سرې مچۍ ساینسې نوم یې polistes flavus دې او yellow paperwasps ورته هم وائې
مچۍ سوشل جاندار دي په ګرمۍ کښې راوځي او د ګروف په شکل کې اوسېږي ماده مچۍ او نور د ګروف ممبرز په شریکه اول د جالې جوړولو انتظام کوې بیا ماده مچۍ انډې راوباسې او بچې راوړې۔
د دوي ګروف په درې قسمه مچو مشتمل وي
د ګروف مشره او رهنما ماده مچۍ queen وي چې د جالې جوړولو ځاۓ او شروعات کوي انډې راوباسې او بچي راوړې۔
دوېم نمبر پسي د workers وې دا هغه مچۍ وي چې د جالې جوړولو، حفاظت کولو او خوراک بندوبست کوي دا هم female مچۍ وې خو بچې نشې راوړلې یعنې sterile وې.
دریم نمبر ورپسې نران یعنېmale drones مچۍ وې د دوي کار صرف جنسې ملاپ وې او دد جنسې ملاپ روسته مري ۔
عموماََ جالې په دیوالونو،ونو بوټو او کورونو کې جوړوې د جالې جوړولو لپاره د لرګې استعمال کوي لرګې د خولې او توکاڼو saliva کې موجود انزایمز په ذریعه معده کوې او جاله ترې جوړوې
د جالې جوړولو او مظبوطولو لپاره د resin او waxes استعمال کوې کوم چې د دوي په جسم کې مخصوص غدود glands جوړوي تر څو جاله د ماحولیاتې تبدیلیانو مقابله وکړي۔
خوراک
دوي د خوراک لپاره د ګلونو رس ، واړه جاندار او نور واړه ځناور استعمالوي د ماحول او فصلونو په بقا کښې هم مهمې دندې ترسره کوي دوي هغه حشرات خورې چې د فصلونو لپاره نقصان ده وي ۔
حفاظت او چېچل کول
مچۍ د انسانانو لپاره خطرناکې نه وي خو چې کله خطره محسوسه کړي نو د خپل حفاظت لپاره بیا چیچل کوې او یو ځل ډېر وارې انسان چیچلې شي چې متاثره ځاﺉ کې د زهرو له وجې سور والې راځې دړد کوې او پړسېګي۔
متاثره ځاﺉ خپله ښه کېږي او هیڅ کوم نقصان نه کوې خو بعض خلک ډېر حساس وې الرجې یا نوره مسله ورته کېدلي شې هغې صورت کې باید زان ډاکټر ته ورسوي
نارینه مچۍ چیچل نشې کولې چیچل صرف ماده مچۍ کوې ۔
د ماده مچۍ د جسم شاته حصه کې د ovipositer په نامه یوه داسې حصه ده چې د انډو پېدا کولو او راویستلو لپاره مخصوصه ده خو په دغه حصه مچۍ چیچل هم کوې او زهر پرې خارجوې د خپل حفاظت سره سره پرې د خوراک لپاره د وړوکو جاندارو ښکار هم کوي۔
ماده مچۍ د ډېرو نرانو سره جنسې ملاپ کوي د جنسې ملاپ روسته نران مرې او ماده سپرم محفوظ کوي او بیا د ګرمۍ په موسم کې راوځې جاله جوړه کړې انډې اچوې او بچې پېدا کړي او هغه بچي هم زانله جدا کالونیانې او ګروفونه جوړوي او داسې دا سایکل روان وي
#نوټ مثلاََ یو انسان مچۍ وچیچلو نو باید دا وکړې۔۔
متاثره ځاﺉ دې په اوبو اوینځې
واوره ice یا یخې اوبه دې په متاثره ځاﺉ توې کړې تر څو ونه پړسېګي
د دړد لپاره دې د دړد دوا واخلې
اکثر خلک د خولې په ذریعه د زهرو راوباسلو کوشش کوې داسې نوې پکار که د هر قسم زهریله ځناور زهر وې
زهر ډېر زر د وېني په ذریعه بدن کې خورېږي د خولې په ذریعه راوباسل یې عموماََ ناممکن وي ۔
تحریر :حسین ننګیال
#الیګزینډر_حسین_ننګیال