د اهلِ علم دنده د نظر اؤ نظریو د صحت و ساخت مطالعه کول دي . پۀ دې اساس اهلِ علم وائي “اصلي اختلاف” دوۀ ډوله کېدے شي . يؤ د واقعیت پۀ اساس اختلاف وي چې د “نفسِ امري” اؤ د “حقیقت څۀ دے” مسئله ده . کۀ چرې دې کښې “بد نیّتي” نۀ وي نو اختلاف د دقیقو معلوماتو او حقائقو په اساس پۀ اسانه ختمېدے شي ـ
د “العَداوةُ تُجْبرهُم عَنْ تَحْقیقِ” پۀ مصداق د بعضې خلکو اکثر اختلافات هم له دغې “بد نیتۍ ” اؤ “عداوت” له امله مخې ته راځي :
كلُّ العداواتِ قد تُرْجى مَوَدَّتُهَا
إلاَّ عداوةَ من عَادَاكَ عن حَسَدِ
(الإمام الشافعي)
دویم د ارزښتونو اختلاف وي چې د دوو ډلو تر مینځ توپیر د “واقعیت اؤ حقیقت څۀ شے دے” پۀ اساس نۀ وي لکه یؤه ډله به يؤ څيز ښۀ اؤ اړین ګڼي مګر دویمه ډله به ئې خراب یا غېر اهم ګڼي لکه پۀ ادب کښې نوې “لغړ” اصطلاحات یا خیالات ئې غوره مثال دے، نو پۀ عمومي توګه د اخرُ الذکر اختلاف “اختلاف” د اړوندو (متعلقه) حقایقو پۀ رڼا کښې چرې هم حل کیدے نشي ځکه چې دا د “اقدار” اختلاف وي اؤ دلته چې څوک پۀ کوم لار (کږۀ یا نېغه) لاړ، نو لاړ ، د راستنیدو امکان ئې کم اؤ يا کُدام وي ؟