0

جرح و تعدیل

که یو څوک د صحیح بخاري او صحیح مسلم په دوۀ، درې، لس، پنځوستو یا تر سلو روایتونو باندې اعتراض کوي، يا ورته په سند کښې يا په متن کښې چرته ګډوډي یا کمزوري ښکاري، نو دغه صاحبان دې پرې د حدیث د اصولو په اساس جرح وکړي او د دې تخریج دې وکړي، او د دغې روایتونو د نه منلو دلائل دې بیان کړي. خو صحیح بخاري په مکمله توګه ردول چې تر اوسه پورې ټول امت پرې متفق دے، د فتنې او فساد انتها ده. او یوازې ردول نا، بلکې د دې مؤلف ته مجوسي وئیل یا ورته ایراني سازشګر وئیل د خباثت او فساد نهایت ده.

د جرح و تعدیل علم د راویانو د حالاتو د ارزونې لپاره وي، چې د هغوي عدالت او ضبط پکښې په پام کښې نیولے کېږي. د قبول شوو او رد کړې شوو حدیثونو په تفکیک کښې جرح وتعدیل اهم رول لوبوي. “تاریخ الکبیر” د امام بخاري ، “الجرح والتعدیل” د ابنِ ابي حاتم الرازي ، “الکامل في ضعفاء الرجال” د ابنِ عدي ، “تهذيب التهذیب” د ابنِ حجر العسقلاني د جرح و تعدیل هاغه کتابونه دي چې پښتانۀ ترې مستفید کېدې شي او ټول اشکالات ئې ختمېدې شي خو د تاسف مقام دے چې پښتانۀ د کتاب او علم نه ډېر لري دي او دومره لرې چې هاغه واجبي دین ئې هم زده نۀ دے ځکه خو د اسلام په نوم دهوکه کېږي. پښتانۀ یا افراط کوي او یا تفریط کوي بلکې د جدید دور مسلمان چې دين زده کوي نو د مستشریقینو کتابونه راواخلي ، The Ropert Of Ketton , Alexander Ross یا George Sale تراجم ګوري چې د مغالطو/غلطیو/پراپيګنډو څخه ډک دي.

تر دې دمه د امت د میلیونونو نا بلکې د کروړونو مسلمانانو په دې باندې اجماع ده چې صحیح بخاري او صحیح مسلم کتابونه د صحت په لحاظ بالکل درست دي او د امت د اتفاق او اجماع نه پس هم که څوک د دې مخالفت کوي نو هغوي دې د قرآن په دې آیت غور وکړي، الله تعالیٰ فرمائي:

وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا

ژباړه : “او که څوک د واضح هدایت نه پس د الله د رسول مخالفت وکړي او د مسلمانانو د لارې نه منحرف شي (بلې لارې ته لاړ شي)، نو مونږ به هغه هم هماغه لارې ته واړوو په کومه لاره چې لاړ دے او هغه به په جهنم کښې داخل کړو، او جهنم څۀ ناوړه ځاي دے.”

د ټولو نه مهمه او ضروري خبره دا ده چې د صحیح بخاري او صحیح مسلم په اساس په امام بخاري او امام مسلم د اعتراض کولو هډو منطق نۀ جوړېږي ، اعتراض به هله کېدو چې په دغه کتابونو کښې ئې د خپل شخصي نظریاتو په اساس مسائیل يا روایت وړاندې کړې وے مګر دوي په دې کښې هېڅ مداخله نۀ لري، بلکې دوي يوازې نقل کوي چې فلانکي واوريدل له فلاني نه، هغه له فلاني نه، هغه له فلاني نه، او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه.

که بیا هم څوک د ټولو محدثينو/راویانو باندې شک لري چې د رسول الله ﷺ څخه نقل کوي، نو بیا قرآن هم دغسې خلکو ليکلې او نقل کړې ئې دے، بباید د ملحدینو پشان په قرآن هم اعتراض وشي لکه څنګه چې ملحدین د قرآن د مشکوک کولو ناکامه هڅې کوي.

دا خبره یاد لرئ چې بخاري او مسلم دفاع د دې د مؤلفینو دفاع نۀ ده او نۀ شخصیت پرستي ده بلکې دا د هغه احادیثو دفاع ده چې په دې دواړو کتابونو کښې موجود دي او اسناد ئې صحیح دي او رسول الله ﷺ ته دغه اسناد په صحیح توګه صحیح رسېدلي دي. د صحیح بخاري او صحیح مسلم انکار د امام بخاري او امام مسلم نه دے، بلکې دا د رسول الله ﷺ د قول څخه انکار ګڼلې کېږي.

یوه بله خبره هم غېر منطقي کېږي چې امام بخاري ایراني وۀ، حالانکې هغه ازبک وۀ، خو که فرض وکړو چې امام بخاري ایرانے وۀ او نور ټول محدثین هم ایرانیان دي، نو څۀ فرق کوي؟ آیا د ایرانیانو اسلام به اسلام نۀ وي؟ آیا ایراني کېدل ګناه ده؟ آیا ایرانیانو ته د اسلام دروازې بندې دي؟ یا الله تعالیٰ د ایرانیانو لپاره د هدایت دروازې بندې کړي دي؟

دا د معیار د حق نۀ دے د تعجب خبره ده که چرې څوک دغه نیوکه کوي نو مونږ کوم داسې د امیر حمزه يا ابنِ عباس زامن یو؟ یا د مکې هاشمي یو!!

خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ