نن د ستر شخصيت عبدالصمد خان اچکزي د شهادت ورځ ده- د خان شهيد په نوم معروف د پښتون اولس دغه لوې شخصيت او مشر د حمزه بابا د زيږون په کال ۱۹۰۷ کښی زيږيدلی او زما د زيږون په کال ۱۹۷۳ شهيد کړی شوی وو چې په دغه شپږ شيته کاله ژوند کښې يې په ګڼو ميدانونو کښې د پښتون اولس د پاره ډيرې بخښنې کړې دي او د دغو بخښنو يادونه يې د هغه په ځانليک– زما ژوند او ژوندون درې ټوکه کښې هم شوې ده — دغه ژوند ليک هغه په پښتو کښې د لاهور جيل د بند په دروان کښې ليکلی وو چې د زيږون نه تر ۱۹۵۲ پيښې يې پکښې خوندي کړې دي- دغه ژوند ليک يې په انګريزۍ کښې د هغه زوې او د جنوبي پښتونخوا پخواني ګورنر محمد خان اچکزي په انګريزۍ کښې او واصلي ايشکوف د ډاکټر غلام سرور په مرسته په يوکريني روسي ژبه کښې هم ژباړلی دی– خان شهيد د ژوند ورستي څلور کاله غونډ په بند کښی وو او له دغې مخکښې هم په بيلابيلو وختونو کښې د قيدوبند سره مخ وو- د هغه سياسي هلې ځلې يو خوا پښتو او پښتنو د پاره علمي او ادبي هلې ځلې يې هم د خورا قدر او درناوي حق لري خو له بده مرغه د دغو ژبني ادبي او علمي هڅو يې يادونه او شننه ډيره کمه شوې ده چې دلته يې لنډه يادونه کول غواړم-
۱ — خان شهيد د پښتو نه سربيره په انګريزۍ عربي فارسي اردو سندهي بلوچي او براهوي ژبو هم ډيره پوهه لرله او له دغو ټولو ژبو يې په خپلو پښتو ليکنو کښې ډيره ګټه اخستې ده- خو علمې ورکړه يې خپلې پښتو ته کړې ده-
۲ — په ۱۹۳۸ کښې د انجمن وطن او په ۱۹۵۴ کښې د ورور پښتون په تنظيمونه جوړول يې هر څو که د سياسي مقاصدو د پاره وو چې بيا منظم سياسي ګوند يې د پښتونخوا ملي عوامي پارټي په نوم شهرت تر لاسه کړو – خو علمي او ادبي بخښنې او د پښتو بقا او ارتقا يې هم د دغه ټولو تنظيمونو په منشور کښې شامل وو-
۳ — د پښتو ليک دود په اړه د هغه تصور سره متفق کيدل که ضروري هم نه وي خو د عربۍ فارسۍ د اغيزو نه يوخوا ته کول او سوچه پښتو ليکدود او ګړدود رامخې ته کول هم د خان شهيد ژبنۍ او علمي هڅه ده-
۴—- د عربي فارسي اردو او انګريزي ژبو نه د مولانا ازاد د ترجمان القران — د شيخ سعدي د ګلستان– د شبلي او ندوي د سيرت النبي او د ډاټسن کارټو د فيوچر اف فريډم پښتو ژباړې يې نورې علمي بخښې دي – تر دې چې د علامه افبال ليکلې د ماشومانو ترانه چې د مټلډا د انګريزي نظم نه ماخوذ ده — لب په اتی هے دعا بن کے تمنا ميری– يې هم په پښتو ژباړلې ده چې زمونږ دانشوره طبقه يې عمومن په دغو علمي ژباړو او بخښنو سترګې پټوي-
۵— په ۱۹۳۸ کښې د بلوچستان صوبې په تاريخ کښې په وړومبي ځل د استقلال په نوم اخبار شروع کول يې د صحافت د ميدان کارنامه ده چې د انګريز سرکار په حکمرانۍ کښې دا يوه تاريخي هڅه وه-
۶ — د صحافت په لاره د مختلفو سياسي مذهبي ټولنيزو علمي ادبي او کلتوري مسلو په اړه د خان شهيد ليکلې اداريې لا زياته مهمه علمي برخه ده چې راټولو يې د وخت غوښتنه ده-
۷ —- د پښتو په بيلابيلو پخوانو مجلو کښې د خان شهيد علمي ليکونه او مقالې د پښتو ژبې او ادب يو بله د قدر وړ بخښنه ده-
۸ — په ۱۹۷۰ کښې د ښځينه ووټ اندراج يې د ښځينه حقوقو تر لاسه کولو يوه بله هڅه ده چې په هغه دور جغرافيه او کلتوري حالاتو کښې کومه وړه خبره نه وه– ځکه چې د دغه حق ترلاسه کولو اغيزې په ښځينه تعليم زدکړو او ادب هم شوې دي-
۹ —- د هغه د يوې لور نه علاوه د هغه څلور واړه زامن احمد خان – محمد خان-محمود خان او حامد خان– د خپلو خپلو څانګو ډاکټرۍ انجينيرۍ وغيره سره سره سياسي کلتوري او ادبي پوهه لري چې په څه نا څه شکل يې عملي ورکړې هم شته- او ګټه يې پښتو ژبې او ادب ته ده-
۱۰ — مونږ د قايد اعظم پوهنتون د پاکستاني مطالعاتو د څانکې نه د خان شهيد په مجموعي خدماتو خو د ډاکټرۍ يوه مقاله په خپل شاګرد عنايت کاکړ وليکله خو د هيواد د ټولو پوهنتونونو نه د خان شهيد په بيلابيلو اړخونو د مفصل او مدلل کار او څيړنې ارتيا ده- په ځانګړې توګه د پښتو ژبې او ادب د پاره د هغوئ په ورکړو او بخښنو-
۱۱ — زما دغه تاثر د خان شهيد د پښتو ژبې او علم او ادب په اړه دی– سياسي اتفاق او اختلاف سره اړه نه لري-
۱۲— دې نه علاوه دغه لوې شخصيت ته بايد مونږ د کوم مخصوص سياسي ګوند په محدود چوکاټ کښې ونه ګورو- د پښتو او پښتنو د يو اتل په نظر ورته وګورو او د هر قسمه تعصب نه بالاتر يې قربانۍ ومنو- قدر او درناوی يې وکړو- او په لويه سينه يې اعتراف او مننه وکړو-
