شناخت (پېژندګلو) همېشه راسې د انساني کړنې (عمل) په شا يو لوے محرک پاتې شوے دے. شناخت د يو ټولي يا وګړي د صلاحیتونو د ټولګې (مجموعې) نوم دے چې د نورو وګړيو يا ټوليو څخه يې بېلوي چې په صنف ، کلتور ، رنګ ، نسل ، مذهب ، اقتصاد ، علم او داسې نورو اړخونو اډاڼه وي.
شناخت په بله معنا کښې وقار دے ، يعني د يو کس شناخت تسليمولو ته د هغه کس وقار وئيلے شي . د يو کس د وقار منلو معنا هغه کس يا د هغه کس کردار ته درناوے لرل دي. کله چې د يو کس يا ډلې کردار او صلاحيت ته درناوے وۀ لرلے شي نو ګويا هغۀ ته د خپلولۍ لاس ور وۀ غزېږي. د کارل مارکس د بېګانګۍ تيوري هم د دغه ځاے نه سر اوچتوي چې د وګړي صلاحيت يا کردار نه انکار په وګړي کښې د اجنبيت (بېګانګۍ) تصور راولاړوي.
انساني تاريخ کښې د ځان يا نسل د بقا د پاره هلې ځلې هم د دغه اجنبيت نه الهام اخستے دے ، په نورو معنو کښې چې کله د وګړي يا ډلې د صلاحيت يا کردار نه انکار شوے دے نو هغوي د شناخت د پاره هلې ځلې کړې دي او دا د تاريخ برخه پاتې شوې ده.
يو ويشتمه پېړۍ کښې چې په نړيوال سياست کښې د شناخت کوم نوي تصور سر اوچت کړے دے ، هغه د کارل مارکس د “بېګانګۍ” او د اېرک اېرکسن د نفسياتو د “عزت نفس” يو مجموعي تصور دے او دا د ډلې په ځاے وګړي ته زيات مراجعه شوے دے.
روايتي سياست کښې شناخت د ډلې/قام/قبيلې په شکل کښې ښکاره کېدۀ ، ولې نوي سياست کښې (د سرمايه دارۍ د ډېر پرمختګ له وجې) د شناخت ستونزه اوس د وګړي وجود پورې را وۀ رسېده. پخوا به وګړے د خپل کردار په ترڅ کښی سپر سټرکچر ته جوابده وۀ ، اوس وګړے د خپل صلاحيت يا کردار په ترڅ کښې سپر سټرکچر ځان ته جوابده ګڼي . په بله معنا اوس په سياست يا سياسي ګوند کښې هر کارکن د خپل صلاحيت يا کردار تپوس کوي ، يعني هغه خپله پېژندګلو غواړي. دا د سرمايه دارۍ د نجکارۍ د پالېسي يو واضح اثر دے . څنګه چې پرائيوېټ فرمز کښې د وګړي د صلاحیتونو اعترافات کېږي ، هم هغه رنګه اوس وګړي په سياسي عمل کښې هم خپله پېژندګلو غواړي.
پښتانۀ يوه روزمره کاروي چې “پښتون د پوښتنې دے” . دا پوښتنه بنيادي طور د وګړي وقار بحالول دي يا ساتل دي . د چا پوښتنه چې وۀ شي يا د چا نه چې رايه يا مشوره واخستله شي ، ګويا هغه د ځان سره په کړنه (عمل) يا پرېکړه کښې شامل کړل شي نو هغه کس د عمل ذمه واري هم په ځان واخلي او ذمه واري په ځان منل يا اخستل د ستونزو يوازينے حل دے.
0