how-amir-hamza-became-the-baba-of-pashto-ghazals 0

حمزه څنګه د غزل بابا شو

د شلمې صدۍ په شاعرانو کښې حمزه بابا هغه شاعر دے چې د پښتو غزل سره ئې نامه د لازم او ملزوم حيثيت لري- حمزه بابا ته د پښتو نوميالي شاعر ملک الشعراء سمندر خان سمندر پۀ يوه مشاعره کښې پۀ دې شعر اورولو چې:
تورې سترګې مې د يار مخ ته پۀ ځير دي
بيا حبشو پۀ کعبه تړلے لام دے
د غزل بادشاه خطاب ورکړے وو- او بيا د غزل بادشاه نه بابائے غزل مشهور شو- د يوې اندازې تر مخه تر اوسه حمزه بابا د يو نيم زر نه زياتي غزلې ليکلې دي- او پۀ دومره زياتو غزلو کښې يې يو شعر هم د معيار نه نۀ دے پريوتے-
حمزه بابا ته پخپله هم دا احساس شوے وو چې هغۀ د پښتو غزل کوم مقام ته رسولے دے دغه احساس د هغۀ د شخصيت برخه وه- او لکه د هر فنکار حمزه بابا هم خپل شخصيت پۀ خپل فن او شاعرۍ کښې منعکس کړے دے- دغه انعکاس او د شخصيت اظهار د هغۀ د غزل فني تقاضه هم وه او د هغه د ذات نفسياتي غوښتنه هم- پۀ دې وجه د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې د غزل پۀ حواله د شاعرانه تعلي اظهار د نورو شاعرانو پۀ مقابله کښې نسبتاً زيات شوے دے- د شاعرانه تعلي دغه اظهار کله خو د غزل د مجموعي ارتقاع په حواله شوے دے او کله د غزل د جزوي فني محاسنو د تذکرې سره يو ځاېٴ شوے دے- د غزل په مجموعي حواله د هغۀ شاعرانه تعلي د شخصيت اظهار او نفسياتي تقاضه څۀ پۀ دې انداز شوې ده-
چې خپل غزل د چا نه واورم حمزه
وايم چې چا هسې وينا کړې ده
ستا پۀ اننګو کښې د حمزه د وينو سرۀ دي
تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دې بابا کړم
قام ته بادشاهي ښائي زما د سخن سيوري
خپله که پۀ شان د هما اوچ هډوکي شپلم
او بيا د شاعرانه تعلي سره چې د خپل غزل د کوم فني عنصر اظهار کوي نو دا ئې د غزل يو بل انفرادي رنګ دے- لکه دا شعر چې د غزل د بلندۍ په حواله د شاعرانه تخيل فني عنصر ذکر کوي-
لا سخن خيزې دي زما د تخيل ژورې
زۀ د غزل د بلندو نه پريوتلے نۀ يم
يا دا شعر چې پکښې د غزل د پاره د نوي خيال لرلو ذکر کوي-
حمزه! چې د غزل نه رنګينۍ دې ورکې نۀ شي
دا ښائي چې تل تل ولري خيال نوے نوے
د خپل غزل او شعر د روحاني، الهامي او شاعرانه امد د کيفيت تذکره د شاعرانه تعلي پۀ آئينه کښې داسې ښائي-
هر سحر ملک د شعر کړي حمزه ته الهامونه
کيف پکښې ملکوتي وي، ناسوتي سوز پۀ سخن کښې
د معني او د لفظونو تړون يا مضمون او انداز بيان د نسبت ذکر کولو سره د تعلۍ دا انداز ئې هم د ځيرلو دے چې وائي:
چې ئي اظهار لره الفاظ نۀ مومم
خيال ته زما هسې مضمون راغے
دغه د نوي خيال غزل د مضمون ندرت، د تخيل لور والے او الهامي کيفيت د حمزه د تعزل توکي دي- د څۀ پۀ وسيله چې ئي غزل فني بلندو ته رسولے دے- حمزه د غزل ژور مفهوم ته ډير زيات وسعت ورکړے دے- د هغۀ غزل پۀ معنوي لحاظ صرف د ښځو سره خبرې نۀ دي بلکې يو پوره معاشي، سياسي ثقافتي او معاشرتي پس منظر لري او د معني او مضمون تنوع لري- دغه شان پۀ صوري لحاظ هم د هغۀ غزل صرف د بحر وزن او رديف قافيې جوړښت نۀ دے بلکې د لفظونو د انتخاب غنائيت، برجستګۍ، لفظي صنائع او نورو فني توکو يو ماهرانه تکنيک لري- هم دغه څيزونه د غزل پۀ تغزل کښې اضافه کوي- ځکه خو د حمزه غزل د تغزل نه ډک وي بلکې تغزل ئې د غزل روح ګڼلے شي- هم دغه د تغزل اوچت شان حمزه پۀ خپل غزل کښې د شاعرانه تعلۍ پۀ صورت کښې منعکس کړے دے
خو د غزل په حواله د حمزه تعلي هسې نه ده-هغه په رښتيا د غزل بادشاه هم وو او بابا هم- هغه حق لري چې تعلي وکړي او دغه احساس هم حمزه بابا ته شوے وو نو بس په حقه يې وييلي وو چې-
تعلي مې د غرور له مخه نه ده
تورې سترګې په رنجو د امتياز يم

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ