ولو shoulders کښې جمع کیږي او بدن غټوي ۔
انټرمیټنټ فاسټنګ intermettint fasting
انٹرمیٹنٹ فاسٹنگ دې ته وائي چې په 24 ګهنټو کښې څه وخت په خاص مقدار کښې او خاص خوراکونه کول او باقې وخت په نهره تیرول یعنې یو قسم روژه نیول
یواځې په 24 ګهنټو کې نه دا ترتیب تاسو هفته کې هم اپناوهلے شۍ لکه څلور ورځې خوراک او درې ورځې روجه
یا 24 ګهنټې خوراک او 24 ګهنټې روژه
خو دلته د روژې مطلب دا ندې چې ګنې هیڅ به نه څښۍ بلکه اوبه، بغیر د چینو چائے او یا کافې څښلي شۍ ځۍ مخکښې اوګورۍ۔۔۔۔۔
د 24 ګهنټو په حساب کښې یعنې دولس ګهنټې په نهره تیرول او باقې دولس ګهنټو کښې څه نا څه خوړل
یا د دولسو په ځاﺉ اته 8 ګهنټې خوراک کول او شپاړس ګهنټې په نهره تیرول
#نوټ که د دې نه زیات په نهره تیرولے شۍ نو هم ښه ده څنګه چې ما پورته اویل۔۔۔
وس راځو مرحلو ته۔۔۔۔۔۔۔
1د خوراک کولو مرحله
2د نهرې تیرولو مرحله
1 د خوراک کولو مرحله کښې کوم خوراکونه کول پکار دې ؟
اولنۍ خبره ذهن کښې کینوۍ چې په دولسو یا شپاړسو ګهنټو کښې د خوراک کولو مطلب دا هرګز ندې چې ګنې څه خورۍ نو خورۍ نانانا
بلکه په دې کښې به #بغېر د تیلو غوړو ،چینو ،مالګې ، چربیانو، مصالحو،بیکریانو خوراکونه کوۍ په خاص مقدار او په مخصوص وختونو کښې
لکه
د ډوډۍ دریمه یا څلورمه حصه
پښې شوي ساده سبزیانې
سلاد
ویشیدلې انډې یو وخت کښې صرف یوه هګۍ خوړل
په خاص مقدار فروټس یو وخت کښې صرف یوه دانه لکه مڼه کیلا وغیره
خشک میوېdry fruits
دالونه
د چرګ غوښه بغیر د تیلو غوړو پښه شوي
کچه غوښه
مهې او یا په خاص مقدار کښې غټه غوښه شامله وي
د ډوډۍ دوران کې د مشروباتو لپاره ساده اوبه، بغیر د ملاﺉ لسې او یا د نیمبو اوبه څښلې شۍ
#نوټ که د مهې، غوښې او یا خشک میوې وس مو نه کیږي نو هیڅ مسله نکوي
دا ټول به په یو ځاﺉ نه خورۍ بلکه دې کې چې کوم څه موجود وي هغه به خورۍ خو زان به پرې نه مړوۍ ځکه چې زان پرې موړ کړۍ نو د بدن اضافې چربې به څنګه ختمیږي
لاندیني ورکړی شوي خوراکونه به نه خورۍ
د سپینو اوړو ډوډۍ
هر قسم وریژې/چاول
مصنوعې مشروبات (کولډرنکس)
چربیانې (وازګې)
په غوړو او تیلو کښې سره کړی شوي خوراکونه
خواږه خوراکونه چې چینې /بوره لري
برګر،شاورمه،پیزه پاسته وغیره
مالګې واله خوراکونه
2د نهرې تیرولو مرحله
د نهرې دوران کښې به تاسو هیڅ خوراک نه کوۍ هغه که هرڅه وي البته ځینې مشروبات څښلې شۍ لکه
ساده اوبه تر ټولو فایده مندې دې
که د چاﺉ بغیر مو ګوزاره نه کیږي نو بغیر د چینو او پیو چاﺉ یا کاپې
شین چاﺉ پیکه
د نِمبو اوبه بغیر د مالګې
ورزش
ورش چې څه قسم ورزش کوۍ کولې شۍ نارینه زنانه دوانړه که منډه وهۍ او یا نورمل قدم وهنه کوۍ
زیات مشقت واله ورزش باید په نهره ونشې که مسله درته نه وي کولې شۍ
انټرمیټنټ فاسټنګ د حامله زنانه لپاره یا هغه زنانه چې ماشوم له پۍ ورکوي باید ونکړي
هغه انسان چې طبي مسله (ناروغې)لرې اول خپل ډاکټر سره مشوره
وکړي
یا چې څنګه هغې ته اسانه وي ډائټنګ کولے شې
ګوره د ډائټنګ مطلب دا ندے چې ګنې انسان به خوراک نه کوي بیشکه کوي به خو هر څه به نه خورې او هر څومره به نه خورې بلکه ساده خوراکونه او په مخصوص مقدار کې په خاص وختونو کې به خورې
حاصل د تحریر
غوړ،تارخه،تاروا،کولډرنکس،بازارې خوراکونه،غوړو تیلو کې سره شوي خوراکونه، وازګې،چاولې، د سپینو اوړو ډوډۍ، بیکریانې، پیزه،برګر،شاورمه، د پيو ډک چائے، دا خوراکونه او مشروبات مه څښۍ
ورزش کوي
ساده پښې شوې سبزیانې، دانه میوه، خشک میوه، ساده اوبه،د نمبو اوبه، دانه انډه، دالونه، سلاد ، د چرګ غوښه بغیر د غوړو تیلو، شنه چاﺉ ،توره چاﺉ اخلۍ
خپل روټین بدل کړۍ ،خوب پوره کوي
چې څومره تاسو سخته برداشت کولے شۍ او څومره د خوراک نه ډډه کوۍ هغومره به مو د بدن اضافې چربې ختمیږي