زمونږ نقادان اکثر دا وائي چې ادب د ژوند د پاره او ادب د ادب د پاره- يا په اردو کښې وائي، ادب برائے زندگی اور ادب برائے ادب – اوس دلته د نقادانو مراد دا دے، چې يو ادب داسې تخليق کېږي چې هغه د ژوند ترجمان دے او د ژوند مسئلې حل کوي، بل ادب داسې تخليق کېږي چې هغه ادب د ادب د پاره وي- خو دا وضاحت ضروري ګڼم چې “ادب د ادب د پاره” دا خبره په دې تناظر کښې کېږي چې دې کښې صرف خوند، سرور، مزه وی او په ژوند کښې څۀ فائده نۀ کوي، زما خيال دے چې دا خبره درسته نۀ ده، او ځکه– ادب د ادب د پاره — نظريه هم بې ځايه غير ضروري او اضافي ده- کوم ادب چې د ادب د پاره تخليق کېږي په هغې کښې به رومانيت وي، په هغې کښې به ديومالا، مافوق الفطرت عناصر وي، يا زيات نه زيات د مينې داستانونه به وي، نو مينه خو په خپله د ژوند برخه ده، ديومالا، فطرت يا مافوق الفطرت عناصر خو په خپله د ژوند په تفهيم کښې زمونږ مرسته کوي، مونږ که په ژوند کښې مبالغه هم کوو نو هغه د ژوند د يو مقصد د جمال پېدا کولو د پاره کوو، ځکه زۀ په خپله د ادب برائے ادب نظريې په حق کښې نۀ يم، زۀ واېم چې ادب ټول د ژوند د پاره دے، دا په کښې نشته، چې دا ادب د ژوند د پاره دے او دا نۀ دے. چې ادب شو نو د ژوند د يو اړخ سره به ئې تعلق ضرور وي، ادب که صرف د جمالياتو خبره کوي نو ژوند نه بدل خو نۀ دے، که مونږ صرف د مينې او رومان خبره کوو نو د ژوند نه خارج خو نۀ دے ، که په ادب کښې زمونږ مقصد وي، مسرت، خوند پېدا کول، سرور اخستل نو دا خو هم د ادب انتهائي ضروري برخه ده. د نفسياتو د څانګې ډېره ضروري برخه ده، زما مطلب دا دے، چې دا نظرئې پخوانۍ نظرئې وې، ادب ټول د ژوند د پاره دے، پکار ده چې زمونږه اوليت دا وي، چې د ژوند ترجماني دي وشي ، په ژوند کښې خوند پېدا کولو په ځائے ژوند کښې حرکت،حرارت، ولوله او انقلاب دې پېدا کړو، ژوند کښې دې د جدوجهد د پاره جذبه پېدا کړو نو زياته به ښۀ وي ، د خپل دور هم څۀ تقاضې وي او د هر دور تقاضې بدلېږي، پکار ده چې د اديب په ادب کښې هغه عصري تقاضې موجودې وي، د هغې ترجماني دې وشي، عصري شعور دې په هغې کښې موجود وي، دا به داسې وي چې دغه اديب په ژوند کښې خوند پېدا کولو نه زيات په ژوند کښې حرکت، حرارت او ولوله پېدا کول غواړي، ژوند ته نور ژوند ورکول غواړي، دا زياته بهتره خبره ده، دا هغه اديبان دي، چې دوي ادب د آسمان نه زمکې ته راکوز کړي، په دې زمکه ډېرې مسئلې دي د انسان، ژوند کښې ډېر مشکلات، ستونزې، ناانصافۍ دي، ډېرې داسې خبرې دي، چې په هغې خبرې کول دي، هغه آواز پورته کول دي، شعوري بېداري پېدا کول دي خو په هنري او جمالياتي اظهار سره- نو ځکه که ادب زمکني حقيقتونو ته راشي نو دا به د ژوند په ترجمانۍ کښې نور ډېر فعال کردار ادا کړي، هسې خو ټول ادب، ادب برائے زندګي دے، ادب برائے ادب نظريه نۀ وه پکار خو که مونږ ادب برائے زندګي په ځانګړي ډول هم واخلو، د هغې معنٰى دا اخستل پکار دي، چې اديب په خپل ادب کښې عصري نفسيات، عصري شعور، عصري غوښتنې يادې کړي دي که نه- هغه، دې نه خبر دے کنه، چې زما په معاشره کښې څۀ کېږي؟ زما په معاشره کښې ژوند څنګه دے؟ دا د دۀ د ادب برخه ده کنه؟ نو که دا برخه وي نو دې اديب د ادب او ژوند کلکه رشته ساتلې ده که دا برخه نۀ وي نو دې اديب د ژوند ضمني اړخونه د ادب برخه جوړه کړې ده خو کوم ژوند چې په وړومبي صف کښې ولاړ دے چې ادب ئې ترجماني وکړي نو د هغې نه غافل دے نو داسې نۀ ده پکار.- ګويا –ادب د ادب د پاره– هډو څه نظريه نه ده- ادب خو ژوند دی او ادب يواځې ژوند د پاره دی-

- فیس بک
- ٹویٹر
- واټس ایپ
- ای میل