د نړۍ په مخ يو داسې وطن هم شته چې د قدرت له خوا يوه داسې ارزښتناکه تحفه ده چې نۀ ئې ثاني شته او نۀ ئې سيال شته ـ خو له بده مرغه وګړي ئې نۀ تر اوسه د دغه وطن په خوند او نۀ ئې په قيمت پوهه شوي دي ـ دا يو داسې قيمتي وطن دے چې اوسېدونکي پکښې له پېړو راسې په جهګړه اخته دي چې نۀ ئې د دغه وطن نه خوند واخستو او نۀ ئې پکښې په ارام په غزېدلو پښو خوب وکړو، د کلونو او مياشتو نۀ بلکې د ورځو په حساب د وينو او اندامونو خراج په باقاعدګۍ سره ښۀ په وخت ادا کوي ـ
د دغه وطن وګړو ته نۀ خو دا اعتراض په لاس ورځي چې دغه وطن وړوکے دے ـ دغه وطن ډېر خور اور او فراخه دے ـ د دغه وطن په انګڼ کښې د نړۍ په کچ د سيالۍ وړ ونې بوټي او ځنګلونه دي ـ د خپل ضرورت نه زيات سيندونه دي ـ دغه وطن په خپله غېږه کښې حسين واؤرين غرونه هم لري چې د سرو اوسپنو نه ډک دي ـ د دغه وطن په انګن کښې ګڼ موسمونه دي چې تنوع او رنګارنګي لري ـ د قدرت له خوا داسې هيڅ کمے په نظر نۀ راځي چې وګړي ئې دغې وطن له د خدايه وغواړي، دغه وطن د قدرتي وسائلو کمے نۀ لري ځکه خو دغه وطن ته د هر چا سترګې خړې دي ـ او د دغې وطن وګړي خړ پړ او در په در ګرځي ـ
وجې ئې ډېرې کېدې شي ـ سړے به ئې په کوم کوم غم ماتم کوي ـ کۀ وجود تۀ ئې ګورې نو د هر طرف نه په څه نه څه طريقه قبضه شوے دے ـ کۀ په قبضه شوو برخو ئې سترګې پټې کړې نو درې څلور ځايه داسې ژور زخمونه لري چې بغېر د ټکونو نه ورغلي دي ـ واضيحه پته ئې لګي ـ د دغه وطن زخمونه دومره ژور دي چې ډکېدل ئې نوے اپريشن غواړي او امکانات ئې کم دي ځکه چې دغه زخمونه چې څوک ګنډلے شي هغوي په خپلو کښې وران دي ـ د دغه وراني په شا پردي لاسونه دي خو ګريوانونه او پګړۍ پکښې د دغې وطن د وګړو تار تار کېږي ـ د ژوند داسې يو مېدان هم نشته چې د دغې وطن وګړي پکښې په اتفاق وي،محض بې اتفاقۍ ته په اتفاق دي ـ
د مذهب په نوم د يو بل ګرېوانونو ته لاسونه اچوي چې د انتهاپسندۍ ترحده پکښې رسېدلې دي، ملايان ئې په ولاضوالين او ولادوالين وران دي، د خدائے په نوم د خلکو بې ګناه وينې تويوي ـ ملک ئې په دوه روپۍ او شاباسي خرسېږي ـ استاد ئې په داسې نصاب اخته دے چې د خپل وطن او اتلانو په ځائے پکښې پردي،وطنونه او پردي اتلان ښائي او د نصاب نه بهر ناخبره دے ـ سياست ئې د بل په لاسو کښې دے ـ د دغه وطن کارکنان پردو ليډرانو ته په لستوڼو ګډېږي ـ کوم سياستدانان چې د دغې وطن د حقونو،ابادۍ او سوکالۍ خبره کوي هغه غداران دي، د دغې وطن سوداګر سودا کوي خو د هغې زياته ګټه د بل وي، د دغه وطن ليکوال ړوند او کوڼ دے داسې سندرې او ليکنې کوي چې دغې خاورې او وطن ته ئې ګټه نشته،خپله ژبه ئې د زرګونو کالو نه شته خو سپکه او ورکه ده ـ خپل کلتور او تاريخ ئې شته خو مسخره دے ـ د دغه وطن دانشور خرڅ يا خاموشه دے ـ د دغه وطن ځوانان په جر مست او په نشو تماشو کښې ډوب دي ـ د دغه وطن پېغلې نا لوستې دي ـ خو لنډه دا چې په دغه وطن کښې هر څۀ شته خو هيڅ نشته ځکه چې د دغه وطن د هر څۀ اختيار د بل دے ـ دغه وطن په هره حواله د بل په لاسو کښې دے ـ دغه هر څۀ واپس خپلو لاسو ته راؤړل په هره حواله اوږده مبارزه غواړي نااميدي نۀ ده پکار خو ګرانه ضرور ده ځکه چې دغه مذکوره وطن د بل چا نۀ دے بلکې د پښتنو وطن دے ـ زۀ بۀ خپله خبره لکه د باچا خان په دې ټپه راټوله کړم چې
د زړۀ په باغ مې ږلۍ وشوه
بويه کۀ بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه
ډاکټر سمندر يوسفزے