0

حسن او جمال

زمونږ اکثر زده کوونکي حسن او جمال په يوه مع دواړو کښې فرق دی—- حسن پراخ مفهوم لري چې پکښې معنوي او مادي ښکلا دواړه شامل دي- خو په بنيادي توګه حسن د معنوي ښکلا مفهوم ادا کوي– يعنې د سيرت ښکلا— غير مادي ښکلا– لکه حسن اخلاق– حسن کردار–نيکي– صداقت — دغه هر څه حسن دی خو مادي شکل نه لري— ځکه نيکۍ او ښه روييو ته حسنات وييلی شي— کله کله د تفهيم د پاره په علامتي صورت کښې په مجازي معنو کښې د غير مادي حسن د پاره د جمال اصطلاح هم راشي خو هغه صرف د پوهولو د پاره وي— ګويا د جمال توری په بنيادي توګه يواځې د مادي ښکلا د پاره راوړلی شي— يعنې د صورت ښکلا– شکلي ښکلا — ځکه دا توری د حسن په مقابله کښی محدود مفهوم لري—
حسن او جمال دواړه د عربۍ توري دي او په عربي لغت کښې بغير د ځنو استثنايي موقعو نه چې د تفهيم او ابلاغ ضرورت وي حسن معنوي دی او جمال شکلي– او دا هم چې جمال د حسن برخه ده ځکه چې حسن پراخ مفهوم لري خو حسن د جمال برخه نه ده ځکه چې جمال محدود مفهوم لري–دې سره د عربۍ يو بل توری — کمال– هم دی چې معنا يې ده پوره توازن او اعتدال سره مکمل شوی څيز– ګويا کمال هم د مادي ښکلا نوم دی– يو بل توری — زينت–هم دی چې دا هم مادي ښکلا ته وايي— يعنې ښايسته کړی شوي څيز ته — مزين– وايي— دغه شان يو بل توری — جلال– دی چې د عظمت — قوت–لوې والي– رعب او دبدبې د پاره راوړلی شي— ځکه چې د جلال په مقابله کښې په جمال کښې نرمي شګفتګي نزاکت او ملايمت شامل وي—جلال کښې مادي او غير مادي دواړه ښکلاګانې شاملې وي–خو په بنيادي توګه جلال هم د مادي ښکلا د پاره وي–
دغه ټول اصطلاحات د عربۍ دي چې په وړومبي سر کښې د جمال برخه وي او بيا په پراخ مفهوم کښې په حسن کښې ورشامل شي— د دغو ټولو اصطلاحاتو د مطالعې او تفهيم نوم دی — جماليات– يعنې د حسن و فن علم او پوه

حسن او جمال

زمونږ اکثر زده کوونکي حسن او جمال په يوه معنا اخلي خو دې دواړو کښې فرق دی—- حسن پراخ مفهوم لري چې پکښې معنوي او مادي ښکلا دواړه شامل دي- خو په بنيادي توګه حسن د معنوي ښکلا مفهوم ادا کوي– يعنې د سيرت ښکلا— غير مادي ښکلا– لکه حسن اخلاق– حسن کردار–نيکي– صداقت — دغه هر څه حسن دی خو مادي شکل نه لري— ځکه نيکۍ او ښه روييو ته حسنات وييلی شي— کله کله د تفهيم د پاره په علامتي صورت کښې په مجازي معنو کښې د غير مادي حسن د پاره د جمال اصطلاح هم راشي خو هغه صرف د پوهولو د پاره وي— ګويا د جمال توری په بنيادي توګه يواځې د مادي ښکلا د پاره راوړلی شي— يعنې د صورت ښکلا– شکلي ښکلا — ځکه دا توری د حسن په مقابله کښی محدود مفهوم لري—
حسن او جمال دواړه د عربۍ توري دي او په عربي لغت کښې بغير د ځنو استثنايي موقعو نه چې د تفهيم او ابلاغ ضرورت وي حسن معنوي دی او جمال شکلي– او دا هم چې جمال د حسن برخه ده ځکه چې حسن پراخ مفهوم لري خو حسن د جمال برخه نه ده ځکه چې جمال محدود مفهوم لري–دې سره د عربۍ يو بل توری — کمال– هم دی چې معنا يې ده پوره توازن او اعتدال سره مکمل شوی څيز– ګويا کمال هم د مادي ښکلا نوم دی– يو بل توری — زينت–هم دی چې دا هم مادي ښکلا ته وايي— يعنې ښايسته کړی شوي څيز ته — مزين– وايي— دغه شان يو بل توری — جلال– دی چې د عظمت — قوت–لوې والي– رعب او دبدبې د پاره راوړلی شي— ځکه چې د جلال په مقابله کښې په جمال کښې نرمي شګفتګي نزاکت او ملايمت شامل وي—جلال کښې مادي او غير مادي دواړه ښکلاګانې شاملې وي–خو په بنيادي توګه جلال هم د مادي ښکلا د پاره وي–
دغه ټول اصطلاحات د عربۍ دي چې په وړومبي سر کښې د جمال برخه وي او بيا په پراخ مفهوم کښې په حسن کښې ورشامل شي— د دغو ټولو اصطلاحاتو د مطالعې او تفهيم نوم دی — جماليات– يعنې د حسن و فن علم او پوهه–

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ