هسې کۀ د انسان بدن تۀ غور وکړے شي نو هر يو اندام يې پۀ خپل ځاے او پۀ خپل شکل کښې بيخي مناسب دے. کۀ د غوږونو پۀ ځاے هسې څۀ جال شان وو لکه څنګه چې د اليکټرانکس څيزونو پۀ باډۍ کښې د سپيکر د پاره وي نو اورېدل خو به پرې کېدل خو د ماسک، چشمو او د ښځو د پړوني اچولو ستونزه به خامخا وه. کېدے شي چې بيا خلقو د غوږونو پۀ دغه ځاے باندې مېخونه ټک وهل نو. د دې به لا ځانله ماهران وو او پۀ دېوالونو به يې اشتهارونه لګېدلې وو. مالداره خلقو به ناويانو لۀ د سرو زرو پۀ کاليو کښې مېخونه هم جوړول چې توله دوه وزن به يې لرلو. دغه شان کۀ د شونډو دا موجوده شکل نۀ وو نو نور هر څۀ پۀ خپل ځاے دي خو دې خلقو به دا نسوار څنګه لګول. د شونډو بلها ډېر کارونه دي لکه د مخ ډول سينګار پرې برابر وي، د خولې دروازه هم وي او د اواﺯ نه يوه معنالرونکې او واضحه خبره جوړولو کښې هم مهم کردار لوبوي. شونډو ته پۀ فارسۍ کښې لب او پۀ انګرېزۍ کښې لېپس Lips وائي کېدے شي چې د دغه دواړه تورو ريخه هم يوه وي. د شاعرانو حضراتو لۀ خوا شونډو له نور نور نومونه هم مقرر شوي دي لکه پاڼې، شکرې، شات، غوټۍ وغېره. د فارسۍ لب ټکے پۀ پښتو ادب کښې هم د شونډې د پاره کارولے کيږي او دغه شان چې د دواړه شونډو ذکر کيږي نو لبان ورته وائي او هسې دا لبان ټکے بيا ډېر خوږ هم لګي او د انسان جذبات هم راپاروي. شونډې د انسان پۀ ښکلا کښې لوے لاس لري او پۀ ځانګړي توګه نرۍ شونډې خو ښکلا يو پۀ دوه کوي. د تورو نسلونو خلق غټې شونډې يا به ورته د کوټې والو په اصطلاح شونډان ووايم، د ښايست علامت بولي. پۀ غنم رنګو، خړو او سپينو قامونو کښې هم د ځينې خلقو شونډې پېړې وي خو د مخ د جوړښت سره يې ښکلې ښکاري. شاعران د محبوبو د ښائست پۀ باب کښې د شونډو ذکر فرض عېن ګڼي او جدا جدا خصوصيات يې بيانوي. خوشحال بابا يو داسې نابغه پښتون تېر شوے دے چې پۀ هر څۀ پوهېدۀ او هر تار يې چېړلو. هغه د شونډو پۀ حقله خپله تجربه داسې بيانوي.
پۀ بوسه د شکر لبو زوړ ځوانيږي
دا خبره تجربه ده د خوشحال
رحمان بابا کۀ هر څو يو ملنګ او صوفي وو او د هزارخانۍ پۀ کلي کښې يواځې دېره وو، د دنيا دومره ډېر شوق يې نۀ وو خو بيا يې هم ځاے پۀ ځاے د يار د شونډو يادونه کړې ده.
مست او مے پرست شاعران خو د شونډو شېدايان وي او کله يې د بنګ سره نو کله د مستو شرابو سره تشبيه ورکوي. لنډه دا چې د کلاسک نه تر دې دمه هر شاعر خوا کۀ ډېر شريف ولې نۀ دے خو پۀ کلام کښې يې د شونډو ذکر موندے شي.
د رنګ پۀ لحاظ سرې شونډې پۀ ټولو کښې برترې دي او تر ټولو زياتې خوښولے شي. دغه وجه ده چې د پخوا راسې د شونډو د سرو کولو شوق راروان دے. پخوا زمانه کښې د شونډو سرو کولو د پاره د هر څۀ نه غوره څيز دنداسه وه او پۀ پښتنه سيمه کښې د دير دنداسې ته امتازي حيثيت حاصل وو.
د دنداسې د پټ د پاره
جينۍ ياري د ديروجي هلک کوينه
نن سبا دشونډو د سينګار د پاره رنګ رنګ لېپس سټک جوړ شوي دي خو دغه رنګونه بيا هم څۀ نه څۀ د سور رنګ سره نزدېکت لري. پۀ شونډو د لېپ سټک مږلو سره کۀ د ځينې خلقو پۀ ښکلا کښې اضافه کيږي نو د ځينې خلقو بدرنګي نوره هم وځلوي او څۀ خلق خو بيخي داسې کړي لکه د خونخوارې بلا تصوير، چې پۀ ليدو سره يې سړے پوره هفته پۀ خوب کښې ويرېږي. د ځينو مېوو يا نور څۀ خوړلو پۀ وجه د لږ وخت د پاره د شونډو رنګ بدل شي. پۀ دغه څيزونو کښې ګورګورې پۀ وړمبي صف کښې دي او حسن پرست خلق ورته پۀ لپو لپو ښېرې کوي:
خدايا ګورګورې تورې مۀ کې
جينکۍ سرې شونډې وروړي تورې راوړينه
د کراچۍ او د پنجاب پۀ ځينې برخو کښې پۀ روډونو او فرشونو سره سره داغونه جوړ شوي وي او ناشنا سړے وائي چې کۀ چرته نن پرون جنګ شوے دے او بلها وينې توې شوې دي خو چې کله د زلمو او بوډاګانو شونډو ته وګوري چې سرې شوې وي نو پوهه شي چې لالي پان خوړلے دے. سيګرټ څښل د شونډو د کېنسر ذريعه ده يا نۀ ده خو د تورولو ارزانه وجه يې خامخا ده.
عام خلق وائي چې د غم تعلق د زړۀ سره دے او ډاکټران وائي چې د غم تعلق د دماغو سره دے. دغه چې هر څۀ دي خو پۀ شونډو باندې د غم ژور اثرات وي. کله کله چې شونډې سپېرې شي يا پاړ او پتري ونيسي نو د سړي پټ رازونه خلقو ته څرګند شي او د زړۀ د غم نه يې عالمونه خبر شي. د ځينې کورونه مشران او پۀ ځانګړې توګه مياندې پۀ تفتيش کښې د پوليسو نه هم تېزې وي، چې کله د چا پۀ شونډو لږ شان اثرات وويني نو ډېر زر يې وجه معلومه کړي او د رسوا کولو سره سره پرې ټولنيز بندېزونه هم ولګوي. کله کله شونډې د پاړ او پتري نيولو پۀ ځاے هسې وچې شي او کله داسې تورې شي لکه سکارۀ.
د شونډو پاړ مې ورله يوسئ
کۀ جانان خداے رسول مني نو رابه شينه
کله کله چې پۀ خوب کښې څوک خفه شي نو پۀ شونډه يې دانه راوخيژي او خلق وائي چې شونډه يې وتلې ده. ډاکټران وائي چې خفګان کۀ پۀ ويښه وي او کۀ پۀ خوب کښې خو د شونډو د وتلو سبب نۀ ګرځي خو بيا هم د ځينې سائنس پوهانو وېنا ده چې د خفګان پۀ وخت څۀ هارمونز بهر کيږي او د شونډې د وتلو ذريعه جوړيږي.
کله چې څوک لاندينۍ شونډه پۀ غاښونو کښې ونيسي او لږ شان زور ورکړي نو دغه عمل ته بيا شونډه چيچل وائي. د دې عمل نه هغه وخت ګټه پورته کولے شي چې کله سړے چا ته دروغ وائي او بل داسې څوک موجود وي چې د سراسر حقيقت ورته پته وي نو خلق دغه (خبر) انسان ته شونډه وچيچي. مطلب يې دا وي چې زۀ دا کوم بوس بادوم تۀ پرې سترګې ړندې او غوږونه کاڼۀ کړه. د دغه مقصد د پاره د سترګې وهلو نه هم کار اخستے شي. پخوا به سترګه وهل د يواځې د نورو نورو اشارو د پاره کارولے شو خو وس دنيا هم بدله شوې ده او اشارې هم. البته پۀ تاش کښې د چيړ اشاره اوس هم د سترګې پۀ وهلو سره کولے شي. اوس دنيا ماډرن شوې ده نو سترګه وهل څوک ډېر بد نۀ ګڼي.
دغه شان يو عمل د شونډو بوڅې بوڅې کول هم د يادولو وړ دے. خلق وائي چې هغه فلانکي څۀ شونډې بوڅې بوڅې کولې خو ښکاره خبره يې نۀ کوله.
کله کله د شونډې نه يو بل څيز جوړيږي او هغې ته شونډک وائي. د شونډک خاوند ته شونډکے وائي. د خلقو شوڼدک هله کيږي چې کله غصه ورشي او يا مرور شي خو پۀ ښکاره اظهار يې نۀ کوي. دغه وخت کښې د شونډو اصلي شکل څۀ نه څۀ بدل شي. د څاروو خولې ته هم شونډک وئيلے شي. د شونډکي سره نزدې يو بل ټکے شونډور هم کارولے شي خو شونډور هغه چا ته وائي د چا چې غټې غټې شونډې وي. غني خان د شونډو يو بل قسم يعنې ببري شونډي هم ستائيلي دي او پۀ خپلو شعرونو کښې يې يو ځاے دوه پۀ ببر شنډو خلقو نيوکې کړې دي.
شونډه د پنځلس شپاړس کالو پۀ عمر کښې (يا مخکښې وروستو) شنه کېږي هم، خو د جينکو بالکل نۀ کېږي، بلکې د هلکانو سره مخصوص وي . پۀ دغه وخت کښې بيا د هلکانو د زور نه دې خداے وساته، او د دغه زور پۀ خپلو سترګو ليدلو د پاره د بنو د مازيګر ليدل مهم دي. د شونډې شنې کېدو سره پۀ ژوند کښې واقعي چې يو انقلاب راځي او زړۀ نوي نوي ډيمانډونه کوي. ځينې نيازبين او زوراور زلمي چې يو څو ځله پۀ کور کښې لوښي لرګي مات کړي نو مور پلار يې مجبوره شي او د ماما کاکا پۀ لور ورله د مخې سره جرګه وکړي. دغه نيازبين بيا څۀ موده پس پوهه شي چې موبايل اخستو کښې تادي نۀ وي پکار ځکه چې د وخت سره پکښې نوے نوے ورژن راځي.
د شونډو حال هم د وطن د امارت او غربت حال وايي . لکه لمدې يا غوړې شونډې د ښۀ حالت او مړې خېټې حال وايي، خو وچې شونډې بيا د سايل پۀ ژبه:
ستا وچې شونډې زما سپورې زلفې
د دې وطن د غريبۍ نخښې دي
شونډې پرانيستل د خيالاتو د اظهاﺭ او بندول يا ګنډل يې د خاموشۍ پۀ معنو کښې کاﺭولے شي. شونډې ګنډل اسان کار دے خو شونډې پرانستل د لوے همت د څښتن کار دے. مينه، محبت، مور او ځينې نور مقدس او خواږۀ ټکي د شونډو د مېلاوېدو نه پېدا کيږي. د سختې يخنۍ، غصې او وېرې پۀ وخت شونډې رپيږي او د انسان د دنني تاثراتو اظهار ترې کيږي.
شونډې يو شمېر رومانوي خصوصيات هم لري خو:
شونډې ګنډم پۀ نوم د يار پابندي ولګېده………….