د نسخ په لغت کښې معنیٰ ده “منسوخ کول” ، په شرعي اصطلاح کښې د خداے له طرفه یو حکم بدلېدلو او بل نازلېدلو د پاره کارولے کیږي ـ
خط نسخ د عربۍ لیکلو بهترین خط دے ـ دې نه مخکښې خط کوفی رائج وۀ – د خط نسخ وجه تسمیه دا بیانیږي چې د دې د راتللو سره نور خطونه منسوخ شوې وو، ځکه ورته خط نسخ وائي ـ خو دې خبره کښې اختلاف شته، بعضې پوهان وائي چې د خط نسخ مطلب یواځې د منسوخ کېدلو نۀ دے، بلکې عام لیک ترې هم مراد دے ـ خط نسخ د خط کوفی د دشوارۍ له کبله مېنځ ته راغلے وۀ ـ خو د خط نسخ د راتلو نه پس به هم د سورتونو نومونه/عنوانات په خط کوفی کښې د زړۀ راښکونکي/ښکلي ښکارېدلو د پاره لیکلے کېدل ـ
منصف خان سحاب په کتاب نګارستان کښې وائي:
“خط نسخ په دریمه صدۍ هجرۍ کښې رواج شو ـ په دې اعراب په ۵۰ هجري کښې د حضرت علي رض شاګرد “ابولاسود دوئل” لګولي چې د نقطو په صورت کښې وو ـ د زبر د پاره بره ، زېر د پاره لاندې او د پیش/پېښ د پاره به د تورو/حروفو غاړو/ډډو ته نقطې لګولې شوې ـ د تنوین¹ د پاره به دوه نقطې بره لګېدلې”ـ
خط نسخ ابن مقله شیرازي (ابو علی محمد بن علی حسین بن مقلہ بیضاوی) ایجاد کړے ؤ ـ هغۀ دې نه علاوه خط ثلث، خط توقیع ،خط رقاع، خط محقق، خط ریحان هم ایجاد کړې وو ـ
د ځینې څېړونکو له نظره پښتو د محمود غزنوي په دور کښې خط نسخ ته راوړېدلې ده ـ
/
عدنان خیالي
ــــــــــــــــــــــــــ
¹ تنوین:
په اصل کښې یو نون ساکن چې د عربي کلماتو (اسمونو) په اخره کښې وي، وئیلے کیږي ، خو لیکلے کیږي نۀ
ـ
قسمونه
تنوین رفع = دو پیش ـ ُُُ ُ
تنوین نصب= دو زبر ـ ً
تنوین جر= دو زیر ـ ٍ
ـ
رجلُُ ـ رَجُلُن
بناءًـ بناءن ـ وغېره
0