83

خېبر پښتونخوا

د کال ۲۰۱۰ ننۍ ورځ وه يعنې ۱۹ اپريل وو چې دې وطن کښې د پښتنو صوبه د– اين ډبليو ايف پي– غوندې مجهول نوم نه د –خيبر پښتونخوا– په نوم ونومولے شوه–دې سره داسې دعوې هم رامخې ته شوې چې صوبې ته مو خپل نوم ورکړو خو دې ته يې نه کتل چې پښتونخوا خو د پښتنې سيمې تاريخي نوم دے چې څلور زره کاله زړه ريښه لري– په رګويد کښې چې د پښتنو سيمې ته –پکهت– وييلے شوي دي نو ريښه خو يې همدغه پښتنه ده— په ايراني نوشتو او اوستا کښې– بخد– په يوناني ليکونو کښې– پکټويک– هم دغه پښتنه ريښه لري– چې وروستو ترې د پکتيکا او پکتيا نومونه هم راوتي دي— بيا سليمان ماکو چې کال ۶۱۲ هجري کښی خپل کتاب تذکره الاوليا کښې دغه سيمې ته –پښتنخا–ووييل نو دا خو نيغ په نيغه همدغه پښتونخوا نامه وه خو په څرګند ډول د– پښتونخوا– تورے په وړومبي ځل د اخون درويزه په مخزن کښې راغلے دے– بيا خوشال بابا هم وييلي دي چې–
نوره واړه پښتونخوا په ځاې ميشته ده
خو يو زه دې زمانې پکښې منصور کړم
احمد شاه بابا هم ووييل چې–
د ډيلي تخت هيرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
نو دغه نامه د دې وطن سياستدانانو څنګه صوبې ته ورکړه— البته دغه نامه يې چې بحال کړه دا يې هم د قدر وړ کارنامه ګڼم — خو عجيبه خبره دا ده چې په صوبه کښې ډير وړوکي اقليت هندکيانو په هره موقع د پښتونخوا د نوم مخالفت ولې کړے دے— جواز يې څه وو— د وطن د هرې صوبې په نوم کښې د اکثريتي ابادۍ پيژندګلو شتون لرلو لکه پنجاب سند او بلوچستان — خو په هغې اعتراض نه وو— هندکيانو ته په خپله هزاره کښې د سر ايبټ په نوم ايبټ اباد قبول وو— د مان سنګهه په نوم ورته مانسهره قبوله وه— د هري سنګهه نلوه په نوم ورته هري پور قبول وو– خو د پښتون په نوم ورته پښتونخوا نه وه قبوله— خو بيا هم چې د پښتنو دا سيمه په نهم نومبر ۱۹۰۱ کښې د پنجاب صوبې نه رابيله شوه نو يوه کامله صوبه بيا هم نه وه— صوبايي حيثيت ورته پيرنګي په کال ۱۹۳۵ کښې ورکړو چې د مجهول اين ډبليو ايف پي په نوم به ياديدله— ښه شوه چې په نولسم اپريل ۲۰۱۰ خو– خيبر پښتونخوا– شوه – خيبر هم د پښتنو تاريخي پيژندګلو ده – خو مونږ ورته صرف پښتونخوا وايو ځکه چې دا يې خپل نوم دے او دا يې تاريخي نوم دے— کے پي کے ورته وييل هم درست نه دي— يو خو دا د دوو تورو مرکب دے— خيبر او پښتونخوا— نو بيا خو — کے پي– شو– خو د کے پي — هم ضرورت نشته— زمونږ پښتونخوا— د رګويد –پکهت— د اوستا –بخد– د يونانيانو– پکټويک– نه راوتې نامه ده چې د سليمان ماکو — پښتنخا– ده او د اخون درويزه–خوشال بابا او احمد شاه بابا پښتونخوا ده— او تل به وي–

د خپلې رائے اظهار وکړئ