د جنس اړيکه د انساند فطرتي وجود د ساخت سره وي او دصنفي ځانګړتيا او امتيازاتو ټاکنه د ټولنيز اقدارو سره وي ټولنيز اقدار همېش متبدل او ارتقاء پذير وي ، دا دواړه جلا جلا نسبتونه که په پام کښې اونيول شي نو د ډېړو جوړو شوو ټولنيزو مغالطو د حل لار پکښې ممکن ده.
د ښځو د حقوقو مسله زمونږ په ټولنيز اقدارو کښې تړل شوې ، په سماجي اقدارو کښی تر ټولو زيات بدلون راوستونکې قدر اقتصاد دې ، پښتانه د ښځې په تش نوم اخيستلو باندې شرمېږی خو که دغه ښځه ډاکټره/ وکيله/ عالمه /سیاست مداره ېا تاجره شي په اقتصاد کښی خپله ونډه جوړه کړي نو د لوئي بازار په مېنځ کښې نوم ليکل کوم شرم نه وي !
دغه رويو ته تغيير ورکول د مغرب د فيمنيزم د فلسفې د اغېز لاندې چرې هم په پښتنه ټولنه کښې نشي ممکن کېدی زمونږ د ټولنې خپل پېښ معروضي واقعيتونه او چاپېريال دې ، د خپلې ټولنې دننه د تاثیراتو اغېز چې نه وي نو د جوړښ هيڅ عمل پرمخ نشي تلې ، ړومبی خپله ټولنه تشخيص کول غواړي بېا ئې درملنه به ممکن وي، پښتنه ټولنه ېوه قبائلي او نرواکه ټولنه ده داسې ټولنه نيمه رنځوره وي داسې تولنه کښی بدلونونه ډېر مهم خو کار ډېر منظم او په بالغ حکمت پکار وي .
په مالوم تاريخ کښې مونږ سره پخپله رواېتي ټولنه کښې ، بي بي الائي ، زرغونه انا ، شاه بوړۍ ، ملاله میوند ، مامونده ترور پشان په سوونو د اتلولې تورسرې شته.
ېا دا وخت په پښتنو تورسرو کښی په اولسي او سیاسي رنګ کښی د وړانګه لوڼي پشان ميثالونه د نشت برابر دي .
په پښتنه ټولنه کښې بدلون ېواځې او ېواځې د قامي تحريک د تسلسل او سیاسي ګوندونو د سوري لاندې ممکن دې ، کچرته قامي ګوندونه هغه پام چې دې لور ته پکار دې نه کوي او ېا دغه ، خالی ګاه ، فقط د ېو څو زنانو د اسمبلۍ څوکو ته رسول ېا په ېو غونډه کښې تش د ېو څو رواېتي زنانو په مخکښې څوکو کېنول د ستونزې حل ګڼل شي نو په نتيجه کښې به دغه کار د ، مغربي تاثيراتو لاندې فېشن ایبل اين جي اوز ، ته بېا پاتي کېږي ، بېا به هغه نارې لږول شي هغه پېغورونه به کول شي چې په نتيجه کښې به د ټولې ټولنې په مذهبي او سماجي اقدارو ساختياتي تشدد کول شي…
قامي تحريکونه څنګه کار کولی شي ؟ سل کاله پخوا په تمانزو کښی سیاسي غونډه ده زر کسان پکښی ناست دي څلور سوه پکښی زنانه د کلو بانډو نه راغلي ، د دې حقيقي بدلون مثال زمونږ سره د شلمې پېړۍ په تاريخ کښې د خدائي خذمتګار غورځنګ په شکل کښې عملي شتون لري ، خدائي خذمتګار عملی خلک وو ، د خدائي خذمتګار غورځنګ لاندې چې د وطن د ازادۍ سره د ټولنيزو چارو د سمولو سره کم کار د ښځينه ذات د عملي حقوقو لپاره شوې نو مغربي فېمنسټان دې خبر وي چې دا کار سل کاله وړاندې هم پدې رنځوره ټولنه کښې ډېر په منظم شکل کښې هم خدائي خذمتګار غورځنګ کړې د خدائي خذمتګار په مفکوره کښی د هر ډؤل صنفي امتیازاتو ډډه وه ، د خان زمان کاکړ د وېنا ترمخه دغه عملی خوځښت ته د، پښتون فیمېنزم ،ړومبې عملې دور او څپه وائل روا دي چې په ، ټولنيز ، تاريخي ، سياسي ،او معاشي حېثيت ، د هغه وخت څه حقيقتونه وو او د هغې په ضد څه عملي دريځ وو ؟ د حقوقو لانجه ټول عمر په ټولنه کښې وي نو ځکه کار هم په ټولنه کښې دننه سمول او کول وي ، ټولنه د پام نه غورځول ېا د ټولنې شعوري کچه د بدلون په يون کښې په پام کښې نه نيولو پرته هيڅ مزل ته لار نشي موندلې.
ړومبی ګام دا دې چې ښځه ذات دې پوره انسان او ګڼل شي فطرتي جوړښتونه د هیڅ ېو انسان په تکميل کښی د اسلام د نظره خنډ نه وي دغه راز ښځه ېواځې تعليم نه ښځه د پوره ژوند حق لري دا حق دې د ټولنې د اقدارو په رڼا کښې په مساوات او انصاف ولاړ وي کمې بېشې دې سمول شي ، د جوړ شوي ننګونو قيسه به هله ننکول شي چې په کوڅه کښې خېر ټولونکې په پردي کور کښې لوښي وينځونکي د غر نه سرتور ګېډې راوړونکي ناره ګېډه په بازار کښی خېر ماره او په مېدان لوڅه ګډا کوونکي په اړه د غبرګون او تول پېمانه ېوه شي. د ټولنې وران ماتولو نتيجه پينځه څلوېښت کلن ناورين په شکل کښې مخې ته پروت دې چې پخوا په رواېت او کلتور کښې څه وو هغه هم بېلل شوي ، دا احساسات پېژندل ترهڅه مقدم دي ځکه نن هم په افغانستان کښې د ښځو د تعليم مسله ددې منطقې په لويو ستونزو کښی ده خو سؤال دا دې چې ړومبی د ژوند حق منل او ورکول دي د بېدارې احساس نه کول قامي جرم وي …
د ډاکټر وقار علي شاه د څېړنې ترمخه د 1928 نه تر 1947 پورې د پښتون مجلې په څلور دوره کښې چې څلور ځل پې وخت په وخت په 1931، 1938،1940او 1945 کښې بندېزونه لږول شوي پدې څلور دوره کښې 220 ګڼې چاپ شوي او په هره ګڼه کښې د ښځو په اړه ليک شته د ، مېرمنو د سرليک ،لاندې به روانه سلسله وه.
ېوه خدائي خذمتګاره ، سيده ادينه ، خپله ګيله سل کاله پخوا داسې ليکي! د ښځو د جهالت زيان ېواځې ښځو نه بلکې سړو ته هم دې که ښځه بې علمه وي نو پوره ېو نسل ورسره تړل شي دا عجیبه خبره ده چې سړي دې عالمان ډاکټران وي او ښځې دې جاهله سړي دې لوئي ډاکټران وي او ښځې دې د سپېرکو نه پغېر څه نه پېژني ښځه که جاهله وي نو د سړي نيم بدن به هم رنځور وي ،
د صوابۍ د ادينی سیمې ليکواله په پښتون مجله کښې ليکي! مونږ له د مغرب د اثر لاندې د تعليم په ځائې د خپل کلتور دننه تعليم پکار دې زمونږ په ټولنه کښې ښځې ته د کور ډېره ذمه واري ورپه غاړه ده مونږ له پدې کښې دننه د علم لارې راکول به وي علم ېواځې مذهبي نه بلکې د ژوند ژواک ټولې برخې پکار دي ، مغرب خپله ښځه د هرڅه آزاده کړې مونږ له دغه لار هم نه ده پکار .
ېوه بله ليکواله خپله ګيله په پښتون کښې داسې ليکي.
ته بنېاد د ازادۍ ږدې په مونږ نورې پابندې ږدې
پدې چارې کښې خطا ئې واېه واېه دا په څه ؟
قام مارغه وشمېره ! وروره دوه وزره بوېه .
ېوئې مات په ېو ئې بېا ئې واېه واېه دا په څه ؟
روشن غني خان وائي چې ښځه به د سړو پېښې هم نه کوي خو ښځه به وينځې هم نه وي ښځه پخپلو فرائضو او اقدارو درنه ښکاري…
دغه راز نورو ډېرو زنانو به پکښې ليکونه کول په عملي شکل په مېدان زنانه ددې قامي غورځنګ برخه وه ، ځکه ېو ځل د ښځو د رواېتي ژوند په ضد په ليک کولو پينځه زره روپۍ جائزه اعلان شوې وه ، خان زمان کاکړ وائي چې باچاخان د ښځو د ستونزو چې کم مونډ وو هغې ته ځان رسولې وو چې داسې نه ده ګنې دا مسله صرف د اخلاقي ېا مذهبي ېا نر سره د تعلق له کبله جوړه ده بلکې دې مسلې ته ئې د ېو سیاسي او ټولنيز نظام سره په اړيکه کښې کتل ځکه به ئې وائل چې ښځې خپله دعوا پخپله اوکړي او پخپله د سياست سره د ژوند د چارو مل شي هله به خبره مخکې ځي.
بل لوري ته کمې ښځې چې د خدائي خذمتګار غورځنګ ملاتړې وې هغو ته څومره ستونزې وې ، ،ډاکټر وقار علي شاه وائي! د ځلوزو ېو مسلم ليګې شاعر وو غالبا چې نوم ئې ، عبد الحکيم خټک ،وو د خدائي خذمتګارې ، الف جانه خټک ، خلاف ئې ېو نظم ليکلې وو چې په آخر کښې دا وو!
چې خټکه مسلمانه کانګرسۍ شي
خداېه! واخلئ ! ته زمونږه داسې خور.
الف جانه خټک ورله داسې جواب ورکوي.
الف جان وائي! آمين ، ما دې خدائې واخلي!
ښه ددې غلامستان نه ماته ګور.
مولانا خانزېب…