کله چې باچا خان په ۱۹۲۱ کښې انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم جوړ کړو او بيا په ۱۹۲۹ کښې خدايي خدمتګار تحريک ته بدل شو نو چا ته پته وه چې– پښتو ته به ډرامه دا تحريک ورکوي— پښتو ته به رپورتاژ د باچا خان د خپل رپورتاژ –د شلمې پيړۍ تهذيب او زمونږ جيلخانې– په شکل دا تحريک ورکوي— پښتو کښې د تاريخي افسانه نګارۍ روايت به دا تحريک جوړوي– پښتو ته به ترقي پسند ادب د هندوستان د انجمن ترقي پسند مصنفين د قيام ۱۹۳۵ نه هم مخکښې دا تحريک ورکوي— پښتو ته به د تنظيم سازۍ او ادبي ټولنو روايت دا تحريک ورکوي— پښتو ته به د ادبي صحافت ورکړه د پښتون مجلې په شکل دا تحريک کوي— پښتو کښې به د انکريزۍ نه علاوه د هند بنګال او ترکي ادب د پښتو ترجمو په صورت کښې دا تحريک راوړي او ورسره به د ترجمه نګارۍ روايت هم عام کوي– پښتو کښې به د مکتوب نګارۍ روايت ته وده دا تحريک ورکوي— پښتو ته به د حقيقت نګارۍ ادبي روايت دا تحريک ورکوي— پښتو کښې د ښځينه ليکوالو تربيت به دا تحريک کوي— پښتو کښې د انعامي مشاعرو اغاز به دا تحريک کوي— پښتو کښې د ادب نه علاوه د نورو فنون لطیفه يا ښکلو هنرونو لکه موسيقي اداکاري مصوري سټيج وغيره روزنه به دا تحريک کوي— پښتو ادب کښې د سياسي شعور بيداري به دا تحريک راولي– د پښتو ژبې د ودې او بقا عملي هڅې او نصابي هڅونه به دا تحريک کوي— پښتو ته د مقصدي شاعرانو او اديبانو يو لښکر به دا تحريک ورکوي– دا فهرست خو ډير اوږد دی خو هغه کوم علمي او ادبي ميډان دی چې د خدايي خدمتګار تحريک کردار پکښې اساسي نه دی– خو بيا هم چې د پښتو د ادبي تحريکونو ذکر کيږي نو خدايي خدمتګار تحريک پکښې نه وي– هر څو که څو سندي مقالې پرې ليکلی شوې دي خو زما خيال دی د دې تحريک په ادبي خدماتو انګريزۍ او نورو نړيوالو ژبو کښې کار پکار دی چې نړۍ خبر شي چې دا يواځې سياسي تحريک نه وو بلکې يو لوې ادبي تحريک هم وو چې هر ميدان کښې د اوليت څهره يې هم په سر ده—
62