پښتنې ښځې د خپلو حقونو د پاره خپل اوازونه هغه وخت کښې
اوچت کړي چې لا “ميرا جسم ميری مرضی” نعره نۀ وه.
( د ټپو په ژبه)
* صورت زما واک يې د نورو
ربه تۀ واخلې دا بې واکه صورتونه
* زما نه دواړه کاره نشي
چې يو مېچن کړم بله غاړه در کومه
* په سر مې مه واهه ظالېمه
تورې کمڅۍ مې د دادا د کوره دينه
* اخر به خوار شې شېرعالمه
د تماکو په ور کړه چا کړي مرګونه
* مورې بوډا ته دې وادۀ کړم
بوډا چې ځان سنبالوي سحر به وينه
* هندوستانے شه روپۍ راوړه
په کورنۍ روپو مې پلار نه در کوينه
* زما ابۍ دادا ته وايه
خوشحاله نه يم د ناکامه ناسته يمه
* مورې پښتون ته مې ور نۀ کړې
پردي جنګونه په سر وړي کونډه به شمه