0

فقهي اختلاف او د قاري حنیف ډار تدلیس

تېرو ورځو کښې مې د محترم قاري حنیف ډار صېب یو لیک له نظره تېر شو چې پکښې د فقهي اجتهاد په حواله غېر علمي رویه ثبت شوه او تر دې چې دغه لیک په مضحکه خېز انداز، بې ثباته خپل انجام ته ورسېدۀ.

چونکې خبره د فقهي اختلافاتو سره تړاو لري نو زۀ به هم د فقهي اصولو د یوې قاعدې يادونه وکړم چې “الضَّرُوراتُ تُقَّدَرُ بِقدْرِها” یعنې ضرورتونو ته د هغې د احتیاج له مخه اهمیّت ورکړلې کېږي.

د فقهي اختلاف په اسبابو کښې دا خبره کول مناسب دي چې په دې سلسله کښې مجتهدین د سیمئیزو او مقامي اثراتو او افکارو نه متاثره وو. ځکه چې د غور او فکر په نتیجه کښې علمي اختلاف واقع کېدل یو فطري خبره وي ، دغه وجه ده چې په ډېرو مسائلو کښې د مجتهدینو تر مینځ اختلاف شته دے، چې د شریعت د قانون ژوند ګڼلې کېږي او دا د امّت د پاره زحمت نه بلکې رحمت دے خو چې څوک ترې د عناد او ضد مسئله جوړوي نو دغه یا جهالت وي او یا د حق د عدمِ قبول احتمال وي. په فقهي علمي اختلاف کښې د امت د مشکلاتو حل لاره، د مختلفو زاويو نه د استفادې د پاره زمینه برابروي. امام مالک رحمه الله به ځکه وئیل چې زۀ دا نۀ خوښوم چې ټول خلک دې په اجتهادي مسئلو کښې په یوه خبره پابند شي ځکه چې په دې کښې په خلکو تنګي راتلې شي.

امام ابو حنیفه رحمه الله په کوفه کښې زېګېدلے وۀ، دلته ئې علمي زده کړې وکړې. په کوفه کښې به زیاتره اهل علم د عبداللہ بن مسعود او د علي رضي الله عنهم فتاویٰ ته ترجیحات ورکول، له دې امله د امام ابو حنیفه په آراء کښې د دوئ د فتاویٰ او فیصلو د اتباع رجحان غالب دے. امام مالک رحمه الله ټول ژوند په مدینه کښې تېر کړے وۀ، په مدینه کښې د عمر او عبداللہ بن عمر رضي الله عنهم په زده کونکیو د دوي اثرات وو ، له دې امله د امام مالک په مسلک کښې د مدینې د علماءُ افکار غالب دي، تر دې چې د اهلِ مدینه تعامل د بعضې مجتهدینو د پاره شرعي مصدر دے.

امام شافعي رحمه الله په مکه مکرمه کښې زېګېدلے وۀ او علمي زده کړې ئې په مکه کښې تر سره کړې وے، په مکه کښې عبد الله بن عباس رضي الله عنه د اجتهاد سر خېل وۀ او د دوي نه زده کونکي د مکې په علمي فضاء خواره وو، له دې امله د امام شافعی په آراء کښې د عبد اللہ بن عباس او د هغه د شاګردانو علمي اثرات جوت ښکاري. دغسې د امام احمد رحمه الله طبیعت احادیثو ته مائیل وۀ او د دغسې تمایل په صحابو کښې د ابو هریره او د عبد اللہ بن عمر رضي الله عنهم ذوق پاتې شوے وۀ، له همدې امله د امام احمد په فقهي اجتهاد کښې دغه تمایل څرګند دي.

الغرض د فقهي اختلاف په اسبابو کښې چرته چې د استدلال او د استنباط په طریقه کښې اختلاف شامل دے، دغسې د زمانې او د احوال بدلون، د مجتهد د ذوق او رحجان برخه هم ده. حاصل د کلام دا دے چې تر څو عذر وي تر هغې به د فقهي اجتهاد اذن باقي وي ، چې چرته عذر معدوم شي نو د اذن ضرورت هم نۀ پېښېږي. (اِنَّ الاذْنَ باقٍ ما بقِیَ العُذرُ زَائِلٌ بِزَوالِه)

هره ورځ د زمانې احوال بدلېږي
هره شپه نوې خوبونه نور تعبیر

فراغت دې مبارک شي د ګیدړو
د زمري د غاړې برخه ده زنجیر

خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ