د کربلا د پېښې په اړه په تاريخ کښې دومره دروغ جوړ شوي چې هرڅه ئې خړ کړي، کربلا کښی د تاريخ کبير تاريخ طبري تاريخ خليفه ابن خياط او معجم کبيراو طبراني ترمخه د امام حسېن رض سره سل کسان وو ، وژل شوي اتلس کسان دي، کوفې ته د راتلو سره هیڅ د جګړې اراده نه وه بلکې يو سیاسي حرکت وو چې د مدينې ډېرو اصحابو ورسره بيا هم اختلاف ساتو چې د امام حسېن رض د مکې وتل مناسب نه دي.
د امام حسېن رض د يزيد د فسطائيت خلاف مزاحمت په حقيقت کښې د دېرش کاله نه د هغه جبر او استبداد په ضد غږ وو چې خلافت ئې په شخصي ملوکيت بدل کړے وو د اسلام په نامه د لکونو مسلمانانو وينه او سیاسي فتنه په تسلسل سره روانه وه.
امام حسېن به وئيل ناپوهه خلک پخپل حال پرېخودل ناپوهي ده د دوئي پوهه عقلمندي ده.
مسلم ابن عقيل سره د کوفې په کوڅو کښی سبائي وخت کښی څلور زره لښکر وو خو د عبېد الله ابن زياد د ويرې مازیګر ورسره پنځوس کسان پاتي وو.
د تاريخ طبري په روايت د کربلا په مېدان کښی امام حسېن ، عبېد الله ابن زياد ته درې خبرې د جنګ نه د بچ کېدو لپاره وړاندې کړې.
ماته اجازه راکړه د کوم ځائے چې راغلې يم هلته واپس کېږم، دوېم د يزيد خواته د تلو اجازه راکره چې خبرې اوکړو او خپل سیاسي اصطلاحات ورته وړاندې کړم دريم د اسلامي لښکر د جهاد په سرحد راته د تلو اجازه راکړه.
د المحن د ابو مخفف په روايت عبېد الله ابن زياد دې خبرو ته غوږ کېښود خو بل قومندان شمر ذی الجوشن او عمر ابن سعيد ورته اووئيل غېر مشروط دې ځان اوسپاري يا دې جنګ ته تيار شي.
امام تيميه په منهاج السنة کښی ليکي چې يزيد د امام حسېن د وژلو حکم نه وو کړے دا خبره حقيقت کښې غېر سیاسي او د هغه وخت د سیاسي واقعيت نه ناخبري ده عبېد الله ابن زياد د نعمان ابن بشير په ځائے څه وخت وړاندې دغه وخت کښی د يزيد له خوا خپلواکه والي ټاکل د هر هغه چا دغه انجام کولو اجازه وه چې چا هم د يزيد د جبر د تسلط په ضد پاڅون کولو اراده کوله د هر وخت باچا پخپل لاس يو کار نه کوي خو هغه ځکه ګرم وي چې حکم او اختيار هغه ورکړے وي دغه راز د خلافت نه پس د ملوکيت دور کښی د بنو هاشم او بنو اميه زاړه قبائلي تربګنی هم ځينې خلکو ژوندۍ کولې چې په نتيجه کښې د رسول الله ص دغه ستر نمسې په داسې ظلم سره اووژل شو خو زمانې ته ئې د جبر په ضد د اودرېدو درس پرېښود .
مولانا خانزېب…
0