Khiyam yousafzai 0

لا نهایة *****

کۀ چرې یؤ انسان د خپل وجود اجزاء ته ځانله ځانله ګوري نو دا اجزاء به هم بیل بیل پۀ نظر راځي ، خو کۀ د اجزاء پۀ ځائي خپل ځان ته اوګوري نو بیا به ورته اجزاء نۀ بلکې خپل ځان ښکاره شي نو پۀ یؤ اعتبار سره دغه انسان ډېر څيزونه دي خو پۀ بل اعتبار سره دغه انسان يؤ ذات دے نو بعضې صوفيان وايي چې هم دغسې د خالق اؤ د مخلوق خبره ده چې تمام مخلوقات د الله ذات دے اؤ دا د هغۀ خوارۀ وارۀ اجزاء دي.
بیا بعضې صوفيان وايي چې “لا اله الا الله” د عوامو کلیمة ده، اؤ د خواصو کلیمة ” لا اله الا هو، فلا هو الا هو ” ده، وجه ئې دا وائي چې د عوامو پۀ کلیمة کښې ربوبّیت والوهئيت دے اؤ د خواصو پۀ کلیمه کښې عموميّت وشمولیّت دے يعنې تۀ چې کوم طرف ته اشاره کوے دا اشاره به الله طرف ته وي ځکه چې پۀ هر څۀ کښې الله موجود دے، هم دغه وجه وۀ چې پۀ صوفیانو کښې چا د “انا الحق” دعوه وکړه، چا د ” سبحاني ما اعظم شأني” اؤ چا د ” ما في الجبة الا الله” دعوه ګیر شُو.
حسین بن منصور الحلاج پۀ یوه قصيده کښې وايي :
سبحان من اظهر ناسوتُـهُ
سِّر سَنا لا هَوَته الثاقـب
ثم بـدا في خلْقِه ظاهـراً
في صورة الآكل و الشارب
حتی لقد عاینهُ خلقُه
کلحظة الحاجِب بالحاجِب
ژباړه: پاک دے هغه ذات چا چې خپل ناسوت د لاهوت د رڼا مظهر کړو ، بیا پۀ خپل مخلوق کښې د خوراک اؤ څښاک پۀ صورت کښې ظاهر شو حتی چې مخلوق دومره د نیزدې نه اولیدو لکه د دوو وروځو پۀ مینځ کښې چې څومره فاصله وي (ياده دې وي چې حسین بن منصور الحلاج پۀ ۳۰۹ هجري کښې د خپل الحاد و زندیقيّت پۀ سبب پۀ دار کړې شو).
علامه ابنِ جوزي پۀ خپل کتاب “ابلیس تلبیس” کښې لیکي چې ابو القاسم اسماعیل محمد بن زنجي نه روایت دے چې د حسین بن منصور بن حلاج یوې لور ، یوې میلمنې بنت سمری ته د شپې اووې چې زما پلار ته سجده وکړه ، نو بنت سمری ورته جواب کښې اووې چې د خدائې نه پرته هم څوک چاته سجده کوي؟ دا خبره حسین بن منصور حلاج واورېدۀ نو سمدست ئې اووې چې : هاؤ ، یؤ خدائې پۀ زمکه دے اؤ بل پۀ اسمان کښې . اوس د فکر خبره ده چې کومو شاعرانو پۀ تلمیحاتي يا تشبیهاتي توګه ځان له دغې سره سم کړې دے هغوئ به څۀ کوي ؟
اوس كۀ یؤ چاته د توحيد خبره کوے نو د وهابيّت ټاپه درباندي لګوي حالانکې زۀ خپله د دوو انتهاؤ پۀ بين بين کښې يم اؤ دغسې هر صفت مونږ د الله تعالیٰ د پاره نۀ ثابتوو ، یعنې هغه صفات چې د الوهئیت د پاره خاص دي یا د الٰه د ګرځېدو د پاره ضروري دي ، هاغه صفات خاص الله تعالیٰ لري دي ځکه مونږ وايؤ چې ټول صفتونه د اولوهئيت خاص الله تعالیٰ لري دي خو بعضې خلک وائي چې “ټول صفتونه الله تعالی لره دي” خو پۀ دې معنیٰ دا اعتراض راځي، چې پۀ دنیا کښې خو د مخلوق صفت هم خلک کوي؟ نو دغه طائفه بیا د دې اعتراض جواب خپله داسې کوي چې “ټول صفتونه د مخلوق الله تعالیٰ ته راجع دي یعنې چې د مخلوق صفت دې اوکړو نو ګویا تا د خالق صفت اوکړو”. ځکه چې پۀ مخلوق کښې دا صفات الله تعالیٰ پیدا کړي دي خو بمنزله کُلي دا یؤ مشکک جواب دے ، د “حمد” غلط تفسیر اؤ تاویل دے، ځکه چې ډېر څېزونه داسې دي چې هغه د ناجائز پۀ زمره کښې راځي اؤ مخلوق ورته ښۀ وائي نو دغه اوصاف الله تعالیٰ ته ګرځول توھین دے۔ بحث د مناقشې نه د ویستلو د پاره “ټول صفتونه د الوهئیت خاص الله تعالیٰ لره دي” تعبيرول اؤ وئیل ، انسان زیات متقيّن کوي.
باقي د تصوف (زُهد) لبِ لباب څۀ پۀ دا ډول دے :
1. د نيت اخلاص (اخلاص في النیّة)
2. علمِ نافع (اتباع د کتاب و سنّت)
3. عملِ صالح (تقویٰ)
4. خُلقِ حسن (د هر چا سره تواضع و انکساري)
5. سلامتِ صدر ( د هر ډول حسد و بغض نه پاکي)
د فکر و تعمق پۀ وسيله کۀ چرې مونږ زُهد د کتاب و سنّت سره بدرګه کړو نو د تصوف دا بحث و نزاع به پۀ احسن طریقې سره خپل منطقي انجام ته اورسی ګنې د دې بحث و نزاع دا “لا نهایة” سلسلې به نورې هم پراخۀ شي.
خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ