0

د زړۀ دوره

د اسپرين يوه پلته همېشه کور ساتئ – نن سبا د زړۀ دوره پۀ ډېر کم عمره خلکو هم راتلے شي – کۀ چرې چاته اچانک د سينې پۀ مينځ کښې درون درد محسوس شي – چې هغه څټ ته يا ګس لاس طرف ته خپريږي – رنګ ئې زيړ شي ، يخه خوله پرې راشي او پۀ ساه اخستو کښې ورته هم تکليف محسوسيږي نو زيات امکان دے چې دا د زړۀ دوره وي – کۀ تاسو د هسپتال نه لرې يئ نو پکار ده چې د اسپرين يوه ګولۍ ورله ورکړئ او هغه وجوئي – اسپرين وينه نروبه وي او د زړۀ پۀ نري رګونو کښې د وينې تګ ازاد کړي –

د دې نه علاوه کۀ څوک اول نه د زړۀ مريض وي – نو د هغه پۀ دوايانو کښې به اېنجيسډ 0.50 ملي ګرام ګولۍ ضرور وي – هغه ورله ورکړئ چې د ژبې لاندې ئې کېږدي – دا هم د اکسيجن د سپلائي د کموت له وجې پېدا شوے درد کموي – کۀ د مريض د زړۀ حرکت بنديږي نو د سي پي ار cpr عمل ورته شورو کړئ او پۀ اېمرجنسي بنياد ئې هسپتال ته ورسوئ – ممکنه ده چې ژوند ئې بچ شي –

يادګېرنه : اسپرين چونکه وينه نروبوي – نو د زړۀ د اېمرجنسي نه علاوه ئې زيات استعمال د ډاکټر د مشورې نه بغېر نۀ دے پکار –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ